لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس ویلي، د اټومي وسلو د کارولو امکانات به یواځې په بیړنیو حالاتو کې وي


واشنګټن – د روس د دفاع وزارت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې ماسکو به یواځې خپلې اټومي وسلې یواځې په بیړنیو حالاتو کې وکاروي او دا یې هم وویل، چې له ناټو او امریکا سره د مستقیم مخالفت لیوالتیا نه لري.

رویټرز خبري ادارې راپور ورکړی چې د روس د دفاع وزارت د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې ماسکو دا اړتیا نه لري چې په اوکراین کې د پوځي کمپاین پر وخت اټومي وسلې وکاروي.

نوموړي د رسنیو هغه اوازې په بشپړه توګه درواغ وبللې چې ماسکو ښايي د اوکراین په جګړه کې اټومي او کیمیاوي‌ وسلې وکاروي.

د روس د بهرنیو چارو وزارت ویاند این نېکایف د زیارت یا پنجشنبې په ورځ یوې خبري‌غونډې ته وویل، اټومي وسلې به یواځې د غبرګون په توګه کارول کېږي.

هغه زیاته کړه، "د روس پوځي لارښود د اټومي وسلو کارولو ته یواځې هغه وخت اجازه ورکوي چې کتلوي یا سترې ویجاړۍ ګواښ وي او یا د دولت بنیادي‌ شتون وګواښل شي."

هغه زیاته کړه، "د اټومي وسلو کارول یواځې هغه وخت امکان لري کله چې د یو برید په وړاندې له خپل ځان څخه دفاع کوو او یواځې په بیړنیو حالاتو کې."

ګوټېریش، اردوان او زېلینسکي د اوکراین د مسلو په اړه خبرې پیل کړي

د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېریش او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د اوکراین له ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي سره د اوکراین په لودیځ ښار لیوایو کې ولیدل.

درې واړه مشران د خوړو د نړیوال بحران، د برېښنا اټومي کارخانې ته د ګواښونو او د روس لخوا پیل شوې جګړې ته د سیاسي حل موندلو پرسر خبرې کوي.

د خوړو بحران د حل لپاره هڅې روانې دي او د ملګروملتونو او ترکیې په منځګړیتوب د جولای په وروستیو کې د روس او اوکراین ترمنځ د شوي تړون له مخې له اوکراین څخه په کښتیو کې دا مهال د غلو صادرات ښه په درز کې پر مخ روان دي.

ګوټېریش به د جمعې په ورځ په اودیسا کې له یو بندر څخه هم لیدنه وکړي او د خالي یا شنبې په ورځ به استانبول ته ولاړ شي او هلته به د همغږۍ له هغه مرکز څخه لیدنه وکړي چې له اوکراین څخه د غلو دانو د صادراتو بهیر څاري.‌

له اوکراین څخه د اګسټ له لومړۍ نېټې راهیسې په غلو دانو ۱۲۴ بار کښتۍ تر اوسه روانې شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG