لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش د شیخ رحیم الله حقاني د وژنې پړه پغاړه اخستې


وسله والې ډلې داعش دافغان طالبانو دیو بانفوذه دیني عالم شیخ رحیم الله حقاني په ځانمرګي برید کې د وژنې ذمه واري پغاړه اخستې ده.

دطالبانو پلوي اؤ دداعش مخالف شیخ رحیم الله حقاني باندې دپنجشنبې، په ورځ د کابل ښار د شش درک په سیمه کې دهغه په دیني مدرسه کې ځانمرګي برید شوی ؤ.

دطالبانو دحکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په دغه برید کې دشیخ رحیم الله حقاني وژنه تاید کړې وه خو یوازې دومره یې ویلي وؤ چې هغه "د دښمن په یوه بې رحمه برید کې وژل شوی دی " خو دا یې نه وه ښکاره کړې چې د دښمن نه یې مراد څوک یا کومه ډله ده؟

پخپله یوه تازه بیان کې داعش ددغه طالب پلوه دیني عالم د وژنې پړه پغاړه اخستې ده.

د طالبانو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه ټویټ کې ویلي چې په دې ځانمرګي برید کې د رحیم الله حقاني ترڅنګ د نوموړي ورور او درې طالب زده کوونکي هم وژل شوي دي.

اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظر لرونکي خبریال طاهر خان هم په ټویټر لیکلي په شیخ رحیم الله باندې شوي ځانمرګي برید کې څو کسان نور هم وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي خو طالبانو بیا په دې هکله څه نه دي ویلي.

د وي او ای رپورټ وايي وژل شوی عالم د داعش وسله والې ډلې خلاف د شعله بیان تقریرونو دپاره مشهور و.

رپورټونه وایي په حقاني حمله کونکي ځانمرګي چې مخکې یوه پښه بېللې وه، په مصنوعي پښه کې یې چاودېدونکي مواد پټ کړي وو.

وژل شوی دیني عالم دداعش دسختو مخالفینو څخه شمیرل کیدو اؤ هغه به ددغه وسله والې ډلې پرضد ستغې اؤ کلکې ویناګانې کولې .

نوموړي په دې وروستیو کې په خپلو خبرو کې د داعش ډلې د غړو وژل هم روا بللي وو او همدغه راز د افغانستان د مخکني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرتېرو وژل یې هم روا ګڼل.

تر دې وړاندې په رحیم الله حقاني په پاکستان کې هم حمله شوي وه خو هغه پکې ژوندی پاتې شوی و.

هغه د خېبرپښتونخوا په اکوړي کلي کې د د دارالعلوم حقانیه نه علم ترلاسه کړی و او په دې نسبت یې خپل نوم سره حقاني لیکلو.

په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه وروسته داعش په هېواد کې د ګڼ شمېر حملو مسولیت منلی او په زیاترو حملو کې د شعیه ټولنې وګړي په نخښه شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG