لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: تر څو ولس په قانوني‌ توګه واک بل چاته نه وي سپارلی زه د افغانستان ولسمشر یم


واشنګټن ـــــ د افغانستان «مخکینی» ولسمشر اشرف غني وایي، تر څو چې د اساسي قانون په بنیاد افغان په قانوني‌ توګه ولس واک بل چاته نه وي سپارلی دی "د افغانستان ولسمشر" دی.

د 2021م کال پر 15مه چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي اشرف غني لومړی ځل را ښکاره شوی او یوې نوې افغانې رسنۍ ته یې تر یوه نیمې ګنټې زیاته مرکه کې له نورو خبرو سره سره یو ځل بیا ویلي، چې که کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته له هېواده تللی نه وای نو د پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجیب له برخلیک سره به مخ شوی وای چې وژل شوی وو.

اشرف غني د اې بي این په نوم رسنۍ کې د بي بي سي پخواني خبریال داود جنبش ته په مرکه کې وویل، دی د افغانستان د اساسي قانون یا آیین په اساس اوس هم د خپل هېواد ولسمشر دی، وایي، "زه هغه میراث او هغه امانت چې ماته سپارل شوی بې د ولس له رایې او خوښې په خپل زړه او خپل سر چاته نه شم سپارلای".

اشرف غني وایي د تېر کال د اګست د 15مې په سهار نهه بجې یې پرېکړه وکړه چې ماسپښین پر درې بجې به د کابینې غونډه کوي، خو وایي د دفاع وزیر په ګډون اکثریت کسان له هېواده وتلي وو، د امنیتي ځواکونو زرګونو کسانو خپل مرکزونه پرېیښي وو، امریکې خپل سفارت خالي کړی وو او ده ته کره خبرونه رسېدلي وو چې طالبان کابل ته ننوزي:

"زه وروستی سړی وم چې را ووتم، بنیادي نکته دا وه چې جمهوریت په جبر ور وسپارم او یوې کودتا ته جواز ورکړم او که په را وتلو سره د ملت دا [د ولسمشرۍ] امانت وساتم او ثابته کړم چې دا یوه کودتا وه او په جبر تر سره شوه".

له ډاکټر اشرف غني وپوښتل شول چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د تېر کال په مارچ میاشت کې ده او ډاکټر عبدالله ته په یو خط کې لیکلي وو، چې طالبان به اخر بریالي شي او د امریکې استخباراتو هم هغه مهال اټکل کړی وو چې د ده حکومت شپږ میاشتې نور دوام نه شي کولای، نو ده ولې له طالبانو سره د واک پر سر مذاکرات ونه کړل، اشرف غني وایي:

"له موږ سره دوکه وه، ما په تفصل وزیر بلینکن ته په مارچ کې ویلي وو چې زه د ثبات او د خلکو د قرارۍ لپاره هرې قربانۍ ته تیار یم، خو دا [طالبانو ته د واک سپارلو] لاره مشکلات پیدا کوي، د افغانستان ځواکونه به ووېشل شي او د واک پر سر به بزکشي روانه وي".

اشرف غني وایي دوی د استنبول په کانفرنس کې طالبانو ته په حکومت کې د ګډون وړاندیز کړی وو خو هغوی رد کړی وو.

مخکینی ولسمشر چې له هېواده و ووت، نه یواځې طالبانو ورباندې د میلینونو ډالرو د وړلو تورونه ولګول بلکې افغان سیاستوالو هم ورباندې له وطن سره د «خیانت» او «تېښتې» تورونه پورې کړل. اشرف غني وایي د سیګار پلټنو وښودله چې له هېواده یې پیسې نه دي وړې:

"یوه خاص شکبه که ده چې د [سقوط] ذمه واري ټوله پر یو سړي اچوي، نیم حکومت اووه کاله د ډاکټر عبدالله تر اثر لاندې وو چې د ټولو مثبتو کارونو په مخ کې خنډ وو، موږ تقسیم وو خلیلزاد پخپلو پلانونو او ژمنو ټول افغان سیاستوال وېشلي وو".

ډاکټر عبدالله او د افغان سولې لپاره د امریکې مخکیني استازي زلمي خلیلزاد دغو تورونو ته څه جواب نه دی ویلی، خو په تېرو میاشتو کې یې پخپلو څرګندونو کې د اشرف غني د حکومت سقوط له طالبانو سره په مذاکراتو کې د ده ناکامي بللې وه، اشرف غني د خپل حکومت د سقوط علتونه بهرني وبلل:

"ایا [خلیلزاد] بیا بیا نه وو ویلي چې موږ مخامخ له طالبانو سره خبرې کوو، آیا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا هر حرکت یې د سولې ضد ونه ګاڼه او آیا موږ یو ګاونډی نه درلود چې دا شل کاله یې [طالبانو ته] پناه ورکړه، تعلیم یې ورکړ او ځانمرګي یې راته و روزل؟".

اشرف غني د ګاونډي نوم یاد نه کړ، خو اشاره یې پاکستان ته وه چې پخپل حکومت کې یې هم ورباندې دا ډول تورونه پورې کړي خو پاکستان دا ډول تورونه تل رد کړي دي.

د طالبانو حکومت:

اشرف غني وویل طالبانو چې واک تر لاسه کړ نو دا ورسره لوی فرصت وو که یې یو ولسواک سیاسي او اقتصادي پلان لرلای او په حکومت کې شراکت دارۍ ته تیار شوي وای، نو حکومت به یې پر خپلو پښو درېدلی وای، خو دوی داسې ونه کړل او خپلمنځي نخښې یې ښې نه دي:

"اساسي قانون [آیین] او د قانون حکومت پکې نه شته، حقوق پکې نه شته، حکومت یې د واک وحدت نه لري، سلګونه خلک بې له محکمې [عدالته] وژل کېږي، خوشي شوي بندیان هره ورځ ګواښونه پیدا کوي او داعش ورته درېدلی دی، اقتصاد یې له منځه لاړ، ښځې بې حقه شوې، ځوانان یې و شړل، تعلیمیافته ځوانان یې په ملایانو بدل کړي دي".

اشرف غني په خپله دې تازه مرکه کې د طالبانو د حکومت په اړه نورې هم ډېرې پوښتنې را پورته کړې او وایي چې دوی به دا څنګ حل کوي. نوموړي پر طالبانو تور پورې کړ، چې وایي د کابل په شېرپور سیمه کې یې جایدادونه غصب او قبضه کړي دي. وایي د طالبانو حکومت د القاعدې او د مخدره موادو له چېلنچ سره هم مخ دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG