په خېبرپښتونخوا کې د پوليو ضد څاڅکو ورکولو کمپاين د پرون راهسې پېل شوي، په بنو، لکي مروت، ټانک، ډېره اسماعيل خان، شمالي او جنوبي وزیرستان کې به د پينځه کالو نه کم عمر ماشومانو ته څاڅکي ورکول کيږي.
پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ [15 اګست] د کمپاين د پرانستې په مهال پېښور کې یوې دستورې ته په وېنا کې د خېبرپښتونخوا د صحت او خزانې وزير تيمور سليم جګړا وویل، په شمالي وزيرستان او لکي مروت کې د پوليو پېښې مخې ته راتلل په کمپاينونو کې نيمګړتیاوې په ګوته کوي او دا به پوره کول وي.
خېبرپښتونخوا کې دا کمپاين په داسې حال کې کيږي چې سږ کال [په 2022] کې په پاکستان کې تراوسه پورې د پوليو 14 پېښې رپورټ شوې 13 په شمالي وزیرستان کې او په لکي مروت کې.
تیمور جګړا ويلي، په جنوبي ضلعو کې پېل کړی شوی کمپاين به د 15 اګست نه تر 24 اګست پورې روان وي او په پاتې ضلعو کې به دوېم کمپاين د 22 اګست نه تر نه تر 26 اګست پورې وي.
د پوليو پروګرام دپاره د صحت د محکمې چارواکو ویلي په دې لومړي پړاو کمپاين کې به د 72 لکه نه زياتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږی 25000 ټيمونه جوړ کړی شوي او پولیس او پوځ به ورسره د ساتنې په ډیوټۍ وي.
پرون د پاکستان په غټ صنعتي ښار کراچۍ او ورسره حېدر اباد ډويژن کې هم د پولیو ضد څاڅکو کمپاين پېل کړی شوی دی.
په کراچۍ کې د پوليو ضد څاڅکو ورکولو د کمپاين د پرانستې په مهال د سيند صوبې وزيراعلا مراد علي شاه وويل په وزیرستان کې د پېښو مخې ته راتلو وروسته دوی صوبې ته د راتګ په لارو د څار عمل نور پیاوړی کړی دی.
روانه مياشت د پاکستان د صحت د وزارت ترمخه د خېبرپښتونخوا په بنو، نوښار، سوات او پېښور کې د پوليو مثبتې نمونې ترلاسه شوي او ورسره د پنجاب صوبې په لاهور، راولپنډۍ او اسلام اباد کې هم دغه ډول مثبتې نمونې مالومې شوي دي.
د روان کال مې په مياشت کې په افريقايي هېواد موزمبيق کې د پوليو پېښه مخې ته راغلې او ويل شوي وو دغه وايرس چې کوم ماشوم ته لګېدلي دا وايرس په کال 2019 کې په پاکستان کې موجود وو.
د اې پي خبري ادارې ترمخه د يادې پېښې مخې ته راتلو وروسته په موزمبيق کې د پوليو وايرس خورېدو ویل شوي وو.
په سويلي افريقايي هیواد موزمبيق کې چې د کال 1992 نه وروسته د پوليو لومړۍ پېښه مخې ته راغلې دا په افريقا کې دوېمه پېښه ده چې مالومه شوې ده له دې وړاندې د فرورۍ په نيمايۍ کې په ملاوي کې يوه پېښه رپورټ شوې وه.