لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آر ایس ایف سروې: افغانستان کې 40 فیصده رسنۍ ختمې شوې او 60 فیصده خبریالانو کار بایللی


واشنګټن ـــــ رپورټرز ویداوټ بارډرز یا د بې پولې خبریالانو نړیوال تنظیم وایي، د 2021م کال د اګست پر 15مه چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي د دې هېواد نیژدې څلوېښت فیصده رسنۍ ختمې شوې او تقریباً 60 فیصده خبریالان یې له خپلو کارونو محروم شوي یا له هېواده وتلي دي او هغه چې کار کوي د پخوا غوندې په ازادۍ سره کار نه شي کولای.

د طالبانو تېرې یوکلنې واکمنۍ د ښځو د حقونو او د نجونو د تعلیم په ګډون له نورو برخو سره سره رسنۍ او خبریالان هم زښته ډېر اغېزمن کړي دي. طالبانو لا د آر ایس ایف سروې رپوټ ته جواب نه دی ویلی.

د بې پولې خبریالانو نړیوال تنظیم وایي‌ افغانستان په تېر یو کال کې 39.59 فیصده رسنۍ او 59.86 فیصده خبریالان بایللي دي، وایي په ځانګړې توګه ښځې چې درې برخې یې اوس کارونه نه لري او په 11 ولایتونو کې هیڅ ښځینه خبریاله نه شته.

د خبریالانو د ژغورنې نړیوال تنظیم رپورټرز ویداوټ بارډرز وایي په افغانستان کې د دومرو ډېرو رسنیو د ختمېدو او د خبریالانو د بې کاره کېدو وجه د دې هېواد اقتصادي بحران او د رسنیو پر ازادۍ د طالبانو لګېدلي بندیزونه دي.

که څه هم طالبان دعوه کوي چې رسنیو ته یې په ازادۍ سره د فعالیت اجازه ورکړې، خو په تېرو میاشتو کې یې په لسګونو افغان او بهرني خبریالان د کار پر وخت نیولي او ځینې یې د دوی د حکومت خلاف د مظاهرو د پوښښ یا کورېج پر وخت وهلي ډبولي هم دي.

د بې پولې خبریالانو تنظیم په خپله تازه سروې کې وایي، په دې کې شک نه شته چې د کابل حکومت ړنګېدو او د طالبانو واکمنۍ پر مېډیا ژور اغېز کړی دی، وایي د تېر کال د اګست تر 15مې مخکې افغانستان 547 رسنۍ لرلې خو یو کال وروسته له دغو څخه 219 رسنیو خپل کار پرېیښی دی.

د دې تنظیم د سروې له مخې د اګست تر 15مې مخکې په افغانستان کې د خبریالانو شمېر 11,857 ګڼل شوی، خو اوس یې شمېر 4,759 ته را ټیټ شوی دی. وایي په دوی کې ښځې زیاتې اغېزمنې شوې دي او 76.19 فیصده ښځینه خبریالانو خپل کارونه بایللي دي.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې مشر کریسټوف ډیلویر وایي، په افغانستان کې په تېر یو کال کې خبریالي تباه شوې ده، ښاغلی کریسټوف وایي:

"رسنۍ او خبریالان [د طالبانو] د هغو ظالمانه تګلارو تابع دي چې د رسنیو ازادي محدودوي او جبر و ځور ته لاره خلاصوي".

د آر ایس ایف مشر له طالب چارواکو غوښتي چې د رسنیو پر کارکوونکو تشدد او د هغوی ځورونې پای ته ورسوي او اجازه ورکړي چې په هر ځای کې بې له خنډه خپل کار وکړي.

ښځینه خبریالانې زیاتې وځپل شوې:

د بې پولې خبریالانو ټولنې د افغانستان د جرنلزم تباهۍ ته «قتلِ عام» ویلی، وایي په دې کې تر ټولو زیاتې ښځې اغېزمنې شوې دي او له 34 ولایتونو څخه په 11 کې ښځینه خبریالانو له رسنیو څخه په بشپړه توګه ورکې شوې دي.

په دغو ولایتونو کې- چې ښځینه خبریالانې پکې اوس کار نه کوي- بادغیس، هیلمند، دایکونډي، غزني، وردګ، نیمروز، نورستان، پکتیکا، پکتیا، سمنګان او زابل شامل دي.

د آر ایس ایف د سروې له مخې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې په افغانستان کې 2,756 ښځو له رسنیو سره د خبریالانو په توګه او په نورو برخو کې کار کاوه، خو وایي اوس یواځې 656 ښځې په دې برخه کې کار کوي.

سروې وایي په دغو ښځو کې 84.6 فیصده د طالبانو له حکومت سره کار کوي، خو وایي پاته 76.19 فیصده ښځینه خبریالانې اوس په هېواد کې کار نه کوي.

د خبریالانو دغه نړیواله ټولنه وایي د ښځینه خبریالانو د ځورونو او له کاره ګوښه کولو لپاره «د بې حیایۍ او د ټولنې د ارزښتونو خلاف عمل» غوندې تورونه تر ډېره د پلمې په توګه کارول کېږي. وایي د طالبانو دغه روایتي‌ چلند د دې سبب شوی چې ښځې په ټیلیویژنونو کې د مخ پټولو ته مجبوره شوې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG