لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو حکومت په امنیت شورا غږ کړی سفري بندېزونه باید په دوي د فشار په توګه ونه کاروي


افغانستان کې دطالبانو دحکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا غږ کړی چې بندیزونه د فشار د وسيلې په توګه ونه کاروي.

پخپل یو بیان کې دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزارت ویلي د دوحې تړون کې منل شوې چې د" اسلامي امارت" له مشرانو به هر ډول بندیزونه لیري کیږي، هغه تړون باید په بشپړه توګه عملي شي.

طالبانو دا غوښتنه وروسته له هغې کړې چې تیره ورځ ډپلوماتانو د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي وؤ ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جګپوړو طالب چارواکو د سفر کولو د بندیز معافیت پای ته ورسوي او تر هغه وخته به دا بندیز پخپل حال وي چې ددې شورا غړي د معافیت د نیټې پر سر موافقې ته نه وي رسیدلي.

دبهرنیو چارو د وزارت په بیان کې ویل‌ شوي چې په سفرونو بندیز که بيا عملي شي نو د سیاسي خبرو اترو او تعامل پر ځای به فاصلې را مینځ ته کړي چې بايد مخنيوی يې وشي.

بیان کې ویل شوي د امنیت شورا غړي هېوادونه باید درک کړي چې په لوېديځ کې ځیني متعصبې کړۍ په لوی لاس د افغانستان او نړۍ ترمنځ فاصله پیدا کوي او افغانان هڅوي چې په وړاندې یې سخت دریځ ونیسي چې دا به د هیچا په ګټه نه وي.

دبهرنیو چارو وزارت ویلي هغه افغانستان چي امریکا، ناټو او پنځوسو نورو هیوادونو له ټول توان او قوت سره امن او ثبات پکي رامنځ ته نه کړای شو، نننی امنیت او ثبات یې د ټولې نړۍ په ګټه دی.

د طالب چارواکو پر سفر د بندیز معافیت د شنبې په ورځ ۲۰م اګست پای ته رسیدلی او که چیرته د امنیت شورا کوم غړی اعتراض ونکړي، ښایي د معافیت دا نیټه تر یوې بلې میاشتې هم وغځیږي.

د امنیت شورا د یو پریکړه لیک له مخې چې په ۲۰۱۱ کال کې منظور شوی، د طالبانو ۱۳۵ چارواکي د بندیزونو په لیسټ کې شامل شوي ، ددغو طالب مشرانو شتمنۍ ضبطې شوي او بهرنیو هیوادونو ته د سفر کولو اجازه نه لري.

خو وروسته د دې ۱۳۵ څخه یوازې ۱۵ تنه یې د بندیزونو څخه په دې خاطر معاف شول چې بهرنیو هیوادونو ته سفرونه وکړي او د نورو هیوادونو د چارواکو سره وګوري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو د روان کال ۲۰۲۲م د جون په میاشت کې ددې ۱۵ کسانو د لیسټ څخه چې د سفر کولو اجازه ورکړل شوې وه، د معارف د وزارت مرستیال سید احمد شهیدخېل او د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني د سفر کولو اجازه لغوه کړې ده.

چین او روسیې د بندیزونو د معافیت د نیټې غځیدل غوښتي خو د امریکې بیا ویلي چې د دې ۱۳ کسانو په لیسټ کې دې نه یوازې د طالب چارواکو نومونه نور هم کم شي بلکې د هغو هیوادونو شمیر دې هم کم شي چې دا طالب چارواکي ورته د سفر کولو اجازه لري.

ځینو سفارتي سرچینو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په نوي وړانديز شوي لیسټ کې که ومنل شي، یوازې ۶ طالب چارواکي به د دپلوماتیکي دلایلو په خاطر د سفر کولو اجازه ولري. او که چیرته د امنیت شوا هیڅ یو غړی پرې اعتراض ونه کړي د سفر کولو دا بندیز او نوی لیسټ به د دریو میاشتو لپاره د اعتبار وړ شي.

دې ۱۳ کسانو کې چې د سفر کولو اجازه لري، د طالبانو د رییس الوزار مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی شامل دي چې په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا سره د سولې په تړون کې یې دواړو مهم نقش درلودو.

طالبان څه باندې یو کال کیږي چې په افغانستان کې واکمن شوي خو د نړۍ هیڅ یو هیواد یا ادارې تر اوسه ددې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

دبشري حقونو د څار سازمان کې د میرمنو د څانګې مسئوله هېدر بار وايي، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو تر پښو لاندې کېدو او په ځانګړي ډول د نجونو د متوسطه ښوونځیو او لېسو نه پرانیستل کېدو ته په کتو، ملګرو ملتونو ته ښايي چې طالب چارواکو پر سفر د بندیز دغه معافیت له منځه یوسي.

مېرمن بار امریکا غږ ته وویل " تر هغې چې طالبان د مېرمنو او نجونو پر حقونو تیری کوي، په ازاده توګه د هغوی پر ګرځیدو بندیز لګوي، له طالبانو دې هم دا ازادي واخیستل شي او ورته اجازه ور نه کړل شي چې هر ځای غواړي سفر وکړي. د دوی پر ګرځیدو دې هم بندیز ولګول شي"

نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه لویدیځو هیوادونو په طالبانو فشار راوړی چې د حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره باید د کار کولو په برخې کې په میرمنو محدودیتونه کم کړي، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره ښوونځي دې پرانیزي او ټولشموله حکومت دې جوړ کړي.

خو بلخوا بیا طالبان ادعا کوي چې حکومت یې ټول شموله دی او د هیواد ټولو قومونو ته پکې برخه ورکړل شوې ده

(ددې رپورټ ځینې معلومات د وي او ای پښتو څخه اخستل شوي دي)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG