لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د افغانستان د خپلواکۍ ورځ لمانځلې خو «ملي بیرغ»، ښځې او پېژندل شوي سیاستوال پکې نه وو


واشنګټن ـــــ د طالبانو د دفاع وزیر وایي حکومت یې د هیچا داسې امرونو او غوښتنو منلو ته تیار نه دی چې د اسلام او د افغانستان د ملي ګټو خلاف وي، بل لور ته د طالبانو مشر ملا هبت الله ویلي له نړیوالو سره د شریعت په رڼا کې اړیکو ته تیار دي او که اړتیا شوه بیا هم د شریعت پر سر له امریکې سره جګړه وکړي. د تېر افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي طالبان په حکومتدارۍ نه پوهېږي.

په افغانستان کې له انګرېزانو د ازادۍ اخیستلو د 103 کلیزې په مناسبت د طالبانو حکومت نن په کابل کې یوه لویه غونډه جوړه کړې وه، چې نه پکې د افغانستان «ملي بیرغ» لیدل کېده او نه پکې ښځو یا نورو پېژندل شویو افغان سیاستوالو ګډون کړی وو.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب دې غونډې ته وویل، افغانستان اوس په بشپړه توګه خپلواک دی او د هیڅ کوم هېواد تر پوځي، اقتصادي او سیاسي اغېز لاندې نه دی:

"موږ د خپلې عقیدې او خپلو ملي ګټو په خلاف د هیچا اوامر، فرمایشونه او غوښتنې نه شو منلای. موږ تعامل، د هېواد پرمختګ، د اقتصاد قوت، سیاسي پرمختګ، په نظامي میدان کې د سیمې په سطحه یو قوي ځواک غواړو خو په دې قیمت یې نه غواړو چې ازادي او استقلال مو تر سوال لاندې راشي".

افغانان د خپل ملک د خپلواکۍ ورځ نن په داسې حال کې لمانځي چې یوې خواته ښځې د تېر حکومت غوندې په ازادۍ سره د کار اجازه نه لري او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه له یو کال راهیسې بند ساتل شوي، بلې خواته په لکونو خلک د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د ګاونډیو هېوادونو په ګډون امریکې او یورپي هېوادونو ته کډه شوي دي.

بل لور ته د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د خپل حکومت تر یو کال تېرېدو وروسته پرون په کندهار کې یوې لویې غونډې ته ویلي، له نړۍ سره په هغو ټولو برخو کې کار کولو ته تیار دي چې له «اسلامي شریعت» سره په ټکر کې نه وي.

د کندهار په یوه ورځنۍ غونډه کې د طالبانو د مشر په ګډون د مرکزي حکومت ګڼ شمېر وزیرانو او نورو چارواکو ګډون کړی وو. د غونډې په پای کې د 17 نکتو اعلامیه خپره شوې چې پکې په کابل کې د امریکې وروستی ډرون برید غندل شوی دی چې په نتیجه کې یې د القاعه ډلې مشر ایمن الظواهري و وژل شو.

ملا هبت الله اخوندزاده دې غونډې ته ویلي، د نړۍ د هیڅ هېواد له دې سره کار نه شته چې په افغانستان کې به څه ډول سیاسي نظام وي، وایي «له الله» پرته د بل هیچا تر اثر او فشار لاندې نه راځي:

"له دنیا سره موږ پر داسې لارو تګ کولای شو چې هم د شریعت تحفظ پکې وي، هم د دې ملت ګټې پکې وي په هغه کې موږ هیڅ مشکل نه لرو، له هر چا سره تعامل (ګډ کار) کولای شو او کوو یې".

د طالبانو حکومت په سرکاري آر ټي اې ټیلویژن د یوټیوب له لارې د ملا هبت الله یواځې ږغیزه وینا خپره کړې چې کیفیت یې ډېر خراب دی او داسې ښکاري چې له لرې ځایه ریکارډ شوې ده.

د طالبانو حکومت یوې خواته له بهرنیو چېلنجونو سره مخ دی چې حکومت یې هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او پر مشرانو یې د بندیزونو له کبله د افغانستان بېنک اووه اربه ډالر امریکا کنګل کړې دي، بلې خواته په کور دننه هم امنیتي ستونځې ورته ډېرېږي او په تېر یو کال کې په دې هېواد کې پر جوماتونو، مدرسو او د شیعه مسلمانانو پر عبادتځایونو بریدونه زیات شوي دي چې د اکثرو ذمه واري داعش خراسان ډلې پر غاړه اخیستې ده.

د اشرف غني په مشرۍ د تېر افغان حکومت د ملي‌ امنیت مخکیني سلاکار حمدالله محب د طالبانو پر حکومت نیوکه کړې ده او په یوه ټویټ کې یې د طالبانو حکومت «د یوې طبقې واکمني» ګڼلې او وایي دوی ولس مجبوروي چې د خپل حق لپاره ګامونه پورته کړي:

"د طالبانو مشران چې څومره ډیر وغږیږي، هغومره یې له وضعیته ناخبري، په حکومت دارۍ نه پوهیدل، داخلي اختلافات او د واک له بایللو وېره را ښکاره کیږي. د کندهار په جلسه کې د دوی خبرې او نصیحتونه یې غوره بېلګه ده".

که څه هم طالبانو د افغانستان درې رنګه ملي رسمي بیرغ لرې کړی او پر ځای یې د خپلې ډلې سپین بیرغ د خپل حکومت لپاره هم غوره کړی، خو نن د افغانستان په پایتخت کابل، ننګرهار او ځینو نورو سیمو کې هم خلکو د خپلواکۍ ورځ له خپل ملي بیرغ سره لمانځلې ده.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG