لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین: په کرایمیا کې د روسانو نهه جنګي الوتکې په چاودنه کې ویجاړې شوې


 له چاودنې څخه مخکې له ساکي‌ هوايي اډې څخه د سټلایټ لخوا اخېستل شوی انځور
له چاودنې څخه مخکې له ساکي‌ هوايي اډې څخه د سټلایټ لخوا اخېستل شوی انځور

واشنګټن - د اوکراین هوايي ځواک ویلي، د کرایمیا په هوايي ‌اډه کې د نهې یا سې شنبې د ورځې په چاودنه کې د روسانو نهه جنګي الوتکې وېجاړې شوې دي.

روسانو په ۲۰۱۴ کال کې کرایمیا له اوکراین څخه نیولې ده او د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلینسکي له چاودنې څو ساعته وروسته ژمنه وکړه چې کرایمیا به بېرته له روسانو څخه نیسي.

اوکراین په ساکي‌ هوايي‌اډه کې په ښکاره ددغو چاودنو پړه نه ده منلې او حتی روسانو هم په دې هوايي اډه د کوم برید خبره رد کړې ده.

ماسکو ادعا کړې چې وسلو او مهماتو اور اخیستی وو او چاودنه شوې، یو تن پکې وژل شوی او ۱۳ نور ژوبل شوي‌ دي.

خو د امریکا وتلو ورځپاڼو نیویارک ټایمیز او واشنګټن پوسټ د یو شمېر اوکرایني چارواکو له خولې چې نومونه یې نه دې ښکاره شوي ویلي، چې د کییف ځواکونو د کرایمیا په دغې هوايي اډې باندې برید کړی خو نور جزیات یې نه دې ورکړي.

د ټایمز په راپور کې ویل شوي چې سرچینې ورته نه دې ویلي چې په دغه برید کې یې څه ډول وسله کارولې چې چاودنه ورڅخه رامنځ ته شوې خو دومره یې ویلي،‌ چې "په ځانګړي ډول خپله د اوکراین جوړه وسیله پکې کارول شوې ده."

د اوکراین د ولسمشر سلاکار اولیکسي اریستووېچ د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي وو چې چاودنې یا د اوکراین جوړو اوږده واټن ویشتونکو وسلو له امله شوي او یا هم په کرایمیا کې د چریکي یا ګوریالايي عملیاتو له امله.

د کرایمیا دغه هوايي اډه په اوکراین کې د جګړې له لیکو څخه لږ تر لږه ۲۰۰ کیلومټره واټن کې پرته ده چې کیېف ته د امریکا لخوا د لېږل شویو توغندیو له واټن څخه د باندې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG