لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا طالبان په افغانستان کې د يو قوي وسله وال مقاومت سره مخ دي؟


Taliban one year in afghanistan

د طالبانو د واکمنۍ په یو کال پوره کېدلو د دوي خلاف وسله وال سیاسي مخالف موجود دی خو ډېر قوي ندی، ددې مزاحمت مرکز د هیواد په شمالي کې دی او ممکنه ده د طالبانو د ټولشموله حکومت او نورو ډلو ته په واکمنۍ کې د برخې نه ورکولو په وجه پیدا شوی وي.

په افغانستان واکمني په مکمله توګه د طالبانو په موټي کې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لپاره نایب ځانګړي نماینده رمیز الکبروف په جون میاشت کې سلامتي شورا ته ویلي وو د وسله وال مخالفت پیدا کیدلو لوی علت تر ډیره حده د دوي د سیاسته لرې پاتې کول دي.

د طالبانو د غېر متوقعې او چتکې قبضې ورستو د افغانستان د ملي مقاومت جبه، چې د طالبانو اصلي مخالفه ډله ده، تېر کال د پنجشېر په دره کې د خپل تاریخي مرکز د قایمولو هڅه وکړه خو دا یې تر ډیره وخته قایم ونه ساتلی شو.

د نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې مرستیال صدر او په نیو امریکا کې کارکونکی، پیټر برګن وايي:

"مخالفه ډله ډیره کمزورې ده. یوازې دوه یا درې اونۍ د پنجشیر په دره کې ژوندی پاتې شوه. نو، زه فکر کوم، طالبان له بده مرغه په قوي حال کې دي”

د مقاومت د جبهې یا NRFA مشري احمد مسعود کوي، چې د طالبانو د مشهور مخالف پوځي کمانډر احمد شاه مسعود زوی دی، مسعود ته به یې پلویانو د پنجشیر زمری ویل، پخوانی مسعود د شمالي ټلوالې مشري کوله او د برګن په وینا، د تاجکستان، ایران، روس او امریکا په ګډون یې څو نورو هیوادونو ملاتړ کولو 

خو زوی یې تر دې دمه له دغو هېوادونو او یا کوم بل هېواد څخه په دې اړه څه نه دي ترلاسه کړي.

برګن، چې د ترهګرۍ او افراطیت په اړه یې اوه کتابونه لیکلي دي، وایس اف امریکا ته وویل:

"طالبان د سپټمبر د یوولسمې نېټې په پرتله دا وخت ښه مضبوط دي."

احمد شاه مسعود, القاعده د کال 2001 د سپتمبر په میاشت کې په امریکا له بریدونو دوه ورځې مخکې وژلی ؤ.

امریکايي وسلې

هغه وسلې او پوځي سامانونه چې تېر کال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو او په دغه هېواد کې د لوېدیځ په ملاتړ د جمهوریت له ړنګېدو وروسته په افغانستان کې پاتې دي طالبان یې پیاوړي کړي او هغوی ته یې موقع ورکړې چې له دغو وسلو څخه د لا پیاوړتیا لپاره کار واخلي.

د امریکايي چارواکو په وینا طالبان اوس د لسګونو بیلینو ډالرو د ارزښت وسلو ته لاس رسی لري.

د امنیتي چارو یو افغان کارپوه چې د امنیت د خطر له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي وایس اف امریکا ته وویل، طالبان دغه وسلې په شمال کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره کاروي.

دغه څېړونکي وویل:

“طالبان د پوځي وسلو په برخه کې برلاسي دي، ځکه چې د امریکايي چارواکو په وینا د 85 بیلینو ډالرو په ارزښت عصري وسلې د دې ډلې لاس ته لوېدلې دي”

برګن وویل، د نورو هېوادونو او سازمانونو له ملاتړ پرته له طالبانو سره وسله وال مخالفت ګټور ندی.

هغه وویل:

"زه داسې کوم ثبوت نه وینم چې بهر هیوادونه په ریښتیا د مخالفو ډلو ملاتړ کوي."

ممکنه ناکامي

د رینډ کارپوریشن څېړونکی ادریس رحماني، چې په افغانستان کې روان پرمختګونه له نږدې څاري، د برګن ارزونه تاییدوي او خبرداری ورکوي چې که چیرې بهرنی ملاتړ ترلاسه نه کړي د طالبانو په ضد روان مخالفت به ناکام شي

رحماني وویل:

“هره جګړه په لوژستیکي او مالي ملاتړ ګټل کېږي”

رحماني وايي نه روس، نه ایران او نه تاجکستان د هغه ملاتړ سره مقابله کول غواړي چې طالبان یې ترلاسه کوي. یوازې هند ښايي د دوی [وسله والو مخالفینو] په مرسته وکړي.

سېمبولیزم

ګیاني کوسکیناس چې په واشنګټن کې د نوي امریکا د نړیوال امنیت پروګرام لوړ پوړی ملګری، وايي چې د هغه په آند چې د طالبانو په ضد د NRFA لومړنۍ جګړه د حقیقي په ځای ډیره علامتي وه. هغه وویل چې دا خبره د مقاومت د اوږدمهالې ستراتیژۍ جوش ختموي.

کوسکیناس وویل، طالبان به په اینده کې د مقاومت د جبهې په ځای د داعش [اسلامي دولت ډله] ته د یو لوی ګواښ په توګه ګوري او هم ټول پام به یې دويي ته وي.

هغه زیاته کړه:

"د مقاومت جبه د ناکامۍ پر ځای باید د دفاعي خوندي زونونو د بیارغولو او جوړولو ته د زغم څخه کار واخلي نه چې د وخت څخه مخکې د خپل میدان پراخولو هڅه وکړي."

د طالبانو په رسمیت منل

که څه هم د طالبانو وسله والو مخالفینو تر دې بهرنی ملاتړ ندی ترلاسه کړي، طالبان هم د دوه لسیزو خونړۍ جګړې وروسته واک ته د بیرته راستنیدو په شاوخوا یو کال کې ونه توانیدل چې څوک یې تسلیم کړي انتر دې چې پاکستان چې ځینې یې د طالبانو نږدې اتحادي بولي، تر اوسه یې په رسمي توګه دا ډله په افغانستان کې د یوه دولتي لوبغاړي په توګه په رسمیت نده پیژندلې.

پاکستاني چارواکو په وروستیو میاشتو کې ویلي چې دوی د طالبانو حکومت ته ویلي چې اسلام اباد به یوازې د نورو هېوادونو له خوا د ډیپلوماټیکې پېژندنې موده به وغځوي.

د جولای په لومړیو کې امریکا هم وویل چې هیڅ بهرنی حکومت په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ته د مشروعیت په اړه راضي نه ښکاري.

د مقاومتیانو دریځ

د ځینو لویدیځو کارپوهانو او څېړونکو له شکونو او د مقاومت د فعالیتونو او امکاناتو په اړه د طالبانو له انکار سره، دا ډله البته د خپلې مبارزې په اړه باوري او خوشبینه ښکاري.

د NRFA ویاند صبغت الله احمدي وایس اف امریکا ته وویل:

"طالبان یوه ترهګره ډله پاتې ده. افغانان په یقیني ډول له NRFA سره همکاري کوي. موږ د هیواد د خلکو ملاتړ لرو."

احمدي زیاته کړه:

«هغه منابع چې طالبان یې په اختیار کې لري د کمونیستي حکومت [په 80م لسیزه کې د شوروي اتحاد په ملاتړ حکومت] له منابعو څخه زیات نه دي، خو د افغانستان خلکو هوډ درلود او کمونیستي حکومت یې نسکور کړو.

ځانګړې ویډیوګانې

څیړونکي وایي پاکستان کې لوي طبقاتي تقسیم روان دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG