لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراين ويلي د روس سره په جګړه کې يې نزدې 9000 پوځيان وژل شوي


د اوکراين د پوځ مشر ويلي، د روس د يرغل په نزدې شپږ مياشتې موده کې د اوکراين نزدې 9000 پوځيان وژل شوي دي، جنرل وېلري زېلزني دغه خبره د ګل/ دوشنبې په ورځ په يوه غونډه کې کړې ده.

بل لور ته ملګرو ملتونو ويلي، په 24 فرورۍ چې روس په اوکراين يرغل کړی د 5500 نه زيات ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې هم د ګل په ورځ ويلي، په اوکراين کې د تشدد په پېښو کې لږ تر لږه 972 ماشومان وژل شوي او يا ژوبل شوي دي خو زیاته کړې يې ده دا شمېره ښايي سېوا وي.

د ماشومانو دپاره د ملګرو ملتونو ادارې ويلي، زيات ماشومان په چاودېدونکو وسلو کارولو کې وژل شوي دي.

د شورو/ چهارشنبې په ورځ په اکراين د جګړې شپږ مياشتې پوره کيږي، دغه ورځ د اوکراين د ازادۍ ورځ هم ده، اوکراين 31 کاله وړاندې د سوویت يونين د واکمنۍ نه ازاد شوی وو.

د اوکراين صدر ولاديمیر زيلنسکي د اوکراين د ازادۍ په ورځ روس د اوکراين پرضد د ممکنه عملیاتو خبرداری ورکړی دی.

اوکراين په پلازمينه کيېف کې د ازادۍ د ورځې دستورې نمانځل لغوه کړي دي، رويټرز خبري ادارې ويلي چارواکو په کيېف کې د ازادۍ د ورځې په دستورو بنديز لګولی دی.

د ګل په ورځ اوکراين ویلي، روس د غټ نيوکلير يا ايټمي پاور پلانټ سره نزدې هوايي بريدونه کړي دي.

اوکراين او روس دواړه په دغه ځای کې د راکټو ويشتو تورونه لګوي، اوکراين په ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو تنظیمونو غږ کړی چې روس د دغه ځای څخه اوباسي کوم چې روس د مارچ د میاشتې راهسې نيولی او په دغه پلانټ کې کار کوونکي اوس هم د اوکراين دي.

سپينې ماڼۍ ويلي، امریکايي صدر جوبايډن، د فرانس صدر ایمانويل مېکرون، جرمن چانسلر اولف شولز او د برتانيې وزيراعظم بورس جانسن د اتوار/ يکشنبې په ورځ په ياده موضو خبرې کړي دي.

د سپينې ماڼۍ ترمخه مشرانو ويلي بايد د پلانټ سره نزدې د پوځي عملیاتو نه ډډه وشي.

[په دې خبر کې ځينې معلومات د اې پي، اې اېف پي او رويټرز خبري ادارې څخه اخستل شوي دي].

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG