لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: په مستونګ کې وسلوالو پر عیسایانو ډزې کړې، یو تن یې وژلی درې ماشومان ټپیان


کوټه ـــــ د بلوچستان په مستونګ سیمه کې وسلوالو پر څلورو عیسایي ماشومانو ډزې کړې دي چې څلور واړه ژوبل شوي دي او یو پکې د سختو ټپونو له کبله مړ شوی دی. د برید ذمه واري کومې ډلې نه ده منلې.

پولیس وايي دغه پېښه د دوشنبې- ګل په ورځ له مرکز کوټې څخه د 50 کیلومټرۍ په فاصله د سوېل په لور د مستونګ په عیسایي کالونۍ کې هغه وخت شوې چې دغو ماشومانو لوبې کولې.

د مستونګ د پولیسو ضلعي مشر محمد ایوب اڅکزي وویل چې د مستونګ په «کرسچن کالونۍ» کې پر موټرسایکل سپرو نامعلومه وسلوالو کسانو ناڅاپه پر دغو هلکانو ډزې کړې دي چې وایي‌ په نتيجه کې يو کس او درې ماشومان ژوبل شوي وو.

پوليس وايي د ویلسن مسیح په نوم کس په دغه پېښه کې سخت ژوبل شوی وو، چې په سملاسي توګه کوټې ته را منتقل کړل شو او د کوټې په سرکاري سنډېمن روغتون کې تر درملنې لاندې وو او نن غرمه یې ساه ورکړه .

د وژل شوي کس مړی بیرته مستونګ ته وړل شوی دی. ویلسن مسیح په بلوچستان اسمبلۍ کې د نېشنل ګوند د پخواني غړي هېنډري مسیح مشر وو، هېنډري مسیح په 2014م کال کې وژل شوی وو.

د ضلع مستونګ د پولیسو مشر ایوب اڅکزی وايي د ترهګری د مخنیوي ادارې مقدمه ثبت کړې ده ، د پېښې په حقله نورې پلټنې روانې دي، خو دا یې نه دي ویلي چې د پېښې سبب څه وو.

د کوټې په سنډېمن روغتون کې د یوه ټپي عیسایي ماشوم مور وویل، دوی په کور کې وو او ماشومان یې له کالونۍ څخه دباندې وو، وایي‌ هغوی ګوډیان (پتنګان) الوزول او لوبې یې کولې چې ناببره دوی د ډزو ږغونه واورېدل:

"چې راغلو ومې لیدل ماشومان ژوبل پراته وو، مرمۍ ورباندې لګېدلې وې، موږ ترهګري نه غواړو زموږ له هیچا سره دښمني نه شته، انصاف دې راکړل شي".

د دغې پېښې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې ګڼ شمېر عیسایي او هندو لږکي اوسېږي خو پر دوی د وسلوالو بریدونو پېښې ډېرې کمې مخې ته راغلې دي.

په بلوچستان کې مذهبي لږکي وايي چې په تېرو دوو لسیزو کې د ترهګری له پېښو څخه دوی هم ډېر اغېزمن شوي دي، یو شمېر لږکي د صوبې له بېلابېلو برخو څخه د هیواد نورو ښارو ته کډه شوي هم دي.

په بلوچستان کې له تېرو شلو کالو څخه امنیتي حالات خراب دي او په دې صوبه کې بلوڅ وسلوالې ډلې، طالبان او داعش خراسان ډلې فعالې دي.

په تېرو وختونو کې هندو تاجران او د دوی ماشومان هم وخت په وخت د پیسو لپاره تښتول شوي دي.

د بلوچستان صوبایي حکومت وايي دوی د لږکیو د تحفظ لپاره عملي ګامونه اخیستي دي او د ناامنۍ پېښې اوس کمې شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG