لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په افغانستان کې په یوه اونۍ کې سېلابونو ۱۲۶ کسان مړه کړي


واشنګټن – وروستیو بارانونو او سېلابونو په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان ختیځې، مرکزي، جنوب ختیځې، جنوبي او لویدیځې سیمې سختې ځپلې دي.

له افغانستان څخه په راغلو راپورونو کې ویل شوي چې په تېرې یوې اونۍ د تازه ورښتونو او سېلابونو له امله په ټول هېواد کې ۱۲۶ کسان مړه او ۱۱۵ نور ژوبل شوي دي.

خبر زیاتوي، د مړو له ډلې څخه ۶۳ تنه په کونړ، ۲۰ په لوګر، ۱۴ په نورستان او ۱۱ په پروان ولایتونو کې وو او پاتې نور په لغمان، میدان ودرګو او ننګرهار کې وو.

خبر زیاتوي، په دغو سېلابونو کې ۱۱۵ نور کسان ژوبل شوي دي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د ملګروملتونو د بشری مرستو همغږي کونکې ادارې یا اوچا لخوا په ورکړل شویو معلوماتو کې دا هم راغلي دي، چې په دغو سېلابونو کې شاخوا ۳۰ تنه ورک شوي هم دي چې څلور تنه یې په لوګر، ۱۵ میدان وردګو او ۱۱ له پروان څخه دي.‌

د دې ترڅنګ کابو ۳۳۹۸ کورونه هم په سېلابونو کې ویجاړ شوي او د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې ۸۲۴۶ کورنۍ سختې اغېزمنې شوې دي.

په خبر کې وړاندې راغلي، په وروستیو سېلابونو کې تر ټولو زیات اغېزمن شوی ولایت لوګر دی او بیا ورپسې ننګرهار، لغمان او خوست ولایتونه دي.

تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د اګسټ د لومړۍ نېټې راهیسې په سېلابونو کې د ۲۵۶ کسانو د مړینې خبرونه راغلي وو.

دا شمېر د ۲۰۲۱ کال د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو له شمېر څخه ۷۵ فیصده زیات دی.

خو د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، چې سېلابونو په وروستیو اونیو کې په افغانستان کې ۱۸۲ کسان مړه کړي او ۲۵۰ نور ژوبل کړي دي.

په افغانستان کې د بارانونو او سېلابونو راوتلو په دوام، طبیعي پېښو ته رسېدو چارو کې د طالبانو حکومت وزارت تېره ورځ ویلي وو، چې په غزني ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي.

یاد وزارت ویلي چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د سېلابونو له امله اته کسان مړه شوي دي.

د طالبانو حکومت وايي چې په غزني ولایت کې د سېلابونو او بارانونو له امله د ځاني زیان ترڅنګ څه باندې ۲۰۰۰ کورونه هم په بشپړه توګه او څه ناڅه تخریب شوي دي.

XS
SM
MD
LG