واشنګټن ـــــ د برتانيې د پارليمان یو غړي خبرداری ورکړی که د روس تر ولکې لاندې په زاپوريژيا جوهري پلانټ کې کومه پېښه وشوه نو نېټو ایتلاف به هم د يوکراین په جګړه ورګډ شي.
له تېرو نیژدې شپږو میاشتو راهیسې پر اوکراین د روسي پوځونو تر یرغل وروسته لا هم دا جګړه د سړېدو پر ځای لا پسې تودېږي او روس د نېټو ځواکونو پر بیا- بیا خبرداري وروسته هم پر دې هېواد بریدونه روان ساتلي دي.
د برتانيې د پارليمان د دفاعي کمېټۍ مشر ټوبايس اېلووډ ويلي، که د اوکراین په جنوب ختیځ کې زاپوریژیا جوهري پلانټ قصداً زيانمن کړی شو او ورسره په دې هېواد کې جوهري تابکاري یا وړانګې خورې شوې نو د نېټو تړون د پينځمې مادې په بنیاد به دغه ایتلاف هم د روس او اوکراین په جګړه کې شامل شي.
د نېټو تړون په پینځمه ماده کې راغلي چې که په یورپ یا شمالي امریکا کې د نېټو پر یوه یا څو غړو هېوادونو وسلوال برید وشو، دا به پر ټولو برید ګڼل کېږي او هر یو دې ته مجبوره کوي چې په ضد یې ګامونه پورته کړي.
خو د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین د جمعې په ورځ د فرانس له صدر ایمانویل مېکرون سره په ټیليفوني خبرو کې ويلي، روس د جوهري انرجۍ نړيوالو څارونکو ته د زاپوريژيا جوهري بټۍ د کتلو اجازت ورکړی دی.
ایمانویل مېکرون له پویټن سره تر لیدو څو ګنټې وروسته د جرمني نازیانو تر ولکې لاندې جنوبي فرانس کې د اتحادیانو د راتګ 78مې کلیزې ته په وینا کې پر روسي صدر تور پورې کړ، چې پر یوکراین یې "وحشیانه برید" کړی او وایي دا د نړیوالو قوانینو استعماري سرغړونه ده.
صدر مېکرون د فرانس خلکو ته خبرداری ورکړ، د اقتصادي بحران او انرجۍ نتیجه لا نه ده ختمه شوې چې یورپ ورسره مخ دی. مېکرون وویل پوټین غواړي خپله «استعماري اراده» پر یورپ مسلطه کړي. مېکرون وایي:
"له هغه وخته چې پوټین پر اوکراین خپل وحشیانه برید پیل کړی، جګړه بیرته د یورپ خاورې ته راستنه شوې او له موږه څو ګنټې لرې ده".
د روس د زیاتېدونکو بریدونو په ترڅ کې په یورپ کې دا اندېښنه په ډېرېدو ده چې د زاپوریژیا جوهري بټۍ په شاوخوا کې ډزې د دې سبب کېدای شي چې د 1986م کال تر چرنوبیل ایټمي ناورین خطرناک ناورین پېښ کړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د جمعې په ورځ په خپله ورځنۍ وینا کې وویل:
"د اوکراین سفارتکاران، زموږ همکاران، د ملګرو ملتونو او د ایټمي انرجۍ د نړیوالې ایجنسۍ استازي د ځانګړي میشن پر تفصیلاتو کار کوي چې زاپوریژیا ایټمي بټۍ ته ولېږل شي".
صدر زلنسکي په خپله وینا کې خبرداری ورکړ، "که په تابکارۍ سره د روس بلیک مېل کول دوام وکړي، نو سږ دوبی به د مختلفو یورپي هیوادونو په تاریخ کې تر بل هر وخت خونړی کال وي.
روس او اوکراین دواړه لا هم پر یو بل تور پورې کوي چې د زاپوریژیا پر ایټمي بټۍ یې بریدونه کړي او دا په یورپ کې د خپل ډول تر ټولو لوی برید ګڼل کېږي.
بل لور ته روسي چارواکو د شنبې- خالي په ورځ خبر ورکړ چې په کریمیا کې یې د اوکراین بې پیلوټه ډرون الوتکه ویشتلې ده.
په روانه جګړه کې د اوکراين له ځواکونو سره د پرله پسې پوځي مرستو په ترڅ کې واشنګټن دې هېواد ته د 775 ميلينه ډالرو نوې پوځي مرستې ورکولو اعلان کړی دی.
پينټاګان د جمعې په ورځ وویل، د دغو مرستو ورکولو تيارۍ روانې دي او دا به په تېر يو کال کې د مرستو نولسم پيکېج وي چې امريکا يې اوکراين ته ورکوي.