لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:د وسله والو برید کې دپولیو ضد څاڅکي ورکوونکې ښځینه ماموره ژوبل شوې ده


دپولیس سرچینو له مخې دا برید داتوار په ورځ دپېښور په پجګۍروډ هغه مهال رامنځته شوې چې دثناء په نوم یوه میرمنه دپولیو ډیوټۍ لپاره دفقیر کلي روغتیایي مرکز ته روانه وه.

پولیس وایي په دغه مهال په موټر سورو نامعلومو وسله والو په دغه ښځینه مامورې ډزې کړي چې پکې هغه سخته ژوبل شوې اؤ په ژوبل حالت کې روغتون ته رسول شوې ده.

دپېښور د لیډي ریډنګ هسپټال ویاند عاصم خان وي او ای ډیوه ته وویل د ژوبل شوې ثناء عملیات ترسره اؤ له عملیاتو وروسته ایي سي یو ته منتقل کړل شوې ده.

هغه وایي ډاکټران دهغې حالت له خطرې بهر ښایي.

په خیبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت په پولیو ضد څاڅکو ورکوونکو ټیمونو اؤ دهغوئ په ساتونکو پولیسو وسله والو بریدونه کړي چې پکې ګڼ ګڼ شمیر مامورین اؤ پولیس وژل شوي دي.

د روانې میاشتې په شپارسمه نیټه د جنوبي وزیرستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا سویلي ضلعه ټانک کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټیم باندې وسله وال برید شوی ؤ چې پکې د پولیو ټیم دوه ساتونکي پولیس وژل شوي وؤ.

دتیرې جولایي په میاشت کې په خېبر قبایلي ضلعه کې د پولیو ټیم دوه پولیسو ساتونکي او د جون په میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د پولیو ټیم برید کې د پولیو یو رضاکار او دوه پولیس ساتونکي وژل شوي وو د دغو بریدونو ذمه واري چا په غاړه نه وه اخستې

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG