لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ښځينه قاضي ته د ګواښ په سر اسلام اباد هايکورټ د عمران خان پرضد د عدالت د سپکاوي د مقدمې اورېدنه کوي


Islamaba
Islamaba

اسلام اباد هايکورټ ويلي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم په خپله يوه وېنا کې ښځينه جج يا قاضي ته ګواښ کړی او عدالت په دغه اړوند د عمران خان پرضد د عدالت د سپکاوي د مقدمې د اورېدنې پرېکړې کړې ده.

د پاکستان د سرکاري ميډیا [رېډيو پاکستان] ترمخه اسلام اباد هايکورټ د مقدمې اورېدنې دپاره لارجر بنچ جوړ کړی او نن د نهې/ سه شنبې د ورځې نه به د مقدمې اورېدنه پېل کوي.

ویل شوي اسلام اباد هايکورټ د ټولو ججانو سره د سلا وروسته د عمران خان پرضد د عدالت د سپکاوي د مقدمې پېل کولو پرېکړه کړې ده.

په 20م اګست د خالي/ شنبې په ماسخوتن عمران خان د اسلام اباد په اېف ناين پارک کې د خپل ګوند احتجاجي غونډې ته په وېنا کې د اسلام اباد پوليس چارواکو او د سيشن کورټ ښځينه جج/ قاضي ته په مخاطب کولو سره ویلي وو،

"شرم وکړئ، ايي جي [د پوليسو مشر] او ډي ايي جي [د پوليس دوېم لوړ پوړی مشر] تاسو نه پرېږدو په تاسو مقدمه کوو او مجسټرېسټ [قاضي/ جج] صاحبه زېبا ته هم تیاره شه ستا خلاف هم ګام پورته کوو".

وروسته بيا په مارګله تاڼه کې د عمران خان پرضد د ترهګرۍ د مادې لاندې مقدمه جوړه شوې چې هغه چارواکو ته ګواښ کړی چې له امله يې په پوليس چارواکو او عدليه کې ویره خوره شوې ده.

خو عمران خان او ګوند يې بيا د دغه بيان دفاع کړې چې دوی د قانوني کارروايۍ ويلي وو.

پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ په ياده مقدمه کې د اسلام اباد هايکورټ عمران خان ته د 25 اګست پورې ضمانت منظور کړی دی.

د عمران خان د بيان وروسته د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله ویلي وو عمران خان به نيول غواړي.

او د اسلام اباد پوليسو ويلي وو، "پوليس خپله زمه وار ترسره کوي او چې څوک هم ګواښونه کوي يا تورونه لګوي پرضد به يې قانوني چلند کيږي".

عمران خان دغه خبره په 20م اګست د خپل نيول شوي وياند شهباز ګِل د نيولو او په هغه د تورن تشدد پرضد راجوړې احتجاجي غونډې ته په وېنا کې کړې وه.

پرون د سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن يا د سپريم کورټ د وکيلانو اتحاديې د اسلام اباد هايکورټ د دغه پرېکړې هرکلی کړی چې د عمران خان پرضد د عدالت د سپکاوي مقدمه چلوي.

د وکيلانو اتحاديې ویلي د ښځينه جج يا قاضي نوم په ښکاره اخستو سره نه يواځې د هغې سپکاوی شوی بلکې عدالتي نظام ته ترې زيان رسېدلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG