لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا د افغانستان په سر د پاکستان او امریکا اړیکې ټکنۍ شوې؟


واشنګټن- افغانستان او پاکستان د تاوژنو اړیکو اوږد تاریخ لري. دا اړیکې پر پنځو لویو مسایلو څرخي، د واکمنۍ یا حاکمیت پر سر اندېښنې، امنیتي ګټې، جیو پولیټیکل ډاینامکس او همداراز د دواړو هېوادونو تر منځ د پرتو پولو په سر اړیکې او تجارت. دا هغه مهم نکات دي چې په افغانستان او سیمې کې د ثبات راتلونکي امکانات جوړولی شي.

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاذ خورشيد خان وي او ای ډيوه ته وویل چې پاکستان خپله بهرنۍ تګلاره د خپل هېواد ځینو مجبوریتونو په ترڅ کې جوړوي.

"پاکستان جیو سټراټیک مجبوریانې لري. که د پاکستان جوړښت ته وکتل شي هغه ځکه چې پاکستان یو ډير تنګ او اوږد هېواد دی. همداراز سرحدونه یې محفوظه نه دي ځکه چې د مختلفه سېولایزېشنز سره بې پولې دي. دوو هېوادونو چې اړیکې پولې شریکې دي هغه افغانستان او هند دی چې د دواړو سره یې اړیکې ښيې نه دي."

پاکستان له تیرو دریو لسیزو څخه د زیاتې مودې راهسې د افغانستان په وړاندې د امریکا او نورې نړۍ په پرتله مرکزي رول لوبوي. خو دغه رول ته یې د افغانانو په ګډون، امریکا او نورې غربي‌ نړۍ لخوا د شک په سترګه کتل شوي. د پاکستان پارلمان کې پخوانی سنېټر او د ملي جمهوري غورځنګ یو مشر افراسیاب خټک د پاکستان په رول سختې نیوکې کوي.
ښاغلی خټک وايي " پاکستان د افغان هویت کمزورولو لپاره په خپله خاوره داسې ډله وروزله چې هغه د افغانستان د تاریخ نه خبر نه دي. دوي کې ۹۹٪ خلکو یې درې ژبه نه ده زده، کوم چې د افغانستان یوه ملي ژبه ده، دوي‌ احمد شاه ابدالي‌ نه پیژني، دوي امان الله خان نه پیژني او داسې نور د افغانستان قهرمانان لکه وزیر اکبر خان نه پیژني. نو کله چې د طالبانو جنبش راپيدا شو پاکستان خپل کړو. او اوس د پاکستان سټراټیژي دا ده چې پر افغانستان حاکمه اوسي‌ او د طالبانو له لارې یې اشغال کړو."
امریکايي څېړونکي دا مهال د امریکا او پاکستان اړیکې د افغانستان په سر څنګه ارزوئ؟ کله چې ډیوې دا پوښتنه د وډرو ویلسن څیړنیز مرکز د اسیا د څانګې مرستیال مشر مایکل کوګلمېن څخه وکړه نو هغه د پاکستان او امریکې ترمنځ سیاسي اړیکو په اړه وویل:

"کله چې مونږ د امریکې پاکستان او افغانستان مثلث وینو یا درې اړخېزه اړیکو ته یې ګورو نو زمونږ په ذهن کې د امریکې او پاکستان تر منځ د تاوژنو اړیکو یو تصویر جوړیږي، خو د دغو هېوادونو اړیکې ډیرې مشهورې په دې دي چې امریکې او پاکستان د سوړ جنګ راهسې ملګرتیا او اتحاد دی چېرې چې دواړو هېوادونو د کمونیزم پر ضد یو ځای جګړه کوله چې شوروي اتحاد له افغانستانه وباسي. او بیا د سپټمبر ۱۱مې پیښې وروسته پاکستان او امریکې د بلې ملګرتیا تړون وکړ چې په افغانستان کې به د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کوي. خو په تېرو کلونو کې د دواړو ترمنځ اړیکې ډيرې خرابې وې ځکه چې پاکستان ترهګرې ډلې خوندي ساتلې او ورسره یې مرسته کول."

ښاغلی کوګلمېن زیاتوي چې که د امریکې او پاکستان راتلونکي اړیکو ته کتنه وشي نو اوس د افغانستان په برخه کې امریکا پاکستان ته اړتیا نه لري ځکه چې پخوا به امریکا پاکستان ته ضرورت لرلو چې په افغانستان کې خپلو اهدافو ته ورسي خو اوس امریکا نیغ په نیغه طالبانو سره اړیکې لري‌ او په وروستیو کې قطر د امریکې په نماینده ګي د منځګړي رول مخې ته وړي.

څیړونکي وايي امریکې سره د پاکستان دوه مخیزه پالیسۍ د دې سبب ګرځېدلې چې امریکا په راتلونکي سیاسي‌ اړیکو کې پر پاکستان تکیه و نه کړي.

په پاکستان تور دی چې په تیرو څو لسیزو کې په خيل هېواد دننه ترهګرو ته پټنځایونه ورکول او ان تر دې چې ترهګر یې روزل. خو پاکستان تل دغه تورونه ردوي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG