لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په طالبانو د ملګرو ملتونو بندیزونه به نړۍ ته له افغانستان سره سفارتي مشکلات لا زیات کړي


واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا په طالب مشرانو يوځل بيا سفري بنديزونه لګولو سره نړۍ د افغانستان سره په سفارتي مشکلاتو کې مخ شوې ده.

يو کال پوره شو چې په افغانستان د طالبانو واکمني ده خو تر اوسه نه خو په ملګرو ملتونو کې د طالبانو استازی شته او نه د نړۍ کوم بل ملک د دوی حکومت په رسميت پېژندلی.

او له تېرې جمعې راهیسې د طالبانو خارجه وزير هم د ملګرو ملتونو له خوا د سفري بنديزونو سره مخ دی.

څېړونکي وايي، نن سبا افغانستان د شمالي کوريا نه هم په سخت سفارتي جنجال کې ګېر دی ولې چې شمالي کوريا خو بيا هم د نړۍ په ۴۵ ملکونو کې سفارتخانې لري او په ملګرو ملتونو کې يې استازی ناست دی خو د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان په سفارتي توګه د نړۍ نه بېخي ځانله کړی شوی دی.

۱۳ طالب مشرانو ته د سفري بنديزونو نه عارضي رعايت ورکړی شوی وو کوم چې په ۱۹ اګست ختم شوی او د ملګرو ملتونو امنيت شورا هغوی ته نور رعايت ورکولو ته تياره نه ده.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د قرارداد ۱۲۶۷ تر مخه د کال ۱۹۹۹م راهیسې په ۱۵۱ طالب مشرانو د ترهګرو ډلو سره د اړيکو په سر سفري بنديزونه لګېدلي وو.

امريکا چې تر دوه لسيزو يې په افغانستان کې دطالبانو سره جګړه کړې او يو شمېر طالب مشران يې د ترهګرو په لسټ کې اچولي، هم غواړي د طالبانو سره سفارتي همکاري محدوده وساتي.

د امريکې د خارجه وزارت ترجمان وي او اې ته ويلي، "په يو دريمګړي هېواد کې د طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې اترې ګټورې دي ځکه چې اوس امريکا په افغانستان کې نه شته".

د امنيت شورا دوه نورو پخو غړو روس او چين هم د طالبانو سره د سفارتي هلو ځلو جاري ساتلو ضرورت څرګند کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د چين سفير ژانګ جون د زيارت- پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته ویلي، "يقينا د چين د پاره مونږه دا ډېره مهمه ګڼو ځکه چې افغانستان دا وخت په يو ډېر نازک حال کې دی".

هر څه که د ملګرو ملتونو په امنيت ‌شورا کې اکثره غړي د طالبانو سره سفارتي اړيکې ساتل د وخت ضرورت ګڼي خو په دې خبره سره يو نه دي چې د طالبانو سره څنګه او په کومو برخو کې سفارتي همکاري وکړي.

څېړونکي وايي تر څو چې طالبانو په خپل حکومت کې اصلاحات نه وي کړي تر هغې ترې بنديزونه اوچتول سم کار نه دی، ځکه چې د نړيوالو بنديزونو کمول طالبان خپل توان ګني.

د افغانستان پخوانۍ سفارتکاره او پارليماني غړې شينکۍ کړوخېله وايي که په پاکستان د طالبانو مرستې بندې کړی شي نو دا به د طالبانو په حکومت کې لوی بدلون راولي.

د امريکا رېنډ کارپورېشن په خپل يو رپوټ کې ويلي که امريکا په افغانستان کې د حالاتو نه ځان خبر ساتل غواړي نو پکار ده چې په کابل کې خپله سفارتخانه پرانیزي.

خو د امريکا خارجه وزارت ويلي په کابل کې د خپلې سفارتخانې په نزديو کې د پرانیستلو منصوبه نه لري.

امريکا د اګست په لومړۍ نېټه په کابل کې د القاعده مشر اېمن الظواهري په يو ډرون برید کې وژلی چې په سر يې د امريکا او طالبانو اړيکې نورې تاوجنې شوې دي.

خو د دوه هفتو تېرېدلو باوجود په کابل کې واکمن طالبان وايي، دوی په ډرون بريد کې د وژل شوي اېمن الظواهري مړی نه دی موندلی او په خپل هېواد کې يې د ډرون بريد د خپلې خپلواکۍ سرغړونه بللې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG