د پاکستان د انتظام لاندې کشمير کې د پوځ يو ګاډی نهر ته غورځېدلی چې پکې نهه پوځيان مړه شوي او څلور ژوبل شوي دي.
د پاکستان پوځ پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ ویلي دغه پېښه د پاکستان د انتظام لاندې کشمير په باغ ضلع کې رامنځته شوې ده.
د سرکاري ميډیا [رېډيو پاکستان] ويل شوي پوځي ګاډی د معمول په ډيوټۍ وو په سړک په موړ کې د تاوېدو يا ګرځېدو په مهال نهر ته غورځېدلی وو.
ويل شوي مړه او ژوبل د راولپنډۍ پوځي روغتون ته وړل شوي وو.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د پوځيانو په مړينه د خفګان څرګندونه کړې او د هغو د کورنیو ته یې د صبر دعا کړې ده.
د روانې مياشتې په سر کې په بلوچستان صوبه کې د پاکستان د پوځ يو هيلي کاپټر هم غورځېدلی وو او د لوړ پوړو پوځي افسرانو په ګډون پکې شپږ پوځيان مړه شوي وو.
پوځ ويلي په ابتدايي پلټنو کې معلومه شوې چې پوځي هيلي کاپټر د خراب موسم له امله غورځېدلی وو.
د جولايۍ په میاشت کې هم د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر کې د پوځ يو بل ګاډي غورځېدلی، څلور پوځيان پکې او د ډرايور په ګډون پکې درې پوځيان ژوبل شوي وو.