لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ملتان، سکهر موټروې د بس اؤ‌ ټانکر جنګېدو پېښه کې 20 مسافر مړه شوي دي


دپاکستان دپنجاب ایلات دملتان سیمې څخه دسیند ایالت سکهر سیمې ته په غځيدلې موټروى دمسافرو يو بس دتيلو دټانکر سره ټکر شوی چې له امله یې 20 کسان مړه شويدي او 6 نور ژوبل شويدي.

دملتان ډپټي کمشنر طاهر وټو دې لړ کې په يو بيان کې پخلى کړيدى چې په موټروى دجلال پور پيروالا انټرچينج سره نزدې دلاهور نه کراچۍ ته روان دمسافرو يو بس دتيلو دټانکر سره جنګيدلى دى چې له امله يې اور لګيدلى او 20 کسان په موقعه مړه شوي دي.

دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف اؤ صدر عارف علوي په دې پېښه دغم اؤ خفګان څرګندونه کړې اؤ په پېښه کې د مړو شوؤ کسانو دمغفرت اؤ د ژوبلو تنانو د زر رغیدو ددعا ترڅنګ یې اړونده چارواکو ته هدایت کړی چې د ژوبلو کسانو د غوره درملنې خیال باید وساتل شي.

پېښه کې ژوبل شوي کسان دعلاج لپاره دملتان نشتر هسپتال ته وړل شوي دي اؤ دملتان ډپټي کمشنر ویلي نشتر هسپتال او دجلالپور په طبي مرکزنو کې بېړنی حالت پرځائ کړل شوی دی.

دملتان کمشنر عامر خټک په يو ټويټ کې ویلي چې پېښه سحر څلور بجې مخې ته راغلې ده، دپېښې له امله بس او دتيلو ټانکر په پشپړ ډول سوځيدلي دي.

ډپټي کمشنر ويلي دمړو شوو مسافرو پيژندګلو او دهغوي درشته دارو لټون پيل کړى شوی دى، دمړو پيژندګلو لپاره دهغوئ ډي اين اى ټيسټونه پيل کړل شوي دي.

دپېښې وروستو امدادي ډلې دپېښې ځايې ته رسيدلي او ژوبل شوي کسان يې دعلاج لپاره هسپتال ته رسولي دي.

پاکستاني رسنیو دموټروى د پوليسو د وياند له خولې ویلي دتيلو په ټانکر کې په زرګونو ليټره پيټرول موجود وؤ اؤ‌په ظاهره دغه پېښه دسفر په مهال دبس دډرايور د اوده کيدو له امله مخې ته راغلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG