په امریکا کې د ریپبلیکن ګوند سنېټر لینډسي ګراهم ویلي، "دا امکان شته چې د افغانستان څخه په امريکا او د امریکا په اتحاديانو بريد وشي".
نوموړي د فوکس نيوز سره په خبرو کې ویلي، "د افغانستان نه د پوځ ويستلو پرېکړه د پوځ د مشورې خلاف وه".
نوموړي د افغانستان څخه په امریکا او اتحاديانو يې د برید د امکان خبره کړې او زیاته کړې يې ده "امریکا يوه جګړه ختمه کړې نه ده بله يې پېل کړې ده" او صدر جوبايډن د افغانستان څخه د وتلو پرېکړپه تادۍ کې کړې ده.
د لينډسی ګراهم د افغانستان څخه د بايډن په تادۍ د پوځ ویستلو بيان ته که د صدر جوبايډن انتظامیې سمدستي کوم غبرګون نه دی ښودلی خو د جوبايډن انتظاميې تل د دغه پرېکړې دفاع کړې او دا دریځ يې خپل کړی چې په دغه ګام اخستو سره د امریکې د تاريخ اوږده جګړه پای ته رسول شوې ده.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د یو کال په پوره کېدو ګراهم ويلي، "د افغانستان څخه د وتلو دپاره شرطونه وو طالبانو دغه شرطونه نه دي پوره کړي".
د نوموړي په خبره، "په افغانستان کې د القاعده روزنیز/ تربيتي مرکزونه بیا جوړيږي او د افغانستان څخه د ماتې پولې [ميکسيکو] د لارې ترهګري امريکا ته رسېدلی شي".
د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د امريکې د پلټنو د وفاقي ادارې اېف بي ای مشر کرسټوفر رې هم اندېښنې څرګندې کړي او ويلي يې وو القاعده، داعش خراسان ډله او د هغوي ملګري په امريکا کې په لويه کچه د ترهګرۍ اراده لري.
په سېنټ کې د يوې پوښتنې په ځواب کې چې آيا که موقع په لاس ورغله نو القاعده يا داعش به په امريکا کې بريدونه وکړي، ډاېرېکټر رې ويلي وو، "بېخي به ترې مخ وا نه ړوي".
نوموړي زياته کړې القاعده نن د خپلو مشرانو د وژل کېدلو وروسته په نړيواله کچه د خپلو ملګرو په بهرتي کولو اخته ده او په افريقه او يو شمېر نورو سيمو کې په وړه کچه د خپلو ملګرو ملاتړ کوي.
ريپبلکن سېنېټر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په وروستیو کې امریکې په کابل کې د ډرون د لارې د القاعده مشر ايمن الظواهري په ډرون بريد کې وژلی دی.
د امریکايي صدر جوبايډن لخوا د ايمن الظواهري د وژلو د اعلان څلور ورځې وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي،
"په کابل کې چې کوم هوايي برید شوی او د امريکې صدر جوبايډن دعوه کړې وه چې د القاعده مشر ايمن الظواهري يې پکې په نخښه کړی، د طالبانو حکومت د ايمن الظواهري د راتګ او د اوسېدو په اړه هيڅ معلومات نه لري".
د طالبانو حکومت تکرار کړې وه چې د افغانستان د خاورې څخه د امریکا په شمول هيچا ته خطر نشته، طالبان د دوحې هوکړې عملي کول غواړي.