لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د پښتونخوا ترهګرۍ ځپلې سيمې يو ځل بيا وسله والو ته سپارل کيږي


څېړونکي وايي په داسې حال کې چې وسله وال يو ځل بيا په ملاکنډ ډويژن او قبايلي سيمو کې د خلکو نه بهتې يا قلنګ غواړي، هدفي وژنې کوي او خپل ځان منظم کوي ، حکومت د وسله والو سره مذاکرات کوي، په حکومت تور لګول کیږي د دې مطلب دا دی چې دغو ترهګرو ته يو ځل بيا د ترهګرۍ نه اغېزمنې سيمې بيا په لاس کې ورکولو سازش روان دی.

بلخوا د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت وايي چې په صوبه کې وسله والې ډلې منظم وجود نه لري او څوک چې د قانون خلاف ورزي کوي، پرضد به يې کارروايي کولی شي.

څېړونکي او سياستوال وايي که څه هم د پاکستان حکومت او د تحريک طالبان پاکستان ترمينځه د مذاکراتو په نتيجه کې ډزبندي شوې خو د صوبې په مختلفو سيمو کې وسله وال د خلکو نه بهتې، قلنګ غواړي، هدفي وژنې کوي او ځان منظم کوي.

پېښور کې د باچاخان مرکز کې د کلتور څانګې سېکتر او ليکوال ډاکټر خادم حسېن وي او اې ډيوه ته وايي، "په خېبرپښتونخوا کې د واکمنه تحریک انصاف ګوند وزيراعلا [محمود خان] وزيران او مخکنی ګورنر [شا فرمان] طالبانو ته بهتې/ قلنګ ورکوي".

هغه وويل "بل لور ته ترهګرې ډلې په شدت سره مخې ته را روانې دي او بيا د مذاکراتو ناکامي او نتيجه نه ورکول او ولس پرې نه خبرول او په اعتماد کې نه اخستل، دې حالاتو نه اندازه لګي چې په جنوبي ضلعو او ملاکنډ ډويژن يو ځل بيا د ټي ټي پي په ولقه کې ورکولو حالات جوړيږي".

د تېرې ورځې راهسې په سوشل ميډيا داسې خبرونه مخې ته راځې چې پکې ويل کيږي وسله وال د سوات په غرونو کې فعاليتونه کوي، عکسونه خپرول کيږي خو د دغو عکسونو تاييد نه کيږي چې دا اوسني دي که پخواني او نه د چارواکو لخوا د وسله والو د موجودګۍ په اړه کوم رسمي بيان مخې ته راغلی دی.

د سوات ځايي خلک وايي تيره ورځ په چپريال سيمه کې د پوليسو او وسله والود نښتې وروسته د يو ژوبل ډي اېس پي په ګډون څلور پوليس چارواکي وسله والو تښتولي، يرغمال کړي وو خو بيا د ځايي مشرانو سره د خبرو اترو وروسته پرېښودل شول، په دې اړه مو د سوات د پوليسو ترجمان معين فياض سره رابطه وکړه خو هغه څه قسم معلومات شريک نه کړل.

په سوات کې د هوټلونو د اتحاديي مشر او د ترهګرۍ په ضد مبارزه کوونکي زاهد خان وي او ای ډيوه ته وويل چې د سوات بېلاه بېلو سيمو کې وسله وال لېدل شوي او خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

نوموړی وايي "پکار ده چې دا خلک راغلی وی د امن معاهده شوی وو د عام شهري په توګه راغلی وی نو هغه خو مورچه زن راغلي دي کېمپونه جوړي په غرونو کې ناست دي خلکو ته دهمکيانې ورکول کيږي، په بونير کې هم دي په ايلم کې، په ملم جبه کې هم خلک شته، پرون په چارباغ کې يو ټيکدار وسله والو ويشتی دی".

خو د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت ترجمان بېرسټر محمد علي سېف وي او ای ډيوه ته وايي چې د پوځي عملياتو وروسته په قبايلي سيمو او ملاکنډ ډويژن کې کومه وسله واله ډله په منظمه توګه شتون نه لري او څوک چې د قانون ماتلو کوشش کوي د هغوی مخنيوي لپاره اړونده ادارې ګامونه اخلي.

هغه وايي "داسې څه خبره نشته چې دا ترهګر د سازش لاندې يا په منظم ډول منظم کولو دپاره حکومت کار کوي، سياسي پارټۍ چې تور لګوي نو په حکومت لګوي خو داسې هيڅ خبره نشته، چې څوک هم قانون په لاس کې اخلي حکومت به يې پرضد کارروايي کوي".

د پاکستان حکومت منلې چې د ټي ټي پي سره د تير اکتوبر په میاشت کې د خبرو لړۍ پېل شوې وه، په هغو ورځو کې ټي ټي پي د يوې میاشتې ډز بندي کړې وه کومه چې وروسته وغزل شوه خو بيا د دغه ډز بندۍ وروسته په امنيتي ځواکونو، سياسي او عامو وګړو بريدونه هم سېوا شول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG