د 2021 کال له اګست وروسته پاکستان ته تللي کډوال وايي په دې هېواد کې د نويو ستونځو سره مخ شوي دي، وايي ډېرې افغان وګړي په دې هېواد کې د مهاجرينو کارډونه نه لري چې له کبله یې دوی ته په روزګار موندلو او تعلیم کې چېلنجونه ور پېښ دي. تفصیل د عبدالرزاق په رپوټ کې:
پاکستاني او افغان تاجران او عام خلک وایي پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته پر پوله ستونځې زیاتې شوې دي. د پاکستان د کسټم چارواکي وایي د دوه اړخیز تجارت په مخکې د ستونځو د ختمولو لپاره تل هڅې کوي. تفصیل د نعمت سرحدي په رپوټ کې:
د امریکا صدر جوبایډن د منتخب کېدو او له افغانستانه د امریکایي پوځونو د وتلو پس عام تاثر دا دی چې د واشنګټن او اسلام اباد روابط د پخوا په شان جور نه دي پاتې. امریکايي څېړونکي د پاکستان سره په تعلقاتو کې بدلون امریکايي ترجیحاتو کې بدلون ګڼي. په دې موضوع تفصیلي رپورټ درته ثمینه احسن وړاندې کوي:
د يو این ایچ سي آر د شمېر له مخې 15م اګست نه وروسته 2,50,000 نوي افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي، دا افغانان پاکستان کې يو شمېر ستونځي لري چي يو پکې د پي او آر کارډ نشتوالی دی او دا ښیي چې دغه افغانان په پاکستان کې دا وخت هیڅ شناخت نه لري. تفصیل د اسلام آباد نه د وقار احمد په رپوټ کې:
داعش خراسان ډله لا هم طالبانو ته یو اهم چلېنج ګڼل کېدلی شي. د داعش بریدونه هم افغانستان او هم پاکستان کې سېوا شوي دي. د امریکا د وتلو نه وړاندې طالبانو به ویل چې داعش دوی ته وړه ستونزه ده او هغه به حل کړي، مګر د یو کال په تېرېدو، د داعش ستونزه حل نشوه. ارشد مومند رپوټ راکوي:
د طالبانو په راتګ سره ګڼ شمېر افغانان بهر ته مهاجر شوي او د ځینو کورنۍ یې اوس په ملکونو کې تقسیم پاته دي. وصیل فقیري یو داسې افغان دی چې د انخلا په دوران کې د خپل یو بچي سره د افغانستانه ووت، مګر نوره کورنۍ یې افغانستان کې ترې پاته شوه. هغه اوس امریکا کې څنګه ژوند لري، له ارباب محمود علي یې واورئ:
قرباني بي بي د خپلو بچو ترڅنګ د افغانستان نه پېښور ته تللې ده. وايي خاوند یې مړ دی او پالنه یې ۱۵ کلن زوی کوي. قربان بي پي د کډوالۍ د خپلو ورځو شپو حال خبریال ارشدمومند سره شریکوي
افغانستان کې په بیا واکمنه کېدو سره، طالبانو په ښځو باندې د ژوند چارې سختې کړي او ډېر داسې ښځې او یا جینکۍ چې په کور کې نارینه نلري، د کارروزګار په موندلو کې ستونزې لري. ثنا ځاځۍ چې اوس مور سره پېښور ته کډه شوې ده، وایي د طالبانو د یرې د هلکانو په جامو کې بهر ته تلله. منزه شهید تفصیل وړاندې کوي.
په واشنګټن کې سیاسي څېړونکي په دې نظر دي چې که چېرته د افغانستان له خاورې بیا په مغربي ملکونو باندې کوم ترهګر برید وشي، نو پایله به یې افغانستان ته ښه نه وي، مګر عسکر به بیا افغانستان ته نه ځي او هلته به هغه پخوانی جمهوریت نه تکراریږي. تفصیل د ارباب محمود علي نه واورئ:
نور کتل