لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم شهباز شریف د سېلاب په صورتحال ټول ګوندیز کانفرنس راوبللو


پېښور ـــ د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هیواد کې د راغلیو سیلابونو له امله دشوؤ تباهیو په اړه سبا دګل په ورځ ټول ګوندیز کانفرنس رابللی خو په دې کانفرنس کې دهیواد تر ټولو ستر حکومت مخالفه ګوند تحریک انصاف ته دګډون بلنه نه ده ورکړې.

په عین حال کې دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي دهغه ګوند به پخپل سر دسیلاب ځپلو لپاره د نړۍ نه مرستې راټولوي ځکه چې په موجوده حکومت څوک باور نه کوي.

پاکستاني رسنیو ویلي د وزیراعظم لخوا رابلل شوی ټول ګوندیز کانفرنس به دګل په ماسپښېن د وزیراعظم ماڼۍ کې کیږي چې پکې دګډون لپاره دحکومت ایتلافي اؤ نورو ټولو ګوندونو ته دګډون بلنه ورکړل شوې ده خو تحریک انصاف ګوند دې کانفرنس ته نه دی وربلل شوی.

ټول ګوندیز کانفرنس کې به دسیلاب نه دهیواد مختلفو سیمو کې په شوؤ نقصاناتو، دسیلاب ځپلو اؤ بنیادي ځاندرې په بحالۍ اؤ دمرستو په لارو چارو غور کولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې دپشکال دبارانونو له امله راوتلو سیلابونو په لویه کچه تباهي خوره کړې ده.

د قدرتي افتونو په مهال دنظم ساتنې دولتې ادارې این ډي ایم ای له مخې په دې بارانونو اؤ سیلابونو کې تر زرو زیات کسان مړه شوي، په لکونو کورونه ویجاړ شوي،فصلونه،سړکونه اؤ پلونه اوبو لاهو کړي اؤ دخلکو په لکونو څاروي هم مړه شوي دي.

سېلابونو کې په لویه کچه دشوې تباهۍ باوجود هم پاکستان کې دمرکزي حکومت اؤ په دوؤ صوبو پنجاب اؤ خیبر پښتونخوا کې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف ترمنځ تاؤ تریخوالی په اوج دی.

د شهباز شریف حکومت دتحریک انصاف ګوند په مشر عمران خان نیوکې کوي چې په سیلابونو کې یې هم سیاست دوامداره ساتلی دی اؤ د ولس اؤ هیواد دتباهۍ ورسره هیڅ فکر نه شته.

خو تېره ورځ یوې ولسي جلسې ته خپله وینا کې پخواني وزیراعظم عمران خان بیا اعلان کړی چې هغه به پخپل سر دهیواد دننه اؤ نړۍ نه دسیلاب ځپلو لپاره مرستې راټولوي.

عمران خان ویلي په موجوده امپورټيډ حکومت څوک د مرستو باور نه کوي نو ځکه دی اؤ دګوند ملګري به یې له خپله انده دسیلاب ځپلو مرستې ته راوړاندې کیږي.

په عین حال کې پاکستان هیواد کې دسیلابونو څخه دشوې تباهۍ له امله په نړیوالې ورورلۍ دمرستو غږ کړی دی چې په دغه غږ برتانیې پاکستان سره دیو نیم میلیون پونډو دمرستې اعلان کړی دی.

همدا شان متحده عرب اماراتو اؤ اذربایجان هم پاکستان کې سیلاب ځپلو ته دمرستو لیږلو اعلانونه کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG