لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

یعقوب مجاهد:افغانستان ته ډرون الوتکې دپاکستان دلارې ننوځي، پاکستان دا ادعا رد کړې


د پاکستان خارجه وزارت د افغان طالبانو دا دعوا رد کړې چې ګنې د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژنې لپاره امریکايي ډرون د پاکستان فضائ حریم کارولی وو.


د پآکستان خارجه وزارت دا بیان په داسې وخت مخې ته راغلی چې پرون د افغانستان دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد په پاکستان تور پورې کړی وو چې د پاکستان له خاورې امریکايي ډرون د افغانستان خاورې ته داخل شوی وو او ویلي وو چې دغه ډول حملې د واشنګټن د دوامداره اشغال برخه ده.

ښآغلي مجاهد په داسې حال دا بیان ورکړی چې څو اونۍ وړاندې د امریکا صدر جوبائیډن په امریکايي ډرون برید کې د القاعده مشر ایمن الظواهرې په افغانستان کې د وژنې اعلان کړی وو.

د افغان طالبانو دفاع وزیر ویلي چې اوس هم د امریکا ډرون د افغانستان له پاسه الوت کوي.
ده ویلي، د پاکستان نه غوښتنه کوي چې خپل فضائ حریم د افغانستان خلاف کارولو ته ورنه کړي.
د پآکستان خارجه وزارت ویاند عاصم افتخار احمد په جاري شوې بیانیه کې ویلي د افغان طالبانو دفاع وزیر لخوه په پاکستان لږول شویو تورونو باندې پاکستان سخت اندیښمن دی.


ده ویلي بغیر د کوم ثبوته د افغان وزیر لخوه د خپل فکر په اساس لګول شوي دا تورونه ډیر د افسوس خبره ده او دا د یو ذمه واره سفارتي اړیکو د رسم خلاف ده.


ده په افغان طالبانو باندې غږ وکړو چې د نړۍ سره خپلې هغه کړې ژمنې پوره کړي چې وايي خپله خاوره د کوم چا په ضد کارولو ته نه پریږدي.

لومړنی راپور:

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد دعوه کړې چې دافغانستان خاورې ته ډرون الوتکې دپاکستان دلارې داخلیږي.

هغه داتوار یا یکشنبې په ورځ کابل کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال د افغانستان پر فضا د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ګرځېدو ته په غبرګون کې له پاکستان څخه وغوښتل چې خپل فضایي حدود د افغانستان پر خلاف استعمال نه کړي.

نوموړي وویل د دوی د معلوماتو په اساس دغه الوتکې د پاکستان له لارې څخه افغانستان ته ننوځي خو زیاته یې کړه"دقیق او کره معلومات ځکه نسته چې زموږ رادار سیستم مکمل امریکا د خپلو وتلو پرمهال په بشپړه توګه خراب کړی او له منځه څخه وړی دی"

دمولوي یعقوب په وینا "بیا هم چې زموږ کوم معلومات دي، دوی د پاکستان له لارې څخه افغانستان ته داخلیږي او د پاکستان له فضايي حریم څخه استفاده کوي، موږ له پاکستان څخه غوښتنه کوو چې خپل فضا زموږ په مقابل کې او زموږ خلاف استعمال نکړي"

دطالبانو دحکومت ددفاع وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د روانې اګست میاشتې په وړومبۍ نیټه دامریکې صدر جوبایډن اعلان وکړو چې کابل کې دامریکا په یو ډرون برید کې دالقاعده ترهګرې شبکې مشر ایمن اظواهري وژل شوی دی.

تر دغه ډرون برید وروسته په پاکستان کې هم داسې پوښتنې راولاړې شوې وې چې دافغانستان خاورې ته ډرون الوتکې دکومې لارې ننوځي اؤ دسیاسي ګوندونو اؤ څېړونکو لخوا شکونه ښکاره کړل شوي وؤ چې ګنې امریکایي ډرون دپاکستان له خاورې پورته کیږي.

خو دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند عاصم افتخار په څلورم اګست ویلي وو داسې هیڅ ثبوت نشته چې ګنې په کابل شوي ډرون برید کې د پاکستان خاوره کارول شوې ده.

د طالبانو حکومت د دفاع وزیر وویل اوس هم د افغانستان پر فضا د امریکا بې پیلوټه الوتکې ګرځي او هغه یې د دغه هیواد پر حریم تېری وباله.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې د یادو الوتکو د ګرځېدو په اړه یې امریکايي چارواکو ته خپل اعتراض وړاندې کړی دی.

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله هم ویلي وو "په ايمن الظواهري پسې امريکايي ډرون د پاکستان څخه نه ؤ تللی، هغه څنګه وژل شوی، هغه چرته وو؟ په دې باندې د افغانستان او امريکا ترمنځ خبره پکار ده".

دطالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد روانه اوونۍ ویلي وؤ امریکایي ډرون برید کې دالقاعده دمشر ایمن الظواهري د وژل کیدو ثبوتونه تر اوسه نه دي ترلاسه شوي.

(دې رپورټ کې ځېنې معلومات د وي او ای پښتو نه اخستل شوي دي)

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG