لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا، جرمني، برتانیه، فنلېنډ، سویډن او اسټریلیا کې د پښتون ژغورنې غورځنگ په ملاتړ کې لاریونونه


نن په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنگ د جلسې په ملاتړ کې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې هم لاریونونه وشول. په دې هېوادونو کې د امریکا د سر ښار واشنگټن نه علاوه په جرمني، برطانیه، فن لېنډ، سویډن او اسټریلیا کې هم مظاهرې وشوې.

د امرېکې په سر ښار واشنگټن کې د صدر د استوگن ځای وایټ هاؤس په وړاندې پښتنو مظاهره چیانو د نړیوالو څخه وغوښتل چې په پاکستان کې په پښتنو باندې د ریاستي ظلمونو په حق کې دې غږ پورته کړي.

په واشنگټن کې لاریون ته د پي ټي ایم یو مشر محسن داوړ د ټليفون په ليکه وویل:

" پاکستان ریاست په پښتنو تل ظلم کړی دی" هغه وویل دويي خوشحاله دی چې نن د پي ټي ایم په غږ نه یواځې دا چې په پاکستان بلکې په ټوله نړۍ کې پښتانه راوچت شول.

د جرمني په کولن ښار کې گڼ شمېر پښتنو د مظاهرې په مهال د پښتون ژغورنې غورځنگ د مشرانو سره اوږه په اوږه د ودرېدلو اعلان وکړلو او ویې ویل چې تر څو پاکستان ریاست د پښتنو غوښتنې منلې نه وي دويي به په نړیوال کچ غږ پورته کوي.

د جرمني څخه اذاد خبریال نور باچا وي او ای ډیوه ته وویل:
"په لاريون کې گډون کونکيو پښتنو په لاسونو کې پمپليټونه او بينرونه نيولی وو او په وطن کې روان کړکيچ په اړه يې تقريرونه کول او نعرې یې وهلې"

( په جرمني کې د مظاهرې دغه ویډیو ازاد خبریال نور باچا په وټس اپ شریکه کړېده )

په جرمني کې د پښتون تحفظ مومینټ په ملاتړ کې لاریون
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:05 0:00


په عکسونو کې لیدل کیږي چې په دغه پمپلټونو او بينرونه ليکل شوي دي په پاکستان کې دې پښتنو ته د پرامن ژوند ضمانت ورکړل شي.

ښاغلي باچا وویل په دغه اړه لاريون ته د سويډن څخه په سړک د اته ساعته مزل روسته يو پښتون رسیدلی وو.

د اسټریلیا څخه ثاقب خټک وي او ډیوه ته وویل چې په یو شمر ښارونو کې لاریونونه وشول چې په کې د ښځو او سړیو نه علاوه ماشومانو هم گډون وکړو

دا لومړی ځل دی چې د پي ټي ایم په حق کې د نړۍ په یو شمېر ښارونو کې په یوه ورځ ستر لاریونونه شوي وي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG