لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې ويلي، په دې مشکل وخت کې د پاکستان سره ولاړه ده


په داسې حال کې چې په پاکستان کې بارانونه او په غټه کچه سېلابونه راغلي، امریکې ويلي په دې مشکل وخت کې د پاکستان سره ولاړه ده او ژمنه ده چې په پاکستان کې او نړيواله کچه به د موسمياتي بدلون په لړ کې کار وکړي.

د امريکې د بهرنيو چارو وزارت مرستیال وياند وېډنټ پټېل په ټويټر ويلي،

امریکا په پاکستان کې د سېلاب په تباهۍ د خواشينۍ او زيانمنو سره د خواخوږۍ څرګندونه کوي.

امریکې په داسې حال کې د پاکستان سره د ودرېدو ويلي، چې په پاکستان کې د جون د مياشتې راهسې د بارانونو لړۍ روانه ده او په وروستيو کې په ملک کې سېلابونه راغلي دي.

د افتونو په وخت د انتظام قومي ادارې [اېن ډي اېم اې] ویلي د 15 جون راهسې په ملک کې د بارانونو او سېلابونو په پېښو کې د مړو ټوله شمېره 982 ته رسېدلې ده. د ادارې ترمخه په ملک کې د بارانونو او سېلابونو له امله د زرګونو په شمېره کې خلک اغېزمن شوي، په سوونو کلوميټره سړکونه او پلونه تباه شوي او په لکونو اېکړه زرعي ځمکې هم سختې اغېزمنې شوي دي.

پرون د پاکستان د سرکاري ميډيا [رېډيو پاکستان] ويلي وو، د وزیراعظم شهباز شريف په غږ نړيوالو ادارو د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره د 550 ملينه ډالرو مرستو اعلان کړی چې پکې د نړیوال بېنک 350 ملينه ډالره، د ملګرو ملتونو د خوراک د نړیوال پروګرام، ايشين ډوېلپمنټ بېنک، او برتانيې د مرستو ادارې مالي مرستې اعلان کړي دي.

د اېن ډي اېم اې ترمخه په ملک کې د سېلابونو له امله د پاکستان بلوچستان او سيند صوبې سختې اغېزمنې شوي دي.

د پرون راهسې د خېبرپښتونخوا سوات، دير، چارسده، نوښار او د ډېره اسماعيل خان په ګډون جنوبي ضلعې د سېلابونو سره مخ دي.

په 16م اګست هم امریکې د پاکستان د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره د يو لک ډالرو په سمدستي توګه ورکولو اعلان کړی وو، ويل شوي وو دا مرستې د هغو يو ملين ډالرو نه جدا دي چې امریکې پاکستان ته د قدرتي افتونو په وخت د مرستو دپاره اعلان کړي دي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د پاکستان سره د يو لک ډالرو د مرستو اعلان په ټويټر کړی وو.

هغه ويلي وو، په دې سخت وخت کې امريکا د پاکستان سره اوږه په اوږه ولاړ ده او امریکا د سېلاب ځپلو دپاره د بحالۍ دپاره په سمدستي توګه د يو لک ډالرو ورکولو پرېکړه کړې ده.

نوموړي ويلي وو، د دې يو لک ډالرو نه علاوه امریکې په پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د مرستو دپاره د لس لکه ډالرو مرستې هم اعلان کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG