لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زېلینسکي له اټومي بټۍ سره راکټي بریدونه نړیواله اندېښنه بللې


واشنګټن - د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د زیارت یا پنجشنبې ناوخته په خپلې ورځنۍ وینا کې وویل، په اوکراین کې د زپوریژیا په نامه د اروپا د برېښنا تر ټولې سترې اټومي بټۍ سره نېږدې روسانو بیا توغندي ویشتي.

هغه وویل، "هېچا هم له اټومي بټۍ څخه د دې لپاره کار نه دی اخیستی چې ټوله نړۍ وګواښي."

زېلینسکي وویل، "په نړۍ کې هر څوک باید په بیړه غبرګون وښيي تر څو د ژپوریژیا د برېښنا له اټومي بټۍ څخه اشغلګر وباسي. دا د نړۍ په ګټه ده نه یواځې د اوکراین اړتیا ده."

اوکراین او روس دواړه یو بل تورنوي چې له دغې اټومي بټۍ څخه راکټي بریدونه کوي.

د ملګروملتونو سرمنشي انټوني ګوټېریش په یو بیان کې ویلي، "له دغې ودانۍ څخه باید د هېڅ ډول پوځي عملیاتو لپاره کار وا نه اخېستل شي." او د دې پر ځای په تخنیکي توګه بیړنيو تړونونو ته اړتیا ده چې له دغې سیمې پوځیان ووځي او خوندیتوب یې باوري شي."

د برتانیې د دفاع وزارت استخباراتو ویلي، د کرایمیا په ساکي هوايي پوځي اډه کې د دې اونۍ په سر کې شوې چاودنې د وسلو او مهماتو د څلورو زېرمو څخه شوي.

لږ تر لږه اته الوتکې ویجاړې شوي او یا سختې زیانمنې شوي. راپور وايي، که څه هم له دغې هوايي اډې څخه خدمات ترسره کېږي خو د روس د تورې بحیرې سمندري ځواک هوايي وړتیاوې ورسره کمې شوې دي.

بل پلو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران لخوا روس ته د ډرون د ورکړې د تړون له مخې، په دې وروستیو اونیو کې روسان په ایران کې روزل شوي دي.

امریکايي چارواکو تېره میاشت ویلي وو چې واشنګټن ته داسې معلومات رسېدلي چې ایران تیاری نیسي چې روس ته څو سوه بې پیلوټه الوتکې یا ډرونونه ورکړي چې ځینې یې وسلې هم لري او د همدې موخې لپاره روسي چارواکو له ایران څخه ته سفر کړی.

دغې ادعا هغه اندېښنې راپورته کړې چې ایران په منځني ختیځ کې هم خپلو متحدینو ته ډرونونه استولي وو او اوس د اوکراین په وړاندې جګړه کې د روس ملاتړ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال دغه ادعا رد کړې وه چې په هغه کې له خپل اوکرایني سیال سره ټیلیفوني خبرې هم وې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویډینټ پټېل د ټیلیفون له لیارې خبریالانو ته وویل چې روسان ددغو ډرونونو لپاره په ایران کې روزل شوي

د یو بل راپور له مخې، د اوکراین له بندرونو څخه دوه کښتۍ د جمعې په ورځ روانې شوې دي.

د اوکراین وزیر اولېکزاندر کوبرېکوف په یو ټویټ کې ویلي، په یوې کښتۍ ۲۳۰۰۰ ټنه غله بار وه او ایتوپیا ته روانه شوې.

د جمعې په ورځ ددغو دوو کښتیو په ګډون تر اوسه پورې د اوکراین له بندرونو څخه ۱۴ په غلو دانو بار کښتۍ روانې شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG