لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تور ته د افسوس وړ او سفارتي معيارونو سرغړونه ويلې


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په افغانستان کې د طالبانو "د حکومت د دفاع وزیر دغه تور چې په افغانستان کې د ترهګرۍ په عملياتو کې امریکايي ډرون د پاکستان فضا کارولې پاکستان په دغه تور "سخت اندېښنه" لري.

د پاکستان خارجه وزارت دغه بيان وروسته له هغې ورکړی چې پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ [28 اګست] په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد په پاکستان تور پورې کړی وو چې د پاکستان له خاورې امریکايي ډرون د افغانستان خاورې ته داخل شوی وو او هغه دغه بريد ته د واشنګټن دامداره اشغال ويلي وو.

په دوېم اګست د امريکې صدر جوبايډن ويلي وو "زما په امر امريکې د افغانستان په کابل کې کامياب هوايي بريد کړي او د القاعده مشر ايمن الظواهري يې وژلي دي".

او دغه بيان ته په ځواب کې په کابل کې د طالبانو حکومت منلي وو، چې دغه بريد امريکايي ډرون کړي دي، غندنه يې کړې وه او د دوحې تړون سرغړونه يې ورته ويلې وه. په دغه بيان کې طالبانو د الظواهري په اړوند هيڅ ذکر نه وو کړي.

خو په څلورم اګست بيا د طالبانو حکومت بل رسمي بيان جاري کړي او ويلي يې وو، "په کابل کې چې کوم هوايي بريد شوي او د امريکې صدر جوبايډن دعوه کړې وه چې د القاعده مشر ايمن الظواهري يې پکې په نخښه کړي، د طالبانو حکومت د ايمن الظواهري د راتګ او د اوسېدو په اړه هيڅ معلومات نه لري".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي د ډرون بريد په اړه "د افغانستان د دفاع وزير په خپله منلې چې هيڅ ثبوت نه لري ځکه دغه ډول تورونه د افسوس وړ او د سفارتي معیارونو څخه سرغړونه ده".

پاکستان ویلي "د ټولو رياستونو خپلواکۍ ته احترام او هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي".

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو په حکومت غږ کړی چې "د نړۍ سره کړې ژمنې عملي او خپله خاوره د ترهګرۍ دپاره د بل کوم هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي".

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان څو ځله دعوې کړي چې د افغانستان د لوري په پوله د پورې غاړې نه ترهګر پاکستان لوري ته بريدونه کوي.

خو د فرورۍپه میاشت کې چې د پاکستان پوځ د شمالي وزیرستان په دته خېل کې د پولې د پورې غاړې نه د بريد کومه دعوه کړې وه د طالبانو د دفاع وزير ملايعقوب دغه دعوه رد کړې وه.

د پاکستان او افغانستان له خوا د وړاندې نه په يو بل داسې تورونه لګي، افغانستان او امريکا به د طالبانو په واک کې د راتلو نه وړاندې تل داسې تور لګول چې پاکستان هغو وسله والو ترهګرو ته ځای ورکړی چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

دغه ډول د پاکستان تورونه هم افغانستان تل رد کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG