لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني وایي د کابل په سقوط کې دا پړه مني چې پر خپل ملګري امریکا یې باور وکړ


واشنګټن ـــــ د افغانستان مخکیني ولسمشر اشرف غني د دوحې تړون د تاریخ تر ټولو «بد تړون» بللی او وایي نه یواځې دی بلکې امریکا هم د ده د حکومت د سقوط ذمه واره ده ځکه چې وایي ورسره کړې ژمنې یې پوره نه کړې.

73 کلن اشرف غني چې د تېر کال د اګست پر 15مه کابل ته د طالبانو له ننوتو وروسته له هېواده وتلی او دا مهال په عرب اماراتو کې مېشت دی، د امریکې له پي بي ایس ټیلیویژن سره یې تازه مرکه کړې ده.

له واکه تېښتې ته مجبور شوی افغان "ولسمشر" وایي د طالبان تر واک لاندې افغانستان ته به ستون نه شي، وایي د یو افغان په توګه به هله خپل هېواد ته ستېږي چې هر افغان د ملکیت احساس ولري او افغانې ښځې، ځوانان او غریب افغانان په دې هېواد کې برخه ولري او هېواد یې همېشنۍ ارامي ولري چې وایي نه ده ورکړل شوې.

له اشرف غني وپوښتل شول چې آیا دې ته حیران دی که نه چې د حکومت تر ختمېدو مخکې یې طالبانو څنګه په بیړه یو په بل پسسې ولسوالۍ او ولایتونه نیول، ده یې په جواب کې وویل:

"طالبان چې تر اوږدې مودې پورې فعاله وو یواځینۍ وجه یې دا وه چې په ګاونډیو هېوادونو کې یې پناه ځایونه وو او د هغوی ملاتړ ورسره وو، تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د طالبان د برید کوم همږغی سفارتي جواب ونه ویل شو".

د امریکا ولسمشر جوبایډن او د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د کابل تر سقوط وروسته ټوله ملامتیا د اشرف غني پر حکومت ور اچولې، چې وایي له طالبانو سره سولې ته په رسېدو او د واک په شریکولو کې کامیابه نه شو.

اشرف غني پي بي ایس ته وویل چې افغانستان له امریکې نیولې تر روس، ایران او نورو سترو قوتونو تر منځ د پردیو د جګړو په ډګر بدل شوی وو، ځکه یې نو د تېر کال تر جولای پورې لوجیسټیک ملاتړ بایللی وو:

"د کمانډ ورکولو په لړ کې زه یواځینۍ کس پاته وم چې له هېواده ووتم ځکه چې زموږ ځواکونه نور نه شوای تم کېدای. ما د جګړې لپاره هیڅوک نه لرل، دا داسې حالت نه وو چې د ځان په قربانۍ مې جمهوریت ژغورلی وای".

له اشرف غني وپوښتل چې آیا دی د جمهوریت په سقوط کې د خپل حکومت ملامتیا هم مني که نه، نوموړي وویل ضرور یې مني خو وایي دا ملامتیا یې له خپل مهم ملګري امریکا سره شریکه ده چې دوی ورباندې باور وکړ.

وایي امریکا له طالبانو سره په تړون کې د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ او تر یو کال پورې د دوی پر ځواکونو طالبانو هیڅ برید ونه کړ، خو افغان پوځیان پکې و وژل شول.

د اشرف غني په وینا د دوحې په تړون کې د طالبانو په اړه اندازې تر حد زیاتې ناسمې وې، وایي د دې تړون تیارول او عملي کول به په تاریخ کې د تر ټولو بد تړون کچې ته را ټیټ شي ځکه چې وایي ټولو ترې سرغړونه کړې ده:

"یو څوک خو باید پر خپل هغه ملګري [امریکا] د باور ذمه واري ومني چې بیا یې زموږ خپلواکي تر پښو لاندې کړه او په موږ یې 5,000 بندیان خوشي کړل، چې په هغوی کې د سیمې په کچه د تاریخ تر ټولو لوی د نشه یي موادو سوداګر وو".

امریکا او طالبان د افغانستان د سولې لپاره د دوحې تړون په دې هېواد کې د جګړې د ختمېدو لپاره ډېر مهم ګڼي او ملاتړ یې کوي، خو ورسره په تېرو دوو کلونو کې دواړو په یو بل تورونه هم پورې کړي چې وایي له دې تړونه یې وخت په وخت سرغړونه کړې ده.

اشرف غني وایي دوی ته چې کوم باور ورکړل شوی وو هغه ریښتینی نه وو، وایي حکومت ته یې باور ورکړل شوی وو چې طالبان به ډزبندي کوي او د راتلونکي حکومت په اړه سیاسي مذاکرات به د تړون ضروري برخه وي، خو وایي داسې ونه شول.

اشرف غني وایي نېټو او نورې نړیوالې ټولنې دا نېټه منلې وه چې په 2024م کال کې به هغه وخت له افغانستانه وځي چې د هېواد ټولې ادارې او نظام یې په بشپړه توګه په پښو ودرېږي.

وایي که امریکې ورته د 2019م کال په جنورۍ کې ویلي وای چې په 2021م کال کې به وځي د ده حکومت به د دې وړ وای چې څه پلان جوړ کړي.

نېټو او امریکې او همدارنګه د طالبانو حکومت لا د اشرف غني دغو څرګندونو ته تر اوسه څه جواب نه دی ویلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG