لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې مخکیني‌ امریکایي‌ پوځي مشران وایي د ټولو پوځونو را ایستل یې د کابل د سقوط سبب شول


واشنګټن ــــ په افغانستان او منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ دوه مخکیني مشران وایي امریکا له دې هېواده د خپلو پوځونو تر ایستلو وروسته ډېره خوندي نه ده او وایي د مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ او صدر جوبایډن پرېکړې- چې له افغانستانه یې ټول امریکایي ځواکونه وایستل- د کابل د سقوط سبب شوې.

د تېر افغان حکومت مشرانو دې تازه خبرو ته څه نه دي ویلي، خو د تېر کال تر اګست مخکې یې بیا بیا خبرداری ورکړی وو چې د امریکایي ځواکونو بې وخته وتل به ښې نتیجې ونه لري.

د امریکې د مرکزي کمانډ مخکینی مشر جنرل جوزف ووټل له 2016م تر 2019م کال پورې د دې ادارې مشر وو او جنرل فرانک مک کینزي له 2019م تر 2022م پورې د سینټکام په مشرۍ په افغانستان کې د خپلو پوځونو څارنه کوله.

دوی دواړو د ګل- دوشنبې په ورځ له وي او اې سره په ځانګړو خبرو کې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د امریکایي او نېټو ځواکونو د جګړې او له دې هېواده تېر کال د را وتلو په اړه داسې خبرې وکړې چې مخکې یې نه وې کړې.

جنرل فرانک مک کینزي وویل د امریکې د مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د اوسني صدر جوبایډن پرېکړو او د دغو پرېکړو عملي کېدو- چې له افغانستانه یې ټول امریکایي پوځیان را و ایستل- د تېر کال په اګست کې د کابل حکومت ړنګېدو ته لاره برابره کړه. جنرل مک کینزي وویل:

"زما په باور اصلي پرېکړه چې د تېر کال د اګست د غمجنې پېښې سبب شوه هغه زموږ پرېکړه وه چې په بشپړه توګه له افغانستانه ووځو او دا د امریکې د دوو ولسمشرانو پرېکړه وه چې دواړو غوښتل خپل ټول پوځونه له افغانستانه وباسي".

جنرل جوزف ووټل هم وایي،‌ امریکا په دې کې ناکامه شوه چې په افغانستان کې د سیاسي بیانیې په اغېزو پوه شي، وایي همدې شي له ډېرې مودې د امریکایي ځواکونو پر وتلو ټینګار کاوه چې نه یواځې یې پر افغان ولس او افغان ځواکونو بلکې پر افغان حکومت یې هم اغېز کاوه:

"زه فکر کوم د دې هېواد د پرېښوولو هڅه د زیات چېلنج سبب شوه او [د پوځونو را ایستل] دا په هر ډول حالاتو کې زموږ تر تصور ګران کار وو، زه په ریښتیا سره دا هم فکر کوم له افغانستانه چې موږ خپل وتل څه ډول پلان کړي وو په دې اړه په افغانانو، زموږ په نېټو ملګرو او دلته زموږ پخپل حکومت کې مختلفې هېلې او تمې وې".

جنرل میک کینزي وایي اوس یې چې له افغانستانه خپل ټول پوځونه را ایستلي فکر نه کوي چې امریکا اوس ډېره خوندي ده، دی وایي اوسني او مخکیني دواړو امریکایي ولسمشرانو ته یې مشوره ورکړه چې لږ تر لږه 2,500 امریکایي ځواکونه په افغانستان کې پرېږدي.

خو ولسمشر جوبایډن په وار- وار په خپلو خبرو کې له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د را ایستلو د پرېکړې ملاتړ کړی او وایي د دې پرېکړې مقصد یې د امرکایي وګړو د ژوند ژغورل دي او نه غواړي چې دا جګړه نوره اوږده شي.

جنرل جوزف ووټل وي او اې ته وویل، په افغانستان کې د تنظیمونو خصوصاً د ترهګرو تنظیمونو په اړه ډېر څه تر شا پاته دي چې دوی ورباندې خبر نه دي. جنرل ووټل وایي:

"زه فکر نه کوم چې موږ ډېر ارام او خوندي یو، زه فکر کوم افغانستان اوس ډېر ناارامه دی او نتیجه یې دا ده چې دا سیمه اوس ټوله ډېره ناارامه ده".

جنرل مک کینزي په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د امریکې د استخباراتي معلوماتو راټولول د هغه وخت په نسبت ټیټې کچې ته راغلي چې دوی لا په دې هېواد کې وو.

جنرل ووټل بیا وي او اې ته وویل، په کابل کې د القاعده ډلې پر مشر ایمن الظواهري د امریکې وروستی ډرون برید دا ښیي چې امریکې لا هم په دې هېواد کې یو څه استخباراتي وړتیاوو پر ځای ساتلې دي.

خو جنرل ووټل دا هم وایي، دی اندېښنه لري چې «د همېشني جنګ» سیاسي بیانیې نور په واشنګټن کې د نرمو سټرېټیجیکو پرېکړو کولو ځای ونیو. د جنرل ووټل په وینا، دی له دې نظر سره جوړ نه وو چې باید هر تن له افغانستانه را وباسي.

ووټل وي او اې ته وویل چې په افغانستان کې د امریکایي او نېټو ځوکونو موجودیت د «انشورنس یا بیمې پالیسۍ» په بنیاد ځکه ضروري وو، چې هم د افغانانو ملاتړ وکړي او هم په دې هېواد کې د خپلو ملي ګټو څارنه وکړي.

جنرل فرانک مک کینزي وایي، دوی غوښتل په افغانستان کې جګړه یو ښکلی حل ولري چې تر لاسه کول یې ممکن نه وو. وایي غوښتل یې چې جګړه صفر ته را کمه کړي او په دې هېواد کې سفارتي مرکز ولري.

خو وایي پر ځای یې داسې حالت جوړ شو چې امریکایي سفیرانو خپل د کابل سفارت په هیلیکاپټر کې له دې هېواده را ایستلو ته اړ شول.

جنرل مک کینزي د طالبانو او امریکې تر منځ تړون د پوځي کمپاین لپاره یوه «د ماتې یوه تګلاره» او د افغان حکومت لپاره «د ناکامۍ تجربه» وبلله.

د تېر کال په اګست کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول امریکې د خپلو ځواکونو په ګډون 120,000 کسان په ډېره بیړه له دې هېواده په داسې ګډوډۍ کې را و ایستل، چې داعش خراسان ډلې پر کابل هوایي ډګر ځانمرګی برید وکړ او د 13 امریکایي پوځیانو په ګډون تر 70 زیات افغانان پکې و وژل شول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG