لاس رسیدونکی لینک

 
امریکا وایي د افغانستان بېنک د درې نیم ارب ډالرو شتمنۍ د ازادېدو څه پلان نه لري
تازه خبر

امریکا وایي د افغانستان بېنک د درې نیم ارب ډالرو شتمنۍ د ازادېدو څه پلان نه لري


واشنګټن ـــــ د امریکې حکومت وایي په داسې وخت کې چې طالبانو د القاعده ډلې مشر ته پناه ورکړې وه داسې څه پلانونه نه لري چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د مرکزي بېنک درې نیم اربه ډالرو کنګل کړې شتمني ازاده کړي، خو وایي داسې لارې به لټوي چې د دې هېواد له خلکو سره مخامخ بشري مرستې وکړي.

د افغانستان د مرکزي بېنک شاوخوا اووه اربه ډالره شتمني چې امریکې د تېر کال د اګست پر 15مه پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته کنګل کړې وه د یو کال تر تېرېدو وروسته یې هم لا بنده ساتلې ده.

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس د ګل- دوشنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې یوې خبري غونډې ته وویل، په نیژدې وخت کې په افغان مرکزي بېنک کې د پیسو جمع کولو څه پلان نه لري.

نیډ پرایس وایي‌ امریکا باور نه لري چې افغانستان بېنک به دغه شتمني په هوښیارۍ سره وکاروي او د ترهګرو لاس ته به نه لوېږي:

"پر افغان خاوره د ایمن‌ الظواهري موجودیت هغه هم په داسې وخت چې د حقاني شبکې مشران ترې خبر وو، هغه ژورې اندېښنې لا پیاوړې کوي چې موږ یې د امکان په توګه د ترهګرو ډلو لاس ته د دې پیسو د لوېدو په اړه لرو".

د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ وال سټریټ جرنل ورځپاڼې ته د ګل- دوشنبې په ورځ ویلي امریکا د داسې لارو چارو په لټه کې ده چې په وسیله یې په امریکا کې د 3.5 اربه ډالرو ګټه یواځې د افغانستان خلکو ته ورسېږي او ترهګرې ډلې او نور ترې برخمن نه ‌شي.

د جولای په وروستیو کې امریکې او طالبانو په ازبکستان کې د افغانستان په اړه نړیوال کانفرنس په ترڅ کې د دغې شتمنۍ په اړه ناستې وکړې او تمه وه چې د دې شتمنۍ د ازادېدو لارې چارې به ولټول شي، خو په کابل کې د القاعده د مشر وژل کېدو دغه امکان بیرته ختم کړ.

طالبانو لا د افغانستان بېنک د شتمنۍ د نه ازادېدو په اړه د امریکې د حکومت تازه څرګندونو ته څه رسمي جواب نه دی ویلی، خو په تېر یو کال کې یې په وار- وار په ټینګار سره غوښتنه کړې چې دغه شتمني دې ازاده کړل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پرون د خپلې واکمنۍ د یو کال د پوره کېدو په اړه په کابل کې یوې غونډې ته یو ځل بیا وویل، د افغانستان خاوره به د هیڅ بل هېواد په ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي:

"موږ له دنیا سره مثبتې او ښې اړیکې غواړو، د افغانستان خاوره به د چا په ضد نه استعمالېږي پر دې خبره کلک ولاړ یو، له نړیوالو مو هم دا غوښتنه ده چې تا پرون په پینځوسو هېوادونو په میلیاردونو ډالرو نه د داعش مخه نیولای شوای او نه دې امنیت راوستلای شوای خو نن همکاري خو پرېږده بندیزونه هم لګوې".

امیر خان متقي یا د طالبانو د حکومت بل کوم مشر د خپلې واکمنۍ په کلیزه کې هم په کابل کې د ایمن اظواهري د موجودیت په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې طالبانو ویلي وو چې په کابل کې د هغه د اوسېدو په اړه معلومات نه لري او په دې اړه به پلټنې کوي.

امریکې چې کال وړاندې د افغانستان بېنک دغه شتمني کنګل کړه په لومړیو کې یې پرله پسې له ازادولو انکار کاوه، خو ولسمشر جوبایډن په تېره فرورۍ میاشت کې په خپل یو فرمان کې ویلي وو، د دې شتمنۍ نیمایي برخه یعنې درې نیم اربه ډالر به له افغانستان د بشري مرستو لپاره ازادې کړي.

صدر بایډن ویلي وو چې پاته نورې درې نیم اربه ډالره به په امریکا کې د یوولسم ستمبر په پېښه کې د وژل شویو کسانو پر کورنیو ووېشل شي، خو طالبانو او نورو افغان سیاستوالو د دې کلک مخالفت کړی وو.

د افغانستان د تېر حکومت د ملي امنیت شورا مخکیني سلاکار حمدالله محب وي او اې ته په تازه مرکه کې ویلي، طالبانو د القاعده شبکې او له نورو "ترهګرو ډلو سره د خپلو اړیکو په هکله درواغ ویلي" او زیاته کړې یې ده چې په امریکا کې کنګل شوې شتمنۍ د طالبانو یا بل چا حق نه دی چې استعمال یې کړي.

حمدالله محب وایي، "له افغان ولس سره د مرستې لپاره بېلابېلې لارې شته خو که دا شتمنۍ طالبانو ته په یوه یا بله لار ورکړل شي د هغوي حکومت به لا قوي شي".

د وي او اې د رپوټ له مخې د افغانستان مرکزي بېنک دې پیسو ته په دې خاطر اړتیا لري چې هم په هېواد کې د ګرانۍ او هم د اقتصادي د بحران مخه ونیسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG