لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمنیسټي انټرنېشنل: پاکستان دې د خلکو جبري بې درکه کول او د هغوی لپاره د احتجاج کوونکو ځورول ودروي


کوټه ــــــ د بشري حقونو لپاره کارکونکې نړيوالې ادارې ايمنسټي انټرنېشنل له پاکستانه غوښتي چې د خلکو جبري لادرکه کول، د بې درکو کسانو لپاره د احتجاج کوونکو ځورول، وېرول او پر هغوی تشدد کول دې بند کړل شي.

د پنجشنبې يا زيارت په ورځ خپور شوي د ايمنسټي انټرنېشنل په دې رپورټ کې ليکل شوي چې په پاکستان کې امنیتي ادارې د لادرکه کسانو لپاره احتجاج کوونکي ځوروي، د هغوی د احتجاجونو مخه نيسي او وخت ناوخته هغوی ته ګواښونه هم کوي.

ايمنسټي انټرنېشنل غوښتي چې پاکستان دې د دغو احتجاج کوونکو ځورول ضرور بند کړي.

د ياد تنظيم په رپورټ کې د لادرکه بلوڅانو او د پښتونخوا صوبې د لادرکه کورنيو د غړو مثالونه ورکول شوي او ليکل شوي چې د لادرکه کسانو د کورنيو غړو ته د قانوني احتجاج کولو حق نه دی ورکول شوی او د هغوی مخه نيول کېږي.

رپورټ زياتوي چې د احتجاج پر وخت پر احتجاج کوونکو د عسکرو د تشدد عکسونه او ويډيوګانې "د رياستي جبر نخښې او ثبوت دی".

له تېرو درو اوونيو څخه د کوټې پر «فياض سمبل» چوک د بلوچستان د ګورنر د کور مخته د لادرکه بلوڅانو د کورنيو د غړو احتجاجي پرلت روان دی.

پرلت کوونکي وايي د دوی خپلوان په زوره لا درکه شوي دي، دوی غواړي چې د هغوی درک دې معلوم شي او يا دې عدالت ته وړاندې کړل شي.

د پرلت ګډونوالې سايره بلوڅ وي او اې ډيوه ته وويل، د روان کال پر 13م جون يې په کراچۍ کې احتجاج کاوه چې پوليسو ورباندې سخت تشدد وکړ. وایي په کوټه کې هم د اوسني احتجاج په اوله ورځ پولیسو ورباندې تشدد وکړ او د دوی د احتجاج مخه یې ونیوله:

" دا رښتيا ده چې پر موږ سخت تشدد کېږي، په اوله ورځ چې دلته راتلو د ګورنر د کور و مخې ته، پولسيو پر موږ د لرګيو وارونه وکړل، اوښکې بهوونکی ګېس يې راباندې وپاشه، ډزې یې وکړې، له دې وجې د ماشومانو او د سپين سرو ښځو حالت لا نور خراب شو، موږ ته يې ښکنځا هم وکړې، موږ پر سړکونو د راوتلو شوق نه لرو خو د خپلو نازولو لپاره راوتلي يو".

د ورکو بلوڅانو د درک معلومولو لپاره پيل شوي پرلت ګډونوال وايي يواځې د احتجاجونو پر وخت نه بلکې له احتجاجونو پس هم دوی له بېلا بېلو لارو ځورل کيږي.

ايمنسټي انټرنېشنل په خپل رپورټ کې ويلي، جبري ورکول د بشري حقونو له نړیوال قانونه سخته سرغړونه او د نړیوالو قوانینو له مخې جرم دی.

ﺭپوﺭټ وايي د پاکستان استخباراتي ادارو په منظمه توګه د بشري حقونو کاﺭکوونکي، سیاسي فعالان، ﺯده کوونکي او خبريالان په نخښه کړي او لادرکه کړي دي.

وي او اې ډيوه د بلوچستان د داخله چارو له محکمې او د بلوچستان د وزير اعلا د کورنيو چارو له سلا کار مير ضياء لانګو سره د ټيليفون له لارې په بيا بيا رابطه وکړه خو د هغوی د نظر په اخیستلو کې بريالي نه شوو.

د ايمنسټي انټرنېشنل د تازه رپورټ په ځواب کې د پاکستان د مرکزي حکومت او پوځي ادارو دریځ د رپورټ جوړولو تر وخته مخې ته نه دی راغلی، خو تر دې وړاندې په زوره د خلکو د لا درکه کولو تورونه رد کړي او ويلي یې دي‌ چې د پاکستان ضد قوتونه د هېواد او استخباراتي ادارو د بدنامه کولو لپاره داسې تورونه پورې کوي.

په پاکستان کې د انساني حقوقو لپاره کارکوونکي تنظيم "هيومن رايټس کميشن اف پاکستان" د بلوچستان څانګې ذمه واره ايډوکېټ حبيب طاهر وي او اې ډيوه ته وويل، دوی له اولې ورځې دا خبره کوي چې په پاکستان کې په ناقانونه توګه خلک په زوره لادرکه کېږي او د هغوی لپاره احتجاج کوونکي ځورول کېږي.

حبیب طاهر وایي د خلکو د لادﺭکه کولو تر ټولو لويه ستونځه په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې ده:

"دا ښه شوه چې يوې نړيوالې ادارې هم داسې رپورټ خپور کړ، دا ډېره سنجيده مسئله ده او پکار ده چې رياست یې حل کړي او کوم څوک چې لادرکه دي هغه دې عدالت ته وړاندې کړل شي او احتجاج کونوکو ته دې د احتجاج پوره حق ورکړل شي".

ايمنسټي انټرنېشنل له حکومته غوښتي ژر تر ژره دې هغه کسان خوشي کړي چې په زوره لادرکه شوي او یا دې دغه کسان سمدستي ملکي عدالتونو ته وړاندې کړل شي، چې د هغوی د نيونې يا د لادرکۍ قانوني حېثيت څرګند شي. ﺭپوﺭټ وايي جبري ورکول باید جرم وي نه سوله ییز لاریون.

د بلوچستان د کورنيو چارو د محکمې رپورټ وایي، د لادرکه بلوڅانو لپاره کار کوږنکي تنظيم" وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز" ورته د نیژدې 1000 تنه لادرکه کسانو لسټ ورکړی وو، چې وایي په هغوی کې د صوبایي حکومت په مرسته په تېرو درېنيمو کالو کې 515 کسان بېرته موندل شوي او خپلو کورنو ته ستانه شوي دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG