لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هند او پاکستان په وېشلو کې د ژبې سياست


د پاکستان په جوړېدو کې د مذهب د نوم د استعمال سره سره اردو ژبه هم تړلې ده ځکه چې د هند په وېشلو کې دوه ژبې، يوه هندي او بله اردو هم ډېر لاس لري.

اردو نن د پاکستان او هندي د هند سرکاري ژبې دي. البته د هندوستان وتلی فلم او سندرې ليکونکی شاعر او پوهان جاويد اختر وايي دا ژبه ټول په ټوله هندي ده او هندۍ ته اردو ويل غلط دي.

د پاکستان د سر شمېرنې د ادارې د کال 2017م د شمېرو تر مخه اردو ژبه د پاکستان د 7.5% خلکو مورنۍ ژبه ده ولې ياده ژبه د ملک د ايين په اساس قامي ژبه ګرځول شوې ده.

د پاکستان سرکاري تعليمي نصاب په اردو کې دی او انګريزي ژبه د مضمون په توګه ښودل کيږي خو د پاکستان ټول سرکاري او عدالتي دستاويزات په انګرېزۍ ژبه ليکل کيږي.

د پاکستان يوازينۍ صوبه سند ده چرته چې تعليم په مورنۍ ژبه ورکول کيږي، د بلوچستان، پنجاب او پښتونخوا تعليمي نصاب په اردو کې دی البته د لسم ټولګي پورې په پښتونخوا کې پښتو ژبه په سرکاري توګه د لازمي مضمون په توګه ښودل کيږي.

د پښتونخوا د تعليم پخوانی وزير او د عوامي نيشنل ګوند په صوبايي اسمبلۍ کې د پارلماني ګوند مشر سردار حسين بابک وايي د تحريک انصاف حکومت اتلسم ترميم په غير اعلانيه توګه رول بيک کړی نو ځکه پښتو اوس د لازمي مضمون حيثيت بايللی دی.

د تحريک انصاف د حکومت چارواکو ته لاس رسی ونه شو چې په دې اړه د حکومت دريځ واضح کړي. البته وړاندې د تحريک انصاف د پښتونخوا صوبې پخواني وزير اعلا پروېز خټک ويلي وو څوک چې په پښتو ژبه کې د تعليم خبره کوي لکه د ده په مغزو کې چې ډز کوي.

د هندوستان په پنجاب صوبه کې پنجابي يو لازمي مضمون دی چې ځايي حکومت يې په کال 2021م کې د صوبې نه قانون منظور کړی دی.

مورنۍ ژبه ضروري ده؟ ملګري ملتونه، بنګله ديشي او پښتانه تعليم پوهان څه وايي:

د ملګرو ملتونو يونېسکو ادارې هر کال 21مه د فرورۍ د مورنيو ژبو ورځ ګرځولې ده او دا هم د اردو او بنګالۍ ژبې د تنازعې په ترڅ کې رامنځ ته شوې کله چې د بنګله دېش په غوښتنه ملګرو ملتونو په کال 1999 کې پرېکړه وکړه چې ياده ورځ دې د مورنو ژبو په نوم ولمانځل شي.

د ډهاکه پوهنتون استاد او ژبپوهه ډاکټر فخر عالم وایي په کال 1947 کې د هند د تقسيم نه وروسته بنګاليانو ته احساس وشو چې د نوي جوړ شوي ملک پاکستان قامي ژبه به بنګالي نه بلکې اردو وي که هر څو هم بنګالي د هغه وخت د ناتقسيم شوي پاکستان د اکثريت ابادۍ ژبه وه.

ښاغلی عالم وايي “محمد علي جناح په کال 1948 کې د هغه وخت مشرقي پاکستان (بنګله ديش) ته راغلی و او ډېر په رڼو ټکو کې يې ويلي وو چې بله کومه يوه ژبه نه بلکې يوازې اردو به قامي ژبه وي. په دې په ډهاکه کې احتجاج پيل شو چې د سياسي ګوندونو سره سره پکې د پوهنتون زده کوونکي پسر کې وو. شېخ مجيب الرحمان نوی نوی سياست ته راغلی و”

ډاکټر فخر عالم وايي څنګه چې د پاکستان د هغه وخت چارواکي خواجه ناظم الدين په کال 1951 کې اعلان وکړو چې اردو به د پاکستان قامي ژبه وي نو په کال 1952 کې د ډهاکه پوهنتون د زده کوونکو جلسې جلوسونه پيل شول چې پوليسو پرې ډزې وکړې او د احتجاج کونکو وژنې پکې وشوې.

هغه وايي “دا وژنې په اصل کې د پاکستان د ختمېدو پيل ؤ. دې مونږ ته احساس راکړو چې بايد خپل ملک او خپله ژبه ولرو”.

ډاکټر سهيل خان چې په عبدالولي خان پوهنتون مردان کې د پښتو ژبې او د تعليم د څانګې استاد او ژبپوهه دی وايي “مورنۍ ژبه ځکه اړينه ده چې دا يوازې د معلوماتو، اطلاعاتو او تعليم نوم نه دی بلکې د زده کړې نوم دی"

دنوموړي په وینا "تعليم په رويه کې بدلون ته وايي او په پردۍ ژبه رويه نه بدليږي. په مورنۍ ژبه پېغام د بچي مغزو ته رسي ګني چې په پردۍ ژبه شي بيا په لاره کې ګډ وډ شي. ته ګوره خوب هم سړی په مورنۍ ژبه کې ويني ځکه دا د مور او ورسره د تېر شوي وړوکوالي ياداښتونه وي”

سهيل خان وايي “زما د تحقيق په بنياد وايم چې د نړۍ 75% ايجادات هغه هېوادونو کړي چې تعليم يې په مورنۍ ژبه دی. باچا خان که ډېر کتابونه نه وو لوستلي خو د ټولنې مشاهده يې ډېره ژوره وه. هغه هند او عرب ملکونو او د دې ژبو سره ډېر نزدې پاتې و نو ځکه يې په ازاد سکولونو کې د ښودنې ژبه پښتو وه. د مورنۍ ژبې بدل نشته”

يو بل استاد او د مورنۍ ژبو پلوي چې پخپله د پېښور ايډورډز کالج د انګرېزۍ څانګې مشر دی ډاکټر ګلزار جلال يوسفزی وايي “ په برصغير کې د لارډ ميکالی د پرېکړې وروستi چې انګريزي يې د نصاب ژبه کړه نو ځايي خلک بې علمه پاتې شو.

هغه وایي "د خلکو نه خپل کلتور، ژبه او خاوره ځکه هېره شوه چې پوهه يې د مورنۍ ژبې نه بلې ژبې ته واوړېده. او دا ځکه وو چې د انګرېز مقصد تعليم ورکول نه بلکې ځانله داسې کلاس تيارول وو چې ورسره د رابطې په ژبه پوهيږي”

ښاغلی يوسفزی وايي انګرېز چې په هند د 200 کاله راج نه وروسته تللو نو په ټول برصغير کې 16% سړي او 8% ښځې تعليم يافته وې او ددې نه اندازه لګول ګران نه دي چې هغوی دلته څه کړي دي.

ډاکټر ګلزار وايي د پاکستان د سر شمېرنې د ادارې د شمارو تر مخه 48% خلک پنجابي وايي او په دويم کتار کې ورپسې پښتو ده چې 14% خلک يې وايي.

دهغه په وینا "د هند د تقسيم دوه نعرې وې، يوه د مذهب او بله د اردو ژبې. اردو ژبې خو نه مذهب او خلک يو کړل او نه يې ملک. خالد بن سعيد په خپل کتاب "دي پولېټيکل سېسټم اف پاکستان" کې ليکي چې په پاکستان کې څومره خلک اوسيږي د هغوی خپلې ژبې او کلتور دومره مضبوط دي چې هيڅوک يې د منځه وړلی نه شي”

د اردو او هندي ژبو تنازعه، د هند په ویش او د پاکستان په ماتېدو کې د اردو ونډه:

تاريخ پوهان وايي د اردو ژبې پيل د مغليه دور برخه ګڼل کيږي ځکه چې د بيلا بيلو ژبو خلک يې په پوځ کې لرل او دغه رنګ د دوی تر منځ د شريکې ژبې بنياد کېښودل شو.

خو د مغل امپراتورۍ د زوال وروسته انګرېز ددې روزنه وکړه ځکه د انګرېز په پوځ کې هم د بيلا بيلو ژبو خلک وو چې دوی ورته يوه خو په دې اړتيا لرله چې سره په رابطه کې وي او په بله يې د فارسۍ نه هم ځايي خلک لرې باسل چې ورسره د مسلمانې بادشاهۍ تاريخ تړلی و.

د دې د پاره د علي ګړ پوهنتون د اردو ژبې تحريک او د پاکستان جوړېدل او د ياد پوهنتون د جوړونکي سر سيد احمد خان نوم او د هغه تحريک د ال انډيا مسلم ليګ او تحريک پاکستان د پاره په سر کې ياديږي.

د اردو او هندۍ ژبو شخړه په کال 1867 کې راپورته شوه کله چې انګرېز د متحده صوبو/ولايتونو لکه د اوتر پرديش او بهار ايالاتونو د هندو اکثريت په غوښتنه دې منلو ته تيار شو چې د فارسۍ او عربۍ ليک دود دېو ناګري ته واړوي نو سر سيد احمد خان يې سخت مخالفت وکړو.

د تاريخ پوهانو په نظر سر سيد احمد خان د دې په غبرګون کې وويل چې لکه د مغلو جوړه کړې اردو ژبه د مسلمانانو پېژندګلو ده ځکه چې د مغل په دربار کې په اخره کې د فارسۍ وروسته دويمه درباري ژبه اردو وه.

د سر سيد احمد خان دې متنازعه ليکنو ډېر غبرګون هم راولاړ کړو چې اردو يې د هند د اشرافو او د ټولنې د سپېڅلو خلکو ژبه او هندي يې د بې حيا خلکو ژبه ياده کړه.

تر دې وروسته هندي پوهانو غوښتنه وکړه چې هندي بايد سرکاري ژبه ومنل شي او په سر سيد احمد خان ډېر اعتراضونه وشول چې ياد تن په هند کې د اقليت مسلمانانو د بيا اقتدار خوبونه ويني.

دوه قامي نظريه او د اردو ژبه:

کله چې ال انډيا مسلم ليګ او جماعت اسلامي د پاکستان جوړېدل او د اردو ژبې تحفظ د مسلمانانو تحفظ وبللو نو ورسره دا نظريه هم منځ ته راغله چې هندو او مسلمان دوه بيل بيل قامونه دي. مولانا ابوالعلی مودودي هم د اردو ژبې کلک پلوي و.

ولې د پاکستان د جوړېدو وروستi اردو ژبه د پاکستان د وګړو تر منځ د شخړې سوب شوه ځکه چې بنګاليانو ويل که د اکثريت ژبه جمهوريت وي بايد بنګالي سرکاري ژبه وګرځي.

په مشرقي پاکستان کې د محمد علي جناح د وينا او د خواجه ناظم الدين د پرېکړې وروسته سياسي اړی ګړی جوړ شو او ايسټ پاکستان عوامي ليګ په عوامي ليګ ونومول شو چې شېخ مجيب الرحمان د نورو نوموړو بنګاليانو مشرانو په ملاتړ په کال 1949 کې په رسمي توګه بنګالي ژبه د پاکستان د رياستي ژبې د منلو غوښتنه وکړه.

د ژبې تحريک پيل شو او په کال 1952 کې د ډهاکه پوهنتون د زده کونکو او نورو دانشورانو په وژنه يې نور هم زور وموندلو چې په اخر کې د کال 1971 د جګړې وروسته د پاکستان نزدې 93,000 پوځيانو هندي ځواکونو او بنګالي ولس ته وسله په مزکه کېښوه او د بنګله ديش د ازادۍ اعلان وشو.

بنګاليان دعوه کوي نزدې درې ميلونه خلک يې د پاکستان پوځ او د مشرقي پاکستان د جماعت اسلامي د غړو په لاس وژل شوي.

XS
SM
MD
LG