لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان پر بشري او اقتصادي حالت غونډه کوي


واشنګټن ــــــ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اګست په 29مه د افغانستان په اړه غونډه کوي چې پکې به په دې هېواد کې پر بشري او اقتصادي حالاتو خبرې کوي، دا غونډې د روس په غوښتنه را بلل شوې ده.

د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په تېر یوه کال کې افغانستان له یو شمېر بحرانونو سره مخ دی، که یوې خواته بې کارۍ خلک له لوږې سره مخ کړي بلې خواته په تېرو میاشتو کې زلزلو او اوس بیا سېلابونو دا هېواد سخت ځپلی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر خپله ویبپاڼه د افغانستان په اړه د خوړو د نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) د وروستي رپوټ په بنیاد لیکلي چې افغانستان اوس مهال په نړۍ کې د خوراکي توکو له زیات کمښت سره مخ دی.

امنیت شورا همدې بشري بحران ته په کتو سبا بیا له غرمې وروسته د افغانستان په اړه بحث کوي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق وایي، دا غونډه د روس په غوښتنه را بلل شوې ده.

نصیر احمد فایق «طلوع نیوز» ته ویلي، د بشري چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي مشر استازی مارټین ګریفیټس او د مدني ټولنې استازي به هم په دې غونډه کې د افغانستان د حالاتو په اړه معلومات وړاندې کړي:

"ټاکل شوې ده چې د دوشنبې- ګل په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د بشري او اقتصادي حالت په اړه د خبرتیا یوه غونډه وکړي".

د اګست پر 15 مه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ځانګړي استازي رمیز الکباروف د دې هېواد حالت "سوچه ناورین" وباله.

ښاغلي الکباروف یوې خبري غونډې ته ویلي وو، ملګرو ملتونو چې د 2022م کال لپاره له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره له نړیوالو د کومو 4.4 اربه ډالرو غوښتنه کړې وه وایي په هغوی کې یواځې 40 فیصده تر لاسه شوې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي په سبانۍ غونډه کې به یې غړي په ممکنه توګه د افغانستان د بشري حالت په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي او وایي کېدای شي ځینې غړي پر نړیواله ټولنه ږغ وکړي چې د «هېومنیټېرین ریسپانس پلان» په نوم د افغانستان لپاره له ټاکلي فنډ سره نوره مرسته هم وکړي.

طالبان وایي د داسې هر ډول غونډو هرکلی کوي چې افغان ولس ته یې ګټه رسېږي.‌ د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي «طلوع نیوز» ته ویلي په هره غونډه کې چې د افغانستان په اړه بحث کېږي، د دوی هیله دا ده چې له حکومت او خلکو سره یې د هر ډول ستونځو په ختمولو کې مرستې او همکارۍ زیاتې شي.

د کابل پوهنتون مخکینی استاد او د سیاسي چارو څېړونکی عزت الله پېژاند وایي، له عامو افغانانو سره د مرستې او د هغوی د اقتصادي حالت د ښه کېدو لپاره چې په نړیواله توګه هر ډول ګام اخیستل کېږي د ستاینې وړ دی، خو وایي دا نه ده معلومه چې دا مرسته اړو کسانو ته رسېږي که نه. ښاغلي پېژاند وي او اې ډیوه ته وویل:

"د افغانستان خلک واقعاً ځپل شوي دي او دغو مرستو ته اړتیا لري، خو په ورته وخت کې یوه اندېښنه ده هغه دا چې آیا دا مرستې مستحقو کسانو ته رسېږي که نه، تر اوسه چې خلکو خپل ږغ پورته کړی او پوښتنې ورڅخه شوې ده هغوی شکایت کړی چې دغه مرستې په سمه توګه اړمنو کسانو ته نه رسېږي او طالبان په دغو مرستو کې مداخله کوي او تر ډېره د طالبانو پر کورنیو او نیژدې کسانو مصرفېږي".

طالبانو په تېرو میاشتو کې په ډاډ سره ویلي چې حکومت یې د بهرنیو مرستو په وېشلو کې مرسته او همکاري کوي، خو دا چې دوی په دغو مرستو کې لاسوهنه کوي که نه دغو تورونو ته یې څه جواب نه دی ویلی.

د افغانستان اقتصادي ستونځې د دې هېواد د بشري ناورین اصلي وجه ګڼل کېږي. نړیوال بېنک اټکل کوي چې د افغانستان اقتصادي وده د 2021 کال له اګست راهیسې له 20 څخه تر 30 فیصده پورې راټیټه شوې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه دا غونډه په داسې وخت کې کوي چې ټاکل شوې وه تېره اوونۍ د طالبانو پر ځینو مشرانو د سفري بندیزونو د لرې کولو موده وغزوي، خو د امنیت شورا د ځینو غړو د مخالفتونو له کبله دا موده ونه غزول شوه.

د افغانستان شاوخوا نهه اربه ډالره په بهر کې کنګل شوې دي چې له هغوی څخه اووه اربه ډالره یې د امریکا په بېنکونو کې دي، طالبانو په وار وار د دغې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه کړې ده او په تېرو میاشتو کې یې په دې اړه له امریکایي چارواکو سره خبرې هم پیل شوې وې خو په کابل کې د امریکې په ډرون برید کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژنې دا خبرې بیرته وځنډولې.

د یادونې وړ ده چې په تېر یوه کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرله پسې څو غونډې کړې دي چې پکې د افغانستان پر بشري او اقتصادي حالاتو خبرې شوې دي او پکې له دې هېواد سره پر بشري مرستو ټینګار شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG