لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستانۍ روپۍ بیا په ښکته روانه ده، خلاص بازار کې د یو ډالر بیه ۲۲۷ روپیو ته رسېدلې


پېښور ـــــ په پاکستان کې یوځل بیا د امریکایي ډالر نرخ د پاکستاني روپۍ په مقابله کې مخ په بره روان دی اؤ په انټربینک کې د یو ډالره بیه ۲۱۹ روپو څخه زیاته شوې ده خو په خلاص بازار کې د یو ډالر بیه ۲۲۷ روپو ته رسیدلې ده.

څېړونکي د ډالر دبیې لوړیدو سوب د هیواد د سیاسې حالاتو ترڅنګ د حکومت لخوا وارداتو باندې بندیز لرې کول هم ګرځوي.

په پاکستان کې دبینکونو دننه د پاکستاني روپۍ په نرخ کې یوځل بیا د تیرو څلورو ورځو راهسې پرله پسې کمی روان دی اؤ د پنحشنبې په ورځ په بینکونو کې یو ډالر په ۲۱۹.۴۱ روپو تبادله شوی دی.

د پیسو دتبادلې دچارو د پوهانو تر مخه په خلاص بازار یا اوپن مارکیټ کې د ډالرو او سعودې ریال په شمول د نورو کرنسیو کموت لیدل او د یو ډالره بیه ۲۲۷ روپو څخه هم لوړه شوې ده-

په اسلام اباد کې د پیسو د لین دین کوونکي د ډي ډي ایکسچینج مشر اشد طوري وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي،د حکومت له اړخه په وارداتو د بندیز لرې کولو له امله په مارکیټ کې د ډالرو غوښتنه زیاته شوې چې له امله یې د روپۍ په مقابله کې د ډالر نرخ لوړ روان دی.

د خزانې د وزیر مفتاح اسماعیل له اړخه د روانې میاشتې په اتلسمه نیټه د لګژري شیانو په واردلو دلګول شوي بندیز ختمولو د پریکړې سره سم ډالر لږ ترلږ ۱۰ روپۍ لوړشوی دی.

د اقتصاد پوهانو له اړخه د حکومت دغه ګام ته منفي عکس العمل ښودل شوی ؤ خو د حکومت وینا ده چې د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف د شرط تر مخه یې دغه ګام پورته کړی او پر درامدې شیانو یې درانه ټیکسونه هم لګولي.

د دې څخه وړاندې تیره میاشت انټربینک مارکیټ کې د یو ډالر بیه ۲۳۹.۵ روپو او په خلاص بازار کې ۲۴۹ روپو څخه زیاته شوې وه خو د ایي ایم ایف نه پاکستان ته د پور ورکړل کیدو دتمې سره سم د یو ډالر بیه تر ۲۱۳ روپو پورې راښکته شوې وه.

ډان ورځپاڼه د بینکونو د کارمندانو دخولې وایي دوې د فشار سره مخ دي چې په مصنوعي توګه د ډالر نرخ ټیټ وساتي.

اقتصاد پوهان په هیواد کې روان سیاسي کرکیچ او د هیواد بهرنیو ذخیرو کې کمی، د اقتصادي حالاتو د خرابیدو لویې سوب بولي .

ددې تر څنګ د پاکستان د کرنسۍ د بازارونو د ایتلاف مشر ملک بوستان وایي، افغانستان او ایران باندې د بندیزونو له سوبه ددې ځائ څخه هلته د ډالرو قاچاق کیږې او الیکټرونکي شیان دلته راوړل کیږي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي حکومت ته یې پر دغه معامله دقابوموندلو او لین دین د بینکونو د لارې کولو سلا ورکړې ده-

د اسټیټ بینک مشر که څه هم په دې وروستیو کې دعوې کړې وې چې د روان کال د پاره یې د ضرورت څخه د زیاتو ډالرو بندوبست کړی دی خو د کرنسۍ د سوداګرو وینا ده چې د ډالر نرخ زیاتیدو سره واردوونکي د ډالر په لټه کې دي او صادروونکو زیاته ګټې ترلاسه کولو د پاره خپلې امدنۍ تړلې دي نو په داسې حال کې د ډالر نرخ دزیاتیدو لوري ته روان دی-

د پاکستان حکومت د هیواد داقتصادي حالاتو د ښیګرې د پاره د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف او ملګرو هیوادونو څخه د پور ترلاسه کولو په تمه دی-

د ایي ایم ایف د ایګزیکیټیو بورډ غونډه د روانې میاشتې په ۲۹مه نیټه کیدونکې ده چې د رپورټونو له مخې پاکستان ته به پکې دپور ورکولو په اړوند پرېکړه کیږي-

دپاکستان د اسټيټ بینک موقتې مشر مرتضا سید په دې وروستیو کې د بلومبرګ ټیلي ویژن سره مرکه کې ویلي وؤ چې د ایي ایم ایف د ایګزیکټيو بورډ له منظورۍ وروسته به شپږو ورځو کې له نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف څخه ۱.۱۷ بیلین ډالر ترلاسه کړي-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG