لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراين په روس تور لګولی چې یو ځل بیا یې په ايټمي پلانټ بمباري کړې


اوکراين د اتوار/ يکشنبې په ورځ په روس تور لګولی چې روس يو ځل بيا د یورپ تر ټولو غټ نيوکلير پاور سټېشن، د انرجۍ ايټمي بټۍ [زېپوريشزيا] باندې بمباري کړې، او دغه کار ته يې ايټمي يا جوهري ترهګري ويلې ده.

د اوکراين سرکاري د ايټمي انرجۍ بټۍ کمپنۍ ويلي، د خالي په شپه په بمبارۍ کې درې سنسرې زيانمنې شوي او يو کار کوونکی ژوبل شوی دی.

د اوکراين صدر ولاديمير زيلنسکي په ټویټر ویلي، نړيواله ټولنه باید د روس ايټمي ترهګرۍ ته په کلکه ځواب اووايي او د روس په ايټمي صنعت او ايټمي تيلو بنديز ولګوي.

دغه پلانټ يا بټۍ چې د روس په واک کې ده د جمعې په ورځ پرې هم بريد شوی وو.

ماسکو د دغه بريد تور د اوکراین په پوځ لګولی وو.

روس دغه ياد ايټمي بټۍ د مارچ په لومړو کې نیولې وه کله چې روس په اوکراين يرغل کړی وو خو دغه بټۍ اوس هم د اوکراين کار کوونکي چلوي.

د اوکراين ايټمي کمپنۍ اينرګواټم ويلي، د خالي د ورځې په بريد کې روس ذخيره کړي تېل په نخښه کړي دي، چرته چې د کارول د مصرف شوو 174 کنټېنرې پرتې وې.

د جمعې د ورځې د لومړي بريد وروسته د ايټمي انرجۍ د نړيوالې ادارې مشر ويلي وو، دغه بريدونه د ايټمي بحران څرګندونه کوي، راکټې د غټ وولټېج انرجي لاين سره ټکر شوي، د پلانټ کار کوونکي هڅوي چې د تابکارۍ د فعاله ليک د معلوماتو نه ترلاسه کېدو باوجود يو ريکټر قطع کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG