لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې دخبریال وقار ستي پرضد دمذهب دسپکاوي مقدمه درج کړل شوې ده


پاکستان کې د شخصي ټى وي چېنل جيو نيوز سره دتړاو لرونکي خبریال وقار ستي پرضد د پنډۍ ښار په تاڼه کې د مذهب د سپکاوى مقدمه درج کړی شوې ده.

دا مقدمه چې د يو تن لخوا په شخصي بنياد درج کړی شوې ده وايي چې خبریال وقار ستي د پخواني وزیر اعظم عمران خان سره تړلې د مذهبي ډول خبرو داسې وېډيو ګانې په ټولنيزو رسنيو اچولې وې چې عمران خان نه دي کړي.

وقار ستي ډيوه سره خبرو کې تور لګولی چې دده پرضد دا مقدمه د پنجاب حکومت په لمسه او د عمران خان په وینا درج کړی شوې او ده د مذهب سپکاوی نه دی کړی.

اخوا د پنجاب د پارلیماني چارو وزیر او د واکمن تحریک انصاف ګوند مشر راجا بشارت په يو ټويټ کې په ظاهره ددې مقدمې تاييد کړی دی.

په پنډۍ ښار کې د ټى وى چېنلونو د يو کېبلز چلونکي لخوا پرون د خالي په ورځ د ار ای بازار په تاڼه کې درج کړی شوې مقدمه کې ويل شوي چې صحافي وقار ستي د پخواني وزیر اعظم عمران خان سره تړلې د مذهبي ډول خبرو داسې وېډيو ګانې په ټولنيزو رسنيو خپرې کړې وې چې دغه خبرې عمران خان په مبينه توګه نه دي کړي.

خو خبريال وقار ستي وايي هغه د مذهب سپکاوی نه دی کړی بلکې د عمران خان د ویناګانو بیلابیل کلپونه یا ټوټې یې راټولې کړې وې چې د مزاح یا توقو بڼه یې درلوده او په ټولنيزو رسنيو یې خپرې کړې وې.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي صحافي وویل دا مقدمه د خالي په ورځ درج کړی شوې او وايي کوم تن چې مقدمه درج کړې هغه له سره ټوېټر پاڼه هم نه لري او بله دا چې په دغه ایف اي ار کې کومې خبرې ليکل شوي نو دا خبرې ده کړي هم نه دي.

خبریال ستي وایي پرضد یې له تېرو پينځلسو ورځو راهسې د پاکستان تحریک انصاف د فعالينو لخوا د ګستاخ وقار ستي په نوم کمپاين روان ؤ او ده ته اوس هم د مرګ دړکې ورکول کېږي.

هغه وايي لاهور کې ورته ملګرو خبریالانو د پنجاب داعلا وزیر پروېز الهي له خولې ویلي چي هغه ددې مقدمې درج کيدو سره له تیرو څو ورځو راهسې مخالفت کولو خو د عمران خان لخوا پرې فشار و او دا مقدمه یې هم د هغه په وینا درج کړې ده.

په دې اړه د پنجاب د پارلیماني چارو وزیر او د واکمن تحریک انصاف ګوند د مخکښ مشر راجا بشارت لخوا په ټوېټر پېغام کې ويل شوي چې د سياسي پواېنټ سکورنګ لپاره مذهبي کرکې ته لمن وهل به په هېڅ ډول ونه مني او پاکستان تحریک انصاف پنجاب حکومت به دا وبا خپرېدو ته نه پرېږدي.

په ټوليز رسنیو د څو ورځو راهیسې د خبریال وقار ستي په مخالفت او ملاتړ کې په ټوېټر هم تبلیغات روان ؤو.

پاکستان کې د مذهب سپکاوی يوه حساسه معامله ګڼل کېږي او په اړه سخت قوانین هم موجود دي چې په کې ددې جرم کوونکي لپاره د مرګ سزا ټاکل شوې ده.

د پاکستان په کچه د صحافيانو د لويې تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس د مرکزى کمېټۍ غړي حنيف الرحمان ډيوه ته ویلي چي د صحافيانو ټولو تنظيمونو د مقدمې غندنه کړې او وايي صحافيان به د پنجاب حکومت خلاف احتجاج هم کوي.

هغه وايي د مذهب د سپکاوي چې تش تور هم په چا پورې شي نو د هغه تن ژوند د ګواښ سره مخ شي او ددې مقدمې مقصد هم دا دی چې د اظهار په ازادۍ قدغن ولګول شي او صحافيان د سياسي ګوندونو په تګلارو د تنقيد نه منعې کړي.

د بشري حقونو نړیوال او ملکي تنظيمونه او مبارزين تور لګوي چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي لانجمن قانون زياتره خلک د شخصي ګټو لپاره کاروي او په دې وروستیو کې د پارېدلي قهرجن هجوم لخوا په پنجاب کې دسریلنکا یو وګړی هم وژل شوی ؤ.

د بشري حقونو دخپلواک غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پى پخوانۍ مشره او اوسنۍ غړې ذهره يوسف د خبریال وقار ستي خلاف د مذهب د سپکاوى د مقدمې غندنه کوي او وایي
پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون څخه وسله جوړه شوې ده او هر تن یې د خپل مخالف پرضد کاروي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغې ویلي په هېواد کې په شخصي او سياسي بنيادونو داسې مقدمې درج کېدل ډېر عام شوي دي. دا خطر ناک چلند دی او تر څو چې په دې قانون کې اصلاح نه وي راوستل شوې نو د خلکو ژوند ته به ګواښ پېښ وي.

پاکستان د لږکيو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسٹس په خپل وروستي راپور کې ویلي چې تېر کال 2021م کې د مذهب د سپکاوي د قانون لاندې هېواد کې نزدې 83 مقدمې ثبت شوي چې زياتره په کې په پنجاب صوبه کې درج شوي دي.

د رپورټ ترمخه تېر کال د مذهب د سپکاوي د تورونو په اساس د سري لنکا د وګړي پرينکا کمارا په ګډون درې کسان د عدالت پرته وژل شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG