لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کندهار غونډه: کوم ګاونډي چې د افغانستان پرضد امریکايي‌ ډرون ته هوايي لار ورکړې په جرم کې شریک دی


د افغانستان په کندهار کې د طالبانو د ولسي غونډې په پرېکړه ليک کې د امریکا د بې پايلټه الوتکې بريد په سختو ټکو غندل شوی او ويل شوي کوم ګاونډي هيواد چې د امریکا بې پايلټه الوتکې ته په خپله فضا کې د الوتو اجازه ورکړې هغوی هم په دې جنايت کې ورسره شريک دي.

د طالبانو ولسي غونډه پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ په پرېکړه ليک پای ته رسېدلې ده.

ويل شوي، "په کابل کې د جولايۍ په 30م نېټه د امريکا بې پايلټه ډرون بريد د دوحې د تړون نقض، د بېن المللي قوانينو خلاف او د افغانستان پر حريم تجاوز بولي".

په دوېم اګست د امریکې صدر جوبايډن ويلي وو "زما په امر امریکې د افغانستان په کابل کې کامياب هوايي بريد کړی او د القاعده مشر ايمن الظواهري يې وژلی دی".

او دغه بيان ته په ځواب کې په کابل کې د طالبانو حکومت منلي وو، چې دغه بريد امریکايي ډرون کړی دی، غندنه يې کړې وه او د دوحې تړون سرغړونه يې ورته ويلې وه. په دغه بيان کې طالبانو د الظواهري په اړوند هیڅ ذکر نه وو کړی.

خو په څلورم اګست بيا د طالبانو حکومت بل رسمي بيان جاري کړی او ويلي يې وو، "په کابل کې چې کوم هوايي برید شوی او د امريکې صدر جوبايډن دعوه کړې وه چې د القاعده مشر ايمن الظواهري يې پکې په نخښه کړی، د طالبانو حکومت د ايمن الظواهري د راتګ او د اوسېدو په اړه هيڅ معلومات نه لري".

د طالبانو د ولسي غونډې په پرېکړه ليک کې د افغانستان د کوم ګاونډي ملک نوم نه دی اخستل شوی خو ويل شوي، "کوم ګاونډي هيواد چې د امریکا بې پايلټه الوتکې ته په خپله فضا کې د الوتو اجازه ورکړې هغوی هم په دې جنايت کې ورسره شريک دي".

ويل شوي "دا کړنه يې د ګاونډيتوب او اسلاميت خلاف عمل ګڼل کيږي او د همدې هيواد واکمنان بايد پوه شي چې د افغانستان په سر معامله کول او د افغانستان دښمنانو ته په خپله ځمکه او فضا کې د افغانستان پرضد د فعاليت دپاره اجازه ورکول يقينا د دوی دپاره بدې پايلي ولري".

په کابل کې د ډرون بريد وروسته په پاکستان کې داسې پوښتنې راولاړې شوې چې دغه ډورن د پاکستان فضايي حدود کارولي دي که نه دي؟.

د پاکستان تحریک انصاف فواد چودري په ټويټر ويلي،

"په افغانستان کې په ډرون حمله کې د پاکستان د ځمکې استعمالېدو سوال نه دی، سوال دا دی چې د پاکستان د فضايي حدودو استعمالېدو اجازه ورکړی شوې وه که نه؟ بيا بيا دا بيان ورکول کيږي چې د پاکستان ځمکه نه ده کارول شوې دا غېر واضحه خبره ده اړونده وزارتونو ته به واضحه بيان جاري کول وي".

خو په څلورم اګست د پاکستان دبهرنیو چارو د دفتر ویاند عاصم افتخار ویلي وو داسې هیڅ ثبوت نشته چې ګنې په کابل کې شوي ډرون برید کې د پاکستان خاوره کارول شوې ده.

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله هم ویلي وو "په ايمن الظواهري پسې امريکايي ډرون د پاکستان څخه نه ووو تللی، هغه څنګه وژل شوی، هغه چرته وو؟ په دې باندې د افغانستان او امريکا ترمنځ خبره پکار ده".

د طالبانو د ولسي غونډې په پرېکړه ليک کې "داعش ته فتنه ګر او د عصر خوارج ويل شوي چې په افغانستان کې فساد خپروي".

د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته داعش په افغانستان کې د ګڼو بريدونو زمه وارۍ منلي دي څيړونکي وايي په افغانستان د طالبانو حکومت ته د نورو چېلنجونو سره یو غټ چېنلج داعش هم دی.

د طالبانو د ولسي غونډې په پرېکړه ليک کې ويل شوي د طالبانو د حکومت په "وړاندې هر ډول وسله وال مخالفت، بغاوت او فساد ګڼل کيږي او دفع کول يې د طالبانو په حکومت واجب دي".

ويل شوي د طالبانو حکومت د "ګاونډيو هيوادونو، سيمې او نړۍ خلاف د افغانستان د خاورې نه استعمالولو د موقف ملاتړ کوي او د ګاونډيو او سیمې او نړۍ څخه هم غوښتنه کوي چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي".

په کندهار کې د طالبانو ولسي غونډې ته د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده هم وېنا کړې ده.

په افغانستان کې چې د طالبانو د واکمنۍ يو کال پوره شوی تراوسه د طالبانو حکومت يو هيواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG