لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د پاکستان او د هغه د دښمن هندوستان تر پرله پسې ټیلیفونونو وروسته پاکستانی خبریال خوشي کړی


واشنګټن ـــــ د طالبانو حکومت په روانه اوونۍ کې هغه وخت له پرېشانۍ سره مخ شول چې په کابل کې د هندوستان او پاکستان سفارتکارانو پر یوه وخت د ټیلیفون له لارې د هغه بهرني خبریال د خوشي کېدو غوښتنه ترې وکړه چې دوی د کورېج لپاره له خپلو ضابطو د سرغړونې په تور نیولی وو.

پاکستانی خبریال انس ملک، د هغه افغان پروډیوسر او ډرایور د پنجشنبې- زیارت په ورځ طالبانو نیولي وو او د هغوی تر برید او پوښتنو ګروېږنو لاندې وو.

انس ملک وایي طالبانو 21 ګنټې په بند کې ساتلی وو او بیا یې خوشي کړ، خو وایي د ده دوه افغان همکاران طالبانو 42 ساعته له ځان سره ساتلي وو او د شنبې- خالي په ورځ یې خوشي کړل. هندي رسنۍ د انس د افغان همکارانو عکسونه خپاره کړي چې پر بدن یې د وهلو داغونه جوړ دي.

وي او اې ته په کابل کې ځینو سرچینو وویل، د انس ملک د ورکېدو تر رپوټونو لږ وروسته د پاکستان او هندوستان دواړو هېواونو سفارتکارانو اړوندو طالب چارواکو ټیلیفونونه وکړل او د خبریال د خوندیتوب او خوشي کېدو غوښتنه یې ترې وکړه.

د طالبانو سرچینو د خبریال ملک په خوشي کولو کې د ځنډ پړه د دواړو هېوادونو پر سفارتونو ور اچولې چې وایي پر یوه وخت یې پرله پسې ټیلیفونونه کول او دواړو یې د هغه د خلاصون غوښتنه کوله.

هغه سرچینې چې د طالبانو چارواکو ته د دواړو هېوادونو له ټیلیفوني خبرو خبر دي وایي د کابل واکمنو چارواکو له هندوستاني سفارتکاره وپوښتل، "موږ خبر یو چې هغه پاکستانی دی، نو تاسې څنګه وایئ چې هغه ستاسې سړی دی؟".

د وي او اې د رپوټ له مخې پرېشاني هغه وخت ختمه شوه چې هندي چارواکي طالبانو ته وویل چې انس ملک د هندوستان له یو خبري چېنل سره کار کوي.

د سرچينې په وينا په همدې وخت کې د پاکستان سفارت پرله پسې د طالبانو چارواکو ته ټیلیفونونه کول او د خبريال د خوشې کېدو غوښتنه يې کوله.

د دواړو هېوادونو د سفارتکارانو تر ټیلیفونونو وروسته طالبانو انس ملک خوشي کړل، چې اسلام اباده د هندوستان له انګرېزي WION ټیلویژن چېنل سره کار کوي،‌ د دې ټیلیویژن مرکز په نوي ډیلي کې دی.

په کابل کې د هندوستان سفارت او نوي ډیلي تر اوسه د انس ملک د نیول کېدو او د خوشي کېدو په اړه یې طالبانو ته د ټیلیفون کولو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یوه رسمي بیان کې وویل چې پاکستان ته د خبریال د ژر او خوندي راستنیدو لپاره د طالبانو له چارواکو سره په تماس کې دي. په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان پر ټویټر لیکلي وو:

"د پاکستاني خبریال انس ملک په اړه تر پوټونو وروسته ما له هغه سره په ټیلیفون لنډې خبرې وکړې، هغه په کابل کې دی او خوندي دی. سفارت به له هغه سره په تماس کې وي".

د رپوټونو له مخې له خبریاله غوښتل شوي وو چې له افغانستانه ووځي، پاکستان ته له داخلېدو سره سمدستي هغه خپل خبري چېنل ته ویلي، طالبانو له موټره په داسې حال کې کښته کړل چې دوی په کابل له هغې سیمې تر کورېج وروسته را روان وو، چې د القاعده مشر پکې د امریکې په ډرون برید کې وژل شوی وو.

طالبانو خبریالانو ته امر کړی وو، هغې سیمې ته دې نه ځي چې په کوم کور کې پر ایمن الظواهري برید شوی وو.

ملک د جمعې په ورځ خپل ټیلیویژن ته وویل، دوی کابل ته له رسیدو وروسته په د طالبانو اړوندې څانګې ته خپل مطبوعاتي اسناد وړاندې کړي او اجازه یې تر لاسه کړې وه، خو طالبانو دوی هغه وخت ودرول چې دوی هلته عادي وېډیو کلیپونه جوړول. ملک ویلي:

"موږ یې تر درولو وروسته هغه ځای ته یووړو چې موږ څومره خبر یو هغه د افغان طالبانو د استخباراتي څانګه ده. زموږ لاسونه یې را وتړل، سترګې یې را پټې کړې او بېخي وحشیانه تورونه یې راباندې ولګول، شخصي پوښتنې یې هم راڅخه وکړې".

د طالبانو چارواکو تر اوسه د دغو درو تنو د نیولو دعوو ته په جواب کې څه نه دي ویلي. په افغانستان کې ځايي او بهرني خبریالان وايي، طالبان اکثر د خبریالانو د دا ډول نیونو په اړه څه نه وایي او په ممکنه توګه د رسنیو د تنقید د مخنیوي لپاره دا ډول تګلاره خپلوي.

د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي دوی په هیواد کې د رسنیو د کارکوونکو لپاره اصول او تګلاره ټاکلي دي، چې څوک ترې سرغړونه کوي له سزا سره به مخ کېږي.

په افغانستان کې د رسنیو د څارنې د یوه تنظیم غړي وي او اې ته ویلي، د 2021م کال په اګست میاشت کې د طالبانو تر واک وروسته له خبریالانو سره د تاوتریخوالي تر 180 زیاتې پېښې ریکارډ شوې دي.

په وروستیو کلونو کې د دواړو ایټمي وسلو لرونکو رقیبانو هندوستان او پاکستان تر منځ اختلافات زیات شوي او پر پوله د تشدد تر پېښو وروسته یې اړیکې خرابې دي، خو په داسې حالاتو کې دا خبره ډېره نادره بلل کېږي چې یو پاکستانی جرنلسټ له هندي رسنۍ سره کار کوي.

هندوستان له اوږدې مودې راهیسې تور لګوي چې طالبان د اسلام اباد ګوډاګیان دي، خو پاکستان بیا د افغانستان د تېرو حکومتونو په وخت له ډېرو کلونو راهیسې پر نوي ډیلي تور لګاوه چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان ضد وسلوالو ملاتړ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG