لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زېلینسکي له م م څخه غوښتي چې د اوکراین اټومي کارخونه خوندي کړي


واشنګټن – د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په خپلې ورځنۍ وینا کې وویل، "هېڅ داسې خنډ نشته چې زپوریزیا ته دې د اټومي‌ انرژۍ د څار د ادارې د ماموریت مخه ونیسي.

هغه وویل، "روس باید په بیړه او بې له کوم قید او شرط څخه د اټومي‌ انرژۍ د څار ادارې استازو ته اجازه ورکړي چې دې کارخونې ته ولاړ شي."

خو زېلینسکي زیاته کړه، "هر هغه چا چې اټومي ګواښ رامنځ ته کړی نشي کولای چې ددغه ماموریت لېږدونکی اوسي."

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلینسکي‌ وویل، "روس باید په بیړه بې له کوم قید او شرط څخه یادې کارخونې ته د اټومي انرژۍ د څار د ادارې استازي پریږدي او بې له کوم شرط څخه د اټومي بټۍ له سیمو څخه ووځي. نړۍ دا وس لري چې دا باوري کړي."

هغه زیاتوي، که دا باوري نشي نو په اسانه د اټومي او د وړانګو یا ریډیشن د خوندیتوب په اړه ټول نړیوال اسناد کولای شو چې په باطله داني کې واچوو. روس دغه نړیوال نظم ویجاړوي."

د ورځې په سر کې زېلینسکي د اوکراین په لویدیځ ښار لیوایو کې د ملګروملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټېریش او د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوان سره لیدلي وو.

زېلینسکي وویل، "ما نن د ترکیې له ولسمشر اردوان سره په ګڼو مسلو باندې پراخې خبرې وکړې. زمونږ د هېواد د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په برخه کې د هغه د دوامداره ملاتړ قدرداني کوم. مونږ په دفاعي، اقتصادي او د انرژۍ په همکاریو باندې بحث وکړ."

زېلینسکي زیاته کړه، "زه خوښ یم چې ترکیې د خارکیېف او خارکیېف سیمې بیارغونې ته تیاری ښودلی. دا په رښتیا هم د یو ځواکمن هېواد لپاره یو ماموریت دی. نن یې لومړی ګام واخېستل شو او د بیارغونې په برخه کې یو تړون لاسلیک شو."

د ورځې په سر ګوټېریش وغوښتل چې د زپوریژیا د برېښنا اټومي کارخانه دې غیر نظامي شي او له دغه ځایه دې پوځيان او وسایل وویستل شي.

هغه وویل، د زپوریژیا کارخونه باید د هېڅ پوځي عملیات لپاره و نه کارول شي بلکه د دې پر ځای باید داسې یو تړون ته په بیړه اړتیا ده چې دغه ودانۍ په بشپړه توګه ملکي ده او د هغې خوندیتوب باید باوري شي.

ګوټېریش دا هم وویل، "مونږ باید داسې ووایو چې د زپوریژیا هر ممکنه ویجاړی به ځان وژنه وي."

ګوټېریش وویل، ملګري ملتونه ددغې اټومي کارخونې د خوندیتوب لپاره لوجیستیکي او امنیتي وړتیاوې لري چې پرې د اټومي‌ انرژۍ د څار هر ډول ماموریت پر مخ بوځي.

زېلینسکي، ګوټېریش او اردوان همدارنګه د جګړې د پای ته رسولو او له اوکراین څخه د غلو دانو د صادراتو په مسلو هم خبرې وکړې.

ملګري ملتونه وايي، تر اوسه پورې ۵۶۰۰۰۰ ټنه غله له اوکراین څخه ګڼو هېوادونو ته صادره شوې ده چې په هغو کې افریقايي‌ هېوادونه هم شامل دي کوم چې له ولږې او قحطۍ سره مخ دي.

ګوتېریش د شنبې یا خالي‌ په ورځ له استانبول څخه لیدنه کوي چې هلته د همغږۍ له هغه مرکز څخه لیدنه وکړي کوم چې له اوکراین څخه د غلو د صادراتو څارنه کوي.

د جګړې له ډګر څخه د برتانیې د دفاع وزارت په وروستیو استخباراتي راپورنو کې راغلي دي چې روسانو په خارکیېف کې په ملکي ځایونو باندې بریدونه کړي، لږ تر لږه ۱۲ ملکيان پکې وژل شوي.

بله د امریکا د جګړې د مطالعې د انسټیټیوټ په راپور کې راغلي دي چې روسانو په سېورسک، شمال ختیځ او جنوبي بخمت او د ډونیڅک ښار په شمال، لویدیځ او جنوب لویدیځ کې ځمکني عملیات کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG