لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هایکورټ د پي ډي‌ ایم د مشرانو پرضد د مقدمو درج کولو اعلامیه معطل کړه


پېښور ــــ پېښور هایکورټ دهیواد په مرکز کې د واکمن سیاسي ایتلاف پي ټي ایم ای دمشرانو پرضد دمقدمو درج کولو په اړوند دخیبر پښتونخوا دصوبایي حکومت اعلامیه معطل کړې یا ځنډولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني رسنۍ وایي دصوبایي حکومت لخوا تر اعلامیې جارې کیدو وروسته تیره ورځ په ډيره اسماعیل خان سیمه کې دانتظامیي چارواکي ایډیشنل اسسټننټ کمشنر منیر احمد په مدعیت کې دپي ډي‌ ایم دیو شمیر مشرانو پرضد مقدمې درج کړل شوي دي.

په کومو مشرانو چې مقدمې درج کړل شوي دپاکستان دایکسپریس رسنۍ د رپورټ له مخې هغې کې د مولانا فضل الرحمان،دپخواني وزیراعظم میا نواز شریف،دپیپلز ګوند دمشر اصف علي زرداري،دکورنیو چارو دمرکزي وزیر رانا ثناء الله اؤ د کیپټن (ر) صفدر نومونه شامل دي.

درې ورځې وړاندې دپښتونخوا حکومت اعلان کړی ؤ چې ډېره اسماعيل خان ضلعه کې یې د اوولسم ګرېډ افسر ايډيشنل اسسټنټ کمنشر ته واک ورکړی چې هغه کولی شې د چا په ضد هم مقدمه درج کړي او د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړي علي امين ګنډا پور پشمول نورو کسانو ته دې لړ کې د درخواستونو اخستو ويل شوي دي .

خو تیره ورځ د صوبایي حکومت دغه ګام پيښور هائي کورټ کې یو مشر وکيل شبير حسين ګيګياڼي چیلنج کړی ؤ اؤ دریځ یې خپل کړی ؤ چې صوبایي کابيني یو سرکاري افسر ته د مقدمو درج کولو کوم اختيار ورکړی، قانون يې اجازه نه ورکوي۔

دجمعې په ورځ دپېښور هایکورټ په ججانو ښاغلي قاضي شاهد اؤ ښاغلي قاضي وقار مشتمل دعوه کسیز بینچ دصوبایي حکومت پرضد عدالت ته دشوې عریضې اوریدنه کړې ده.

په دې مهال خواست کوونکي عدالت ته ویلي چې دسیاسي مقصدونو لپاره د سي ار پي سي دسیکشن 196 نه ناسمه استفاده شوې ده ولې چې دغه سیکشن کوم افسر ته د ایف ایي ار درج کولو واک نه ورکوي.

عدالت د دلایلو په اوریدلو سره دصوبایي حکومت اعلامیه معطل کړه اؤ صوبایي حکومت ته یې نوټس جاری کړو.

دصوبایي حکومت دیادې اعلامیې پرضد عدالت ته مراجع کوونکي وکیل شبیر حسین ګیګیاڼي د زیارت په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ "کابينې داسې کړي دي چې يو ايډيشنل اسسټنټ کمشنر له اختيار ورکړی شوی چې ايف ايي ار درج کوه، کریمينل کېسونه د چا خلاف کوه نو دا 196 لينګويج نه دی"

دهغه په وینا "بيا ورپسي قانون سره يې دا ټوقه کړې ده چې علي امين ګنډا پور يو عام وګړی دی ،هغه له يي بيا دا اختيار ورکړی دی چې ته د ملک په هره سطحه کې چې جرايم کيږي د پې ډي ايم والا څوک یې کوي يا د سياسي مقاصدو دپاره، بليک ميلنګ دپاره د خلکو ځورولو دپاره، د سياسي ورکرانو ځوروولو دپاره ،د سياسي مقاصدو دپاره هغه له يي دا اختيار ورکړی دی چې ته ايف ایي ار کوه ‘‘

نوموړی وایي د داسي ډول غير قانوني هڅو په ترڅ کې به د صوبو ترمينځ کرکه سيوا شي ځکه چې جرم به يوه صوبه کې شوی وي او مقدمه به يي بله صوبه کې درج کيږې د کوم چې په قانون کې کنجايش نشته۔

تر دې وړاندې د خيبر پښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو مشاور برسټر محمد علي سيف د ټولنيزو رسنيو د لارې خپل يو پيغام کې ويلي وؤ چې صوبایي حکومت د دولتي ادارو پرضد دکرکې خپرونکو د پې ډي ايم مشرانو پرضد د مقدمو درج کولو پريکړه کړې ده۔

هغه ویلي وؤ د پاکستان پينل کوډ د مختلفو مادو لاندي به مقدمي درج کولی شي او ايډيشنل اسسټنټ کمشنر به د پخواني وفاقي وزير په شکايت مقدمي درج کوي۔

دصوبایي حکومت له دغه اعلان وروسته تیره ورڅ د ډيره اسماعیل خان دایډيشنل اسسټننټ کمشنر منیر احمد په مدعیت کې د پي ډي ایم د ګڼو مشرانو پرضد دپوځ او ریاستي ادارو پرضد خلکو کې دکرکې راپارولو دتورونو په اساس مقدمې هم درج کړل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG