لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسانو په اوکراین کې د امریکايي هویټرز توغندیو د له منځه وړلو خبر ورکړی


واشنګټن - د روس د دفاع وزارت د جمعې په ورځ وویل، ځواکونو یې هغه امریکايي جوړ هویټزر توغندي له منځه وړي کوم چې د دوی په وینا اوکراین د روس تر ولکې لاندې په ژپوریژیا اټومي کارخونې باندې کارول.

رویټرز د روس د دفاع د وزیر له خولې خبر ورکړی چې د هویټرز توغندي یې د اوکراین دنی پراپیټروسک سیمه کې د مارګنیتس ښار په لویدیځ کې ویجاړ کړي.

رویټرز نه دی توانیدلی چې په خپلواکه توګه دا راپور تایید کړي.

د ژپوریژیا اټومي بټۍ چې د اروپا یو تر ټولو لویه اټومي کارخونه ده په مارچ کې د روسانو لخوا نیول شوې ده.

ژپوریژیا دا مهال اوس د جګړې په لومړۍ کرښه بدله شوې او په وروستیو اونیو کې پرې وار وار بریدونه شوي.

اوکراین او روس دواړه په یو او بل باندې تور لګوي چې په دې اټومي بټۍ باندې بریدونه کوي.

یو انجینیر چې د مارچ له څلورمې راهیسې د اوکراین په ژپوریژیا کارخونه کې کار کوي، ‌امریکا غږ ته ویلي، روسانو د یادې کارخونې دننه او شاخوا سیمو کې توغنديز او راکټي سیستمونه ځای پر ځای کړي او له بټۍ سره یې نېږدې چاودنې کړي، په ظاهره د دې لپاره چې د اوکرایني پوځ نوم بد کړي.‌

دغه انجینیر چې د روسانو له ویرې یې نوم نه دی په ډاکه شوی د اوکراین د حکومت هغه ادعاوې تاییدوي چې روسان په خپله له کارخونې سره نېږدې ددغو چاودنو مسول دي.

روسي چارواکو بیا بیا ویلي وو چې چاودنې د اوکراین د راکټي او توغندیز بریدونو په پایله کې شوي.

بل پلو په دې هم مذاکرات روان دي، چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پلټونکو ته اجازه ورکړل شي چې ژپوریژیا ته پرېښودل شي تر څو د بدې پېښې ګواښ و ارزوي.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رفایل مرینو ګراسي په روانه اونۍ کې ویلي، دی هیله لري چې له یادې اټومي بټۍ څخه د لیدنې لپاره له دواړو هېوادونو سره روانې خبرې بریالۍ شي.

له دغه انجینیر سره د امریکا غږ مرکه مخکې له دې وشوه چې د اوکراین دولتي کمپنۍ انرګوتام د زیارت یا پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ژپوریژیا ته څېرمه د لګېدلي اور له کبله د کارخونې او د اوکراین د برېښنا سیستم ترمنځ وروستۍ اړیکه هم پرې کړه.

خو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي، چې اوکراین ویلي، دوی برېښنا بېرته د یوې نېږدې حرارتي برېښنا د کارخونې په مرسته فعاله کړې ده.

د یو بل خبر له مخې، د بشری حقونو د څآر ادارې یا هیومن رایټس واچ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په خپل یو راپور کې ویلي، چې د روسي پوځ لخوا د اوکراین په جګړه کې د کلسټر بمونو د زیات کارولو له امله په سلګونو ملکیانو ته سخت زیانونه اوښتي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې اوکراین یواځینی هېواد دی چې دغه بمونه پکې کارول کېږي او له روس او اوکراین دواړو څخه غوښتل شوي دي چې کلسټر بمونه دې نه کاروي او په دې اړه د ۲۰۰۸ کال له نړیوال تړون سره دې یوځای شي چې ددې بمونو په کارولو باندې پکې بندیز لګول شوی.

راپور زیاتوي، چې روسانو په اوکراین د یرغل راهیسې له دې ډول بمونو څخه ډېر زیات کار اخیستی او اوکراین هم لږ تر لږه درې ځله کارولي دي.

کلسټر بمونه چې په راکټونو توغول کېږي او یا هم له الوتکو څخه غورځول کېږي او بیا په هوا کې پرانیستل کېږي او په ګڼ شمېر واړه بمونه ترې په یوې پراخې سیمې باندې غورځي.

څرنګه چې زیات یې بیا نه چوي نو نه یواځې پوځیان پرې په نخښه کېږي بلکه په ورته توګه د ماشومانو‌ په ګډون ملکي وګړي پرې هم قرباني کېدای شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG