طالبانو که څه هم ټول افغانستان نیولی او جنګ اوس مهال قریب په نشت برابر دی، مګر داعش خراسان ډله طالبانو ته یو اهم چلېنج ګڼل کېدلی شي. د داعش بریدونه هم افغانستان او هم پاکستان کې سېوا شوي دي. د امریکا د وتلو نه وړاندې طالبانو به ویل چې داعش دوی ته وړه ستونزه ده او هغه به حل کړي، مګر د یو کال په تېرېدو، د داعش ستونزه حل نشوه. ارشد مومند رپوټ راکوي: