لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې سېلابونو نه د مړو شمېر 258 ته رسېدلی


مردان ـــــ د خیبر پښتونخوا د افتونو په وخت د ژغورنې اداره پي ډي ایم ای وایي په صوبه کې د سیلابونو له وجې د مړو شمیره نوره زیاته شوې او په یو شواروز کې16ؤ نورو کسانو هم خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

دشپاړسو نورو کسانو دمړینې سره صوبه کی د سیلابونو له وجې د مړو شمیره 258 ته رسیدلې ده .

پي ډی ایم ای وایي په ټوله صوبه کې 116 کیمپونو کې میشت سیلاب ځپلو خلکو ته مرستې ورکول کیږي خو په نوښار ضلعه کې جوړ د بې کوره خلکو په کیمپ کې میشت سیلاب ځپلي وایي د تیرو پنځوؤ ورځو راهسې د بنیادی ضرورتونو څخه محرومه دي او په ډاګه ژوند کوي.

دوی وایي په کیمپ کې د خوراکي توکو او صفا اوبو د کمي له وجې سختو مشکلاتو سره مخ دي.

50 کلن سلطان شاه د تیرو 5ؤ ورځو راهسې د نوښار په کنډرو سیمه ټیکنیکل کالج کې میشت دی او وایي د مثل اباد اوسیدونکی دی او کور یې په اوبو کی ډوب شوی

دهغه په وینا میرمن یې، دوه لوڼه او پخپله په فرش اوده کیږي او تر اوسه ورته یوازې یو پلاستیکي څادر ورکړل شوی .

نوموړی وایي ددې کالج نه بېرته خپل کور ته تلل غواړي خو په کور کې یې 5 فوټه اوبه ولاړې دي.

پي ډي ایم ای وایي په تیرو 24 ساعتونو کې په صوبه کی 16 نور کسان د سیلابونو د وجې مړه شوي چې پکې 3 ماشومان هم شامل دي.

تیره ورځ مرستندویه ادارې په خیبر پښتونخوا کې د مړو شمیره 242 ښودلې وه او ویلي یې وؤ چې په صوبه کې د 43زرو نه زیاتو کورونو ته زیان رسیدلی او په دې کې نیمایي په مکمل ډول تباه شوي او 8771 څاروی هم اوبو وژلي دي او تر ټولو زیات تاوان دخیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې شوی دی.

د پي ډي ایم ای په رپوړټ کې ویل شوي په صوبه کې د سیلاب ځپلو خلکو دپاره 116 د سر پناه کیمپونه جوړ کړی شوي چې پکې په نوښار ضلع کې 77، چارسده کې 17 اؤ په ډيره اسماعیل خان کې 11 کیمپونه جوړ کړل شوي دي.

د رپوړټ مطابق یوازی په نوښار ضلعه کې 25000 کسان په کیمپونو کې ژوند کوي.

د نوښار په ټیکنیکل کالج کې میشته 60 کلنه تسلیم بی بی وایي "کور مې په اوبو کې ډوب دی، پنځه نفره کورنۍ مې ده ،خالي لاس او پښې په یوه جوړه جامو کی راوتلي یو فوم راته میلاو دی خو خیمه نشته چی نمسي او انګور می پکې پاتی شي، په ډاګه ناست یو"

تیره ورځ د خیبر پښتونخوا حکومت د سیلاب ځپلو 4 ضلعو دپاره 10 کروړه روپۍ جاري کړې وې .

صوبایې حکومت ددې نه وړاندې د سیلاب ځپلو سیمو دپاره 2.5 اربه روپۍ منظور کړې وې او د حکومت په وینا تر اوسه یې 73 کروړه روپۍ پی ډی ایم ای ته ورکړې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG