پېښور ــــ د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د روانو بارانونو اؤ سیلابونو له امله په تیر یو شواروز کې نور نهه کسان مړه شوي چې دې سره په دغه صوبه کې دمړو شوؤ کسانو شمیره 247 کسانو ته رسېدلې ده.
پاکستاني رسنیو د اتوار- یکشنبې په ورځ دپولیسو له خولې ویلي چې په مچ سیمه کې د زیاتو بارانونو له امله د یو کور کوټه غورځېدلې چې پکې دځلور میرمنو په ګډون پینځه کسان مړه شوي دي.
دسرکاري شمیرو له مخې په بلوچستان کې سیلابونو اؤ بارانونو 61 زرو اؤ 488 کورونو ته زیان رسولی اؤ 1000 کلو مټيرو پورې سړکونه هم سیلابي اوبو لاهو کړي دي.
سرکاري شمیرې ښایي چې په ګرد پاکستان کې په روانو بارانونو او سېلابونو کې د مړو شمېر تر یو زر 1033 اوښتی دی او څه د پاسه 1,527 کسان ټپيان شوي دي. په مړو کې 456 نارينه، 207 زنانه او 348 ماشومان شامل دي.
د قدرتي افتونو د انتظام ملي ادراې يا اين ډي ايم اې د تازه شمېرو تر مخه د جون راهيسې روانو دغو بارانونو او سيلابونو کې خواوشا نهه لکه کورونه او ودانۍ ويجاړې شوې او 3,451 کیلوميټره سړکونو ته زيان اوښتی دی.
د پاکستان د چاپېريال د بدلون مرکزي وزيرې شېري رحمان ويلي، په ګرد هيواد کې د روانو بارانونو او سيلابونو څخه تر دریوؤ کروړو اؤ دېرشو لکو زيات خلک اغېزمن شوي دي.
د اين ډي ايم اې تر مخه تر دې دمه د هيواد په 112 ضلعو کې ځاني او مالي زيان شوی دی او بلوچستان صوبه د ټولو نه زياته اغيزمنه شوې ده چرته چې درې لکه شپېته زره خلک اغېزمن دي او دټول بلوچستان دا وخت د هيواد نورو برخو څخه زمکنۍ او هوایي رابطه بېخي قطع شوې ده.