لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکرين صدر زېلېنسکي وايي د ايټمي پلانټ خوا و شا حالات خطرناک دي


‎واشنګټن- ولاډيمير زېلېنسکي د جمعې په ورځ ويلي د کله چې په اوکرين کې د بجلۍ د نشتوالي د کمي پوره کولو د پاره زپورېژژيه ايټمي پلانټ کار پيل کړی نو د پلانټ چارچاپېره حالات ډېر خطرناک شوي دي چې د انديښنو وړ دي.

صدر زېلېنسکي د معمول مطابق په خپل ماښامي پيغام کې وايي “د روس لخوا هيڅ يو داسې ګام چې د پلانټ د بندولو سوب شي به ياد سټيشن تباهۍ پله يو ګام نور هم نزدې کړي”.

د اوکرين رياستي ايټمي کمپنۍ اينرګوايټم وايي چې د جمعې په ورځ د يو پاور پلانټ شپږ رييکټرز د اوکرين د ګريډ سټيشن سره بيا پيوست کړل شوي چې د زيارت په ورځ په تاريخ کې په وړومبي ځل د ګرېډ سټيشن نه قطع کړل شوي وو او دا ځکه چې د روانې جګړې د لاسه يو پاور لاين اور اخستلی و.

انرګوايټم په يو بيان کې وايي “د زاپورېژژيه نيوکلير پاور سټيشن د ګرېډ سره پيوست کړل شوی او د اوکرين د ضرورت پوره کولو د پاره بجلي پيدا کوي”.

ياد پلانټ د رييکټرز د يخ ساتلو د پاره بجلۍ ته اړتيا لري او تر ډېر وخته د بجلۍ نيشتوالی پلانټ د ويلي کېدو د خطر سره مخ کولی شي.
په پلانټ کې د بجلۍ نيشتوالی د ايټمي تباهۍ ويره په يو داسې هېواد کې نوره هم سېوا کوي او دا هر څه په داسې حال کې روان دي چې ياد هېواد د کال 1986 د چرنوبايل د ايټمي چاودنې نه لا ځای ته نه دی راغلی.

چارواکو د جمعې په ورځ هغه ولسي وکړو ته چې د ايټمي پاور پلانټ په خوا و شا کې اوسي د ايوډين ګولۍ ورکول پيل کړي چې د ريډييشن د ليک کېدو په صورت کې په استعمال راځي. دا ويره ډېره شوې ده چې د پلانټ چار چارپېره جګړه د دې تباهۍ سوب ګرځېدلی شي.

د ايوډين ګولۍ استعمال د ريډيو ايکټېو ايوډين د تايرايډ ګلينډ لا د مرۍ نه په ښکته نه پرېږدي چې وجود ته کوز شي. دا ګولۍ يې د پلانټ نه په 45 کيلوميټره واټن پروت زاپورېژژيه ښار کې په خلکو وېشلي دي.

د زيارت نه د جمعې پورې د پلانټ خوا و شا مسلسل شېلېنګ روان و او د پلانټ د لېبارټريز نه اخستل شوي د سيټېلايټ عکسونه ښايي چې د څو ورځو نه د پلانټ د وداني چار چاپېره اور بليږي.

ياد پلانټ د جګړې په وړومبي خطونو کې دی او په نزددې اوونيو کې په بيا بيا د انداختونو لاندې راغلی چې اوکرين او روس يې پړه په يو بل وراړوي. د پلانټ يو انجينير چې د روسي قبضې لاندې خپله دنده په مخه بياي د نوم د ښودلو په شرط وي او ای ته ويلي روسي ځواکونو د پلانټ دننه او چار چاپېره توپخانه او ميزايل ځای په ځای کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG