واشنګټن – نړیوال څارونکي په راتلونکو ورځو کې تیاری نیسي چې د اوکراین تر ګواښ لاندې د ژپوریژیا له اټومي بټۍ څخه لیدنه وکړي د کومې له شاخوا څخه چې د خالي یا شنبې په ورځ هم د جګړو راپورونه راغلي.
ټاکل شوې ده چې د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې د کارپوهانو یوه ډله به په روانه اونۍ کې له دغې کارخونې څخه لیدنه وکړي.
د یادې ادارې مشر رفایل مریانو ګراسي ویلي، دی غواړي له دغې بټۍ څخه په څو ورځو کې لیدنه وکړي او د یو ممکنه ناورین خبرداری یې ورکړی.
چارواکي د ژپوريژیا له اټومي بټۍ څخه د وړانګو د خپرېدو وېره لري که چېرې ددغې کارخونې په ځینو برخو باندې بیا بیا بریدونه وشي.
ماسکو ویلي، دوی د اټومي انرژۍ د ادارې د کار ملاتړ کوي خو له دغه ځای څخه یې د خپلو سرتېرو د وېستلو خبره رد کړې ده.
روس او اوکراین دواړه یو بل په دې تورنوي چې په دغې کارخونې باندي راکټي بریدونه کوي.
د روس د دفاع وزارت ویلي، چې په دغې کارخونې باندې تېره ورځ درې ځله بریدونه شوي او ټولټال ۱۷ توغندي پرې توغول شوي دي.
په اوکراین کې د جګړې له ډګر څخه:
اسوسېټېډ پریس راپور ورکړی چې د چېچنیا سرتیرو ویلي په اوکراین کې د جګړو لومړیو کرښو ته ځي او ژمنه یې کړې چې د روسانو په وړاندې به جګړې ته دوام ورکوي چاچې د کلونو راهیسې د هغوی په هېواد کې مداخله کړې.
بل پلو اوکرایني ځواکونو په سټراټېژیک ښار بخمت باندې د روسانو د ننوتلو مخه نیولې.
روسان هڅه کوي چې په ډانباس سیمه باندې خپل کنټرول پراخ کړي.
روسي ځواکونو چې څو اونۍ دمخه یې د سوېردو ډونیڅک او لوهانڅک سیمې نیولې اوس مهال مهم ښار بخموت ته پام اړولی.
د اوکراین د پوځ په یو راپور کې راغلي دي، چې په دغه ښار او نېږدې سولدیدار او زیتسیو ښارونو باندې د شنبې یا خالي په ورځ توغندي ورېدل.
په راپور کې راغلي دي، اوکراین په دوو نورو سترو ښارونو سلوینسک او کرامتورسک خواته د روسانو د پرمختګ مخه نیولې.
بل پلو سیمیزو چارواکو د اتوار یا یکشنبې په ورځ ویلي، چې د روسانو توپخانې د ژپوریژیا د سیند له مقابل لوري څخه بیګا شپه د اوکراین په ښارونو باندې توغندي توغول او د اټومي بټۍ شاخوا د راکټونو لګېدلو د وړانګو د خپرېدو د ناورین وېرې زیاتې کړي.
رویټرز راپور ورکړی چې د روس ددفاع وزارت ویلي، چې اوکراینیانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په اټومي بټۍ باندې راکټونه توغولی دي.
ماسکو او کیېف په یو او بل تور پوري کوي چې په اروپا کې تر ټولو سترې دغې اټومي بټۍ باندې بریدونه کوي.
د اوکراین اټومي کمپنۍ ویلي، چې دوی په دغې کارخونې باندې د نویو بریدونو په اړه معلومات نه لري.
د یو بل خبر له مخې، د روسانو هوايي ځواک د ژپوریژیا په موټرسېچ نومې کارخونه باندې چېرې هیلې کوپټرې جوړېدې بریدونه کړي.
رویټرز دا راپور هم ورکړی چې روسي ځواکونو د اوکراین په نېپرو سیمهکې د تېلو یو زېرمه هم ویجاړه کړې ده.
روس ته له کډه شویو اوکراینیانو سره د پوتین د مرستې فرمان:
د روس د دفاع وزیر ویلادیمیر پوتین داسې یو فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې له اوکراین څخه روس ته له کډه شویو خلکو سره مرسته کېږي.
رویټرز راپور ورکړی چې په دغو مرستو کې د حامله ښځو، معیوبینو او زړو خلکو سره مرسته شامله ده.
په دغې مرسته کې چې په حکومتي ویب پاڼو خپره شوې، هغو کسانو ته د میاشتې ۱۷۰ ډالره ورکول کېږي کوم چې د فیبرورۍ له ۱۸ نېټې وروسته په اوکراین کې د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شوي دي.
له معیوبو خلکو سره هم دومره مرسته کېږي خو له حامله مېرمنو سره تر دې لا زیاته بشپړه مرسته کېږي.
په فرمان کې راغلي، دغه مالي مرستې به د اوکراینیانو او د ډونیڅک او لوهانڅک خلکو ته ورکول کېږي چې له اوکراین څخه جلا شوي او روسان یې د خپلواکو سیمو په توګه پېژني خو اوکراینیان او لویدیځ یې په رسمیت پېژندل غندلي او غیر قانوني یې بللي.
ماسکو ویلي، ۳.۶ میلیونه اوکراینیان چې ۵۸۷۰۰۰ ماشومان هم پکې شامل دي روس ته د جګړې د پیل راهیسې کډه شوي دي.
د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشن د دې اونۍ په سر کې اټکل کړی و چې په اوکراین کې د جګړې د پیل راهیسې تر ۵۰۰۰ زیات ملکیان وژل شوي او نېږدې ۸۰۰۰ نور ژوبل شوي دي.