واشنګټن – په هند کې د هغو یولسو کسانو د خوشې کېدو له امله چې په ډلیز جنسي تېري او قتل په عمر قید سزا محکوم شوي وو احتجاجونه راپارېدلي.
د جنسي تیري قربانیانو له حکومت څخه غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او زیاتوي، چې له دې کار سره دوی په عدلیې باندې بې باوره شوي.
په مېرمن بېلکن بانو او د هغې په کورنۍ باندې برید تر ټولو ظالمانه و کوم چې په لویدیځ ایالت ګوجرات کې د لاریونونو پر وخت دوه لسیزې مخکې ترسره شوی وو.
هغه مهال نوموړې د پنځو میاشتو ماشوم په ګېډه وو او په ډلیزه توګه پرې جنسي تیری وشو.
د هغې د کورنۍ اوه نور غړي چې د هغې یوه درې کلنه لور هم پکې وه ووژل شول.
یولس محکوم شوي کسان د ګل یا دوشنبې په ورځ د کوجرات له زندان څخه وروسته له هاغې خوشې کړای شول کله چې ایالتي حکومت د هغوی د سزا د کموالي درخواست منظور کړ.
د هغوی ازادېدل د هندوستان د خپلواکۍ له ورځې سره په یوې ورځ ترسره شول.
مسلمانه مېرنه بانو چې اوس د خپل عمر په څلوېښت کلنۍ کې ده د کوجرات له حکومت څخه غوښتي دي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او هغې ته خپل هغه حق ورکړي چې له وېرې پرته په سوله کې ژوند وکړي.
په دغه ایالت کې د هندوستان د نشلیسټ بهاراتیا جناتا پارټي حکومت دی.
مېرمن بانو د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، "کله چې ما واورېدل چې هغه یولس تنه چې زما کورنۍ او ژوند یې له منځه وړی خوشې کړای شوي دي، ما د خبرو هېڅ نه لرل. زه تر اوسه بې حسه یم."
هغې وړاندې ویلي، "څنګه د یوې مېرمنې لپاره عدالت داسې پای مومي؟ ما په خپله خاوره تر ټولو په لویو محکمو باور وکړ. ما په سیستم باور وکړ. ما ورو ورو له هغې ضربې وروسته ژوند پیل کړ. خو د محکومو خلکو خوشې کېدو زما ارامي له منځه یوړه او په عدلیې باندې یې زما باور ټکنی کړ."
هغې زیاته کړه، "مهرباني وکړئ دا دردونکې پرېکړه بېرته واخلئ."
مېرمن بانو وویل، چارواکو له دې سره مخکې له دې چې "دومره لویه او غیر عادلانه پرېکړه وکړي له هغې سره اړیکه نه ده نیولې."
په مېرمن بانو او ډلیز جنسي تیری او د هغې د کورنۍ د غړو وژل په کوجرات کې د هغو خونړي تاوتریخوالي یوه وېرونکي او زړه بوږنونکې پېښه ده کومه چې په ۲۰۰۲ کې په ګودوازه کې د مسافرو په یوې اورګاډي کې د اور لګېدو په پېښه کې ۶۰ هندي ناظرین مړه شوي وو.
هندوانو دغه پېښه په مسلمانانو وتپله چې له امله یې قهرجنو هندوانو په مسلمانانو باندې برید وکړ.
په دغه تاوتریخوالي کې تر زرو زیات کسان چې اکثره یې مسلمانان وو ووژل شول او دا هغه مهال وشوه کله چې د هندوستان اوسنۍ وزیر اعظم نریندرا مودي د ګوجرات وزیر اعلی وو.
ناقدین په هغه نیوکې کوي چې ددغه تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره یې کافي څه نه وه کړي خو په ۲۰۱۳ کال کې سترې محکمې وویل، چې د ښاغلي مودي په وړاندې کافي ثبوتونه نشته.
مېرمن بانو ته د انصاف ورکول اسانه خبره نه وه، ځکه داسې هڅې کېدې چې شواهد له منځه ولاړ شي او بیا د تورنو کسانو محکمه له ګوجرات څخه ممبی ته انتقال شوه تر څو هغه هلته په خوندي توګه انصاف ومومي.
یواځې دا خبره نه ده چې ۱۱ محکوم مجرمان خوشې کړای شوي دي بلکه دا خبره هم ده چې له زندان څخه د باندې د هغوی هرکلی هم کېږي.
په ټولنیزو رسنیو باندې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د هغوی خپلوان هغوی ته خواږه ورکوي او د هغوی پښو ته غورځي، هغه رواج چې په هند کې یې خلک د درناوي لپاره کوي.
د ګوجرات یو لوړ پوړي چارواکي راج کومار انډین اکسپریس ورځپاڼې ته ویلي، چې محکوم کسان ځکه خوشې کړای شوي دي ځکه هغوی په زندان کې ۱۴ کاله پوره کړل او بیا یوه کمېټه وټاکل شوه چې په زندان کې د هغوی چلند او عمر ته په کتلو دا پرېکړه وکړي
خو د هند ګڼو لوړ پوړو وکیلانو انډین ټي وي ته ویلي، چې د هغوی خوشې کول د فدرالي لارښونو پرضد شوي ځکه په جنسي تیري او قتل محکوم کسانو ته سزا نشي کمېدای بکله باید د ټول عمر لپاره په زندان کې پاتې شي.
فعالانو په دې پرېکړې نیوکې کړي او دا یې په هند کې د لږکیو مسلمانانو پرضد له تبعیض څخه ډکه پرېکړه بللې.
په لسګونو مېرمنو په نوي ډلي کې هم ددغو محکومو کسانو د خوشې کېدو پرضد لاریونونه کړي.
د مخالف سیاسي ګوند مشر راهول ګاندي ویلي، چې له دې اقدام سره به د هند ښځو ته څه پیغام رسېږي؟
هغه د نریندرا مودي د ازادۍ د ورځې په مناسبت هغې وینا ته اشاره کړې په کومه کې چې هغه ښځو ته د واک ورکولو خبره کوي او وايي داسې څه باید ونشي چې د هغوی عزت ته زیان ورسېږي.
ګاندي ویلي، "ټول هېواد ستا د وینا او کړنو ترمنځ توپیر ویني."