د اسیايي هېوادونو د کرکټ اسیا کپ/ جام سيالۍ نن د خالي/ شنبې په ورځ [27 اګست] په متحده عرب اماراتو کې پېليږي او په لومړۍ سيالۍ کې يې د افغانستان او سري لنکا لوبډلې يو بل ته مخامخ کيږي.
د افغانستان کرکټ لوبډلې ویلي، د سري لنکا سره به سيالي د افغانستان په وخت ماښام په شپږ نيمې بجې پېل کيږي.
د افغانستان کرکټ لوبډلې روزونکي/ کوچ جانتن ټروټ ویلي، لوبډلې يې ښه تمرينات کړي او تياره ده چې ښه لوبه وکړي، له دې وړاندې يې د اييرلېنډ سره سیالۍ کړي او اسيا کپ ته يې ښه تیاري کړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ په فېس بک پاڼه خپره کړې ويډیو کې نوموړي ويلي فکر کوي چې د افغانستان لوبډله د شل اووريزو سيالیو دپاره ښه لوبډله ده او شل اووريزه ښې لوبډلې يې کړي دي.
هغه ويلي نوې لوبډله يې په اسيا کپ کې برخه اخلي چې پکې نوي او زاړه لوبغاړي شامل دي.
د افغانستان دوېمه سیالي به په 30 اګست د بنګله دېش سره وي.
نن پېلېدونکي اسیا کپ کې به پاکستان خپله لومړۍ سيالي سبا د هند سره او دوېمه په دوېم ستمبر د هانګ کانګ سره کوي.
اسیا کپ چې نن پېليږي پايلوبه يا فاينل يې په 11 ستمبر ټاکل شوی دی.
د اسيا کپ دا 15 پړاو دی چې نن پېليږي، په اسيا کپ کې شپږ لوبډلې برخه اخلي چې پکې په ګروپ اې کې هند، پاکستان او هانګ کانګ او ګروپ بي کې سري لنکا، بنګله دېش او افغانستان شامل دي.
د اسیا کپ وروستۍ سيالۍ په کال 2018م کې شوې او فاينل يې هند ګټلی وو.
د 2018م په اسيا کپ کې افغانستان په خپله لومړۍ سيالۍ کې د سري لنکا او په دوېمه کې يې د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړې وه او په درېمه سیالۍ کې يې د پاکستان نه ماتې خوړلې وه.
دغه ډول په څلورمه سيالۍ کې يې د بنګله دېش نه په درېو رنزونو ماتې خوړلې او پينځمه سيالي يې د هند سره سر په سر يا برابر شوې وه چا هم نه وه ګتلې.