لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زېلینسکي له لویدیځ څخه نوره مرسته وغوښته


واشنګټن - د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلینسکي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له لویدیځو متحدینو د نورو پیسو او وسلو غوښتنه وکړه تر څو په اوکراین باندې د روس د یرغل په وړاندې روانه څه باندې پنځه میاشتنۍ جګړې ته دوام ورکړي.

زېلینسکي له اوکراین څخه د یو ویډیو لینک له لیارې په کوپنهېګن کې د لویدیځو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، "څومره ژر چې مونږ د روسیې مخه ونیسو نو هغومره ژر به مونږ خوندي احساس ولرو."

هغه زیاته کړه، "مونږ د خپلې دفاع لپاره وسلو او مهماتو ته اړتیا لرو."

د اوکراین د دفاع وزیر اولیکسي ریزنېکوف چې د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهېګن کې د دفاع وزیرانو په دې غونډه کې یې ګډون کړی وو خبریالانو ته وویل، د نورو جنګي الوتکو ترلاسه کول اوس ددغه هېواد له لومړیتوبونو څخه دي.

ریزنېکوف وویل، "په لومړي پړاو کې مونږ جنګي الوتکو ته اړتیا لرو او تر هغې وروسته بیا د ماینونو پاکولو ته."

د کوپېنهېګن له کانفرانس څخه دمخه په اپرېل کې د جرمني کې د امریکا په یوې هوايي اډه کې غونډه شوې وه په کومه کې چې د امریکا تر مشرۍ لاندې د اوکراین د دفاع د اړیکې ډله رامنځ ته شوه کومه به چې له اوکراین سره د نړیوالو پوځي مرستې تنظیموي.

د برتانیې د دفاع وزیر بین والېس وویل، ددغې غوندې موخه د کلکو ګامونو اخیستل وو چې اوکراین ته نوره مرسته برابره شي.

هغه وویل،‌ برتانیه به په یو نا معلوم شمېر د ګڼو راکټونو ویشتونکي سیستمونه او رهبري کېدونکي توغندي اوکرایني جنګیالیو ته واستوي تر څو پرې د روس د یرغل په وړاندې مقاومت وکړي.

برتانیې ددې کال په سر کې هم اوکراین ته د راکټونو ګڼ سیستمونه استولي دي او اوکرایني ځواکونه په برتانیه کې ددغو راکټي سیستمونو د کارولو لپاره روزل شوي هم دي.

وېلېس زیاته کړه، "زمونږ دوامداره ملاتړ دا پیغام استوي چې برتانیه او نړیواله ټولنه ددغې غیر قانوني جګړې سره مخالفت لري او له اکراین سره د دفاعي مرستو په برخه کې به یو له بل سره اوږه په اوږه ودرېږي تر څو د روس د ولسمشر ویلادیمیر پوتین د یرغل په وړاندې له ځانه دفاع وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG